نړۍ

عمران خان: په افغانستان کي طالبان د ازادۍ لپاره جنګیږي

imran_khan_wiht_capنن ټکی آسیا: په پاکستان کي د تحریک انصاف مشر عمران خان تیره ورځ د ایکسپریس نیوز سره په مرکه کي وویل چي هغه طالبان چي په افغانستان کي د امریکه په ضد جنګیږي هغه مجاهدین دي.

هغه وویل چي زما پر هیواد باندي که څوک یرغل وکړي، او هغه اشغال کړي، نو زه به هم د هغو په ضد جهاد وکړم، خدای دي وکړي چي بیابه ټوله نړی ماته تروریست نه وايي.

هغه وویل چي مونږ باید د خپلي ازادي لپاره وجنګیږو.

هغه زیاته کړه چي کله ما د طالبانو سره د مذاکراتو خبره کوله، نو دلته د امریکایانو یو څو طوطیانو دا خبره بده وګڼله، خو نن خپله امریکایان دا خبره مني چي جګړه د مسلې حل نه ده.

هغه وویل چي په دنیا کښي داسي لبرل کس هم سته چي خپل پر مساجدو او کورونو باندي بمبار وکړي.

دلته خلک د شخصي ګټو لپاره هیواد تباه کوي، په قبایلي سیمو کي په کال ۲۰۰۴ کي فوځي عملیات تر سره سول، او په همدې کال ۲۰۰۴ کي لومړې ځانمرګی برید وسو.

هغه سوال وکړ، چي تاسو ماته ووایاست چي تر دې دمخه د پاکستان په کومه سیمه کي ځانمرګي بریدونه کېدل، او کوم تروریستي عملیات کیدل.

د فوځي عملیاتو تر مخه چي یو دوه درې بریدونه کیدل هغه د استخباراتو له خوا تر سره کیدل، د استخباراتو هغو وګړو چي د جهاد په نامه باندي یې ډالر ګټل دهغو له خوا تر سره کیدل.

هغه زیاته کړه، چي په کوم هیواد کي چي د امریکایانو غلامان په واک کي دي، هلته تروریستي بریدونه تر سره کیږي، په ایران کي دا رنګه بریدونه نه کیږي، ځکه چي هلته د ولس نمایندګان په واک کي دي.

هغه وویل چي په پارلمنټ کي چي نن صبا کوم پسونه او بزې ناستي دي، هغوی د ډرون په ضد یو پرېکړه په اتفاقي توګه منظور کړي، او په عین هغه وخت کي بیا ډرون برید وسي، خو دده په وینا تر اوسه یوه غړي هم استعفی نه ده ورکړي، نومړي زیاته کړه چي په اصل کي دغه خلک د امریکا څخه ویریږي، ځکه د دوی ډالر هلته د امریکایانو سره پراته دي.

هغه وویل چي که زه د پاکستان وزیر اعظم سولم، نو تر ټولو تر مخه به اول پاکستان ازاد کړم، او دا اعلان به وکړم، چي ددې پس به له هیڅ یوه هیواد نه قرض وانه خلم، د ټیکس نظام به سموم، خلک به پر ټیکس ورکولو اماده کوم.

هغه ویل زه په سیاست کي د تبدیلۍ لپاره راغلی یم، او زما رول ماډل د طیب اردګان ترکي دی.

هغه وویل چي په اصل کي پاکستاني سیاست ته چي څوک راځي، هغه د مال جوړولو لپاره راځي، د ایبت آباد او د پي این ایس مهران د هوايي ډګر د پيښو وروسته باید وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني د خپلي دندې څخه استعفاء ورکړې وای، خو هغه داسي ونه کړه، ځکه چي د هغه په ګډون ټول سیاستمداران د مال جوړلو لپاره په پاکستان کي واک تر لاسه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x