افغانستان

د ملي امنیت ریاست ګواښ؛ د طالبانو په وړاندې عملیات پیلوو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۴ چنګاښ، ۱۳۹۹ل):  وروسته له هغه چې طالبانو د سمنګان ولایت په مرکز کې د ملي امنیت پر ریاست ډله ییز برید وکړ او استخباراتي کارمندانو ته یې درنه مرګ ژوبله واړوله؛ د کابل حکومت د ملي امنیت ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره طالبانو ته ګواښ کړی چې په وړاندې به يې ځپونکي عملیات پیلوي.

د ملي امنیت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې طالبان د جګړې او «تاوتریخوالي» په زیاتوالي تورن  شوي او ادعا شوې، چې دوی د سمنګان د تېرې ورځې په برید کې خپلو عملیاتي او جنګي قطعاتو ته د تیارسي امر کړی او ژر به طالبان وځپي.

د کابل حکومت د ځواکونو له لوري طالبانو ته ګواښونه داسې مهال دي، چې طالبان وایي، د «کابل ادارې» عسکرو پر ولس بریدونه زیات کړي او د سنګین په څېر پېښو لاملین دي، چې ګڼ ولسي وګړي پکې مړه او ټپیان شوي.

د طالبانو له قوله « د سمنګانو په ولایت کې د تیرې ورځې برید، همدا ډول په ځينو نورو برخو کې د جنګ شدت د کابل ادارې د پيل شوو عملیاتو، لکه د هلمند د سنګین د پيښې غوندې په ملکي خلکو د و حشیانه حملو او د امریکايي ځواکونو لخوا له توافقنامې څخه د سرغړونو په غبرګون کې شوي، چې عمل نه؛ بلکې عکس العمل ورته ویلی شو.»

طالبانو د حکومت تر څنګ بهرنیان هم تورن کړي، چې په دوحه کې له شوې توافقنامې یې سرغړونې کړې او په ځیني ځایونو کې یې د حکومت په هلیکوپترو کې بریدونه کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close