افغانستان

میدان وردګو کې طالبانو درې انسان تښتوونکي نیولي او درې کسان یې ترې ژغورلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې طالبانو درې اختطاف کوونکي نیولي او دوه ماشومان او یو سړی یې د هغوی له منګولو خلاص کړي.

د طالبانو له لوري په دې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي « څو ورځې وړاندې د انسان تښتوونکو یوې ۳ کسېزي ډلي د میدان وردګ له جلریز ولسوالۍ زنګا کلي څخه د محمد یحی او محمد فرهاد په نومونو ۲ ماشومان او د سلطان محمد په نوم یو سړی چې له هزاره قوم سره یې تړاو درلود وتښتول، چې له نیکه مرغه نن د نرخ ولسوالۍ په ده حیات سیمه کې د اسلامي امارت د کشفي ارګان لخوا په یوه سراچه ډوله موټر کې د لېږد پر مهال ټول یو ځای ونیول شول او تښتول شوي کسان وژغورل شول.»

اعلامیه کې وړاندې راغلي، چې طالبانو تښتول شویو کسانو ته نوې جامې ورکړې او روغ رمټ یې کورنیو ته سپارلي او انسان تښتوونکي یې د «اسلامي امارت محاکمو ته» سپارلي دي.

یاده دې وي، چې طالبان د جنايي او نورو جرمونو په وړاندې  چټک او جدي غبرګون ښيي، چې له امله یې د هغوی تر واک لاندې ساحې تر ډېره له جنایي جرمونو پاکې بلل کېږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

آفرین په دغسی جدی او ملی اقداماتو به د وطن د خلکو زړونو کې ضرور خپل ځای مومي انشاء الله دا اقدامات مو بیرغ اچتوی

احمد

د جلب و جذب کار، خیریه کومکونه چی له اختلاص پاک دی ، د ملت سره نرمي کول ،غله او کوتاه طریقه د طالبانو د کنټرول ساحه کی ختمول دا کارونه او دی ته ورته نیک اقدامات به مو د خلکو د زړه ملحم کړي انشاء الله چې سیاست او سنګر خو مو ګټلی پدی کارو به ملت هم وګټی

جمیل

ملت یی هم ګټلی دی او نور به یی هم وګټی ان شاءالله تعالی .

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close