
شخصیتونه او دریځونه
پوهاند محمد اسماعيل يون
هر ټولنیز او سیاسي شخصیت چې ارزوئ، نو د حاکمیت او محکومیت پر وخت یې تجربه کړئ. عبدالرشید دوستم ښه دی که خراب ؟ په تېرو دېرشو کلونو کې یې څه کړي؟ دا ټولو خلکو ته معلوم دي ، د هغه پر جنایتونو پرده غوړول دا په خپله تر جنایت پورته حالت دی. خو دوستم له ټولو بدرنګیو سره سره یوه ځانګړنه لري ؛ هغه دا چې د یو معلوم دریځ خاوند دی، که څه هم د ده دا دریځ د ده پر خپلو ځاني ، سمتي او قومي ګټو راڅرخي ، خو بیا هم تر نورو ، په تېره بیا تر پښتنو سیاستوالو یې دریځ څرګند دی. زه د نړۍ پر دویم تصنعي مفکر افسوس کوم چې د خپلې واکمنۍ دوام یې د داسې سترو شرمونو په بیه واخیست ، چې ده یې د خپل محکومیت پر مهال تصور هم نه شو کولای.
د غني پاچاهي به څلور کاله وروسته یا وړاندې ختمه شي. خو د دوستم مارشالي به د هغه تر مرګه وروسته هم دوام وکړي. د کرزي پاچاهي ختمه شوه ، خو دا ملت لا هم د فهیم د مارشالۍ کفاره ورکوي . غني به نه وي ، خو د دوستم مارشالي به ډزېږي.
عجیبه خو لا دا ده چې دا مارشالي هم په سیاسي چارو او د سیاسي بنبستونو د حلولو په برخه کې !؟ سړی حیران شي چې هغه کړکېچونه زېږولي او که حل کړي یې دي ؟؟
که د اخلاقیاتو برخه یې هم ور سره یو ځای کړې وای ، نو بیا به یې مارشالۍ ته تر دې هم ښه تو جیه پیدا شوې وای!؟ کله چې ښاغلي غني دا فرمان لاسلیکاوه ، نو ځان سره به یې ښه به یې خندلي وي ، چې همدا ملت ، همدا یې جمهور رییس او همدا یې مارشال!؟
دا ملت دومره کمزوری شوی ، چې زه یې قاتل ته مارشالي ورکوم ، خو دې ملت کې غوړه مالان دومره زیات شوي ، جې بیا هم په رسنیو کې همدا چغې وهي چې « بابا زرکلن شې» .
له قدرت او ځان سره د غني د لېونۍ مینې ځانګړنه د هغه نورو مامورینو او مامورګیو ته هم لېږدېدلې ده ؛ زموږ یو انډیوال و ، د غني د حاکمیت په لومړیو کې له دولتي څوکیو څخه لرې وساتل شو ، نو په خصوصي غونډو کې به یې د غني او په علني غونډو کې به یې د دوستم داسې غیبتونه کول، چې تا فکر کاوه له دې دواړو سره په عمر کې پوخلا نه شي، خو کله چې غني په یو وړوکي وزارت ونازاوه اوس یې نو د غني په صفتونو خوله نه مړېږي او د دوستم پر جنایتونو او مارشالۍ داسې غلی دی ، چې ته به وایې د سړي د لادرکۍ اعلان دې کړی وای، نو دې ته وایي د او مغلنو سیاستوالو شخصیت ، چې هره شېبه د متضاد تغیر په حالت کی دی، کله چې دې حالت ته ګورم ، نور پر ځان هم بې باوره شم.، نو ځکه خو مې له ځوان نسل څخه هیله ده ، چې زما په ګډون د هېچا پر خبرو باور مه کوئ ، زمو عمل ته وګورئ، ښه عمل د ښه شخصیت لپاره غوره معیار دی ، نه غوړې خبرې او هوایي ژمنې.
دغني بابا مخ خو ستا سو او د افغانستان د اولس هنداره ده چې خپل مخونه مو پکشې ګورۍ ! په یوو بیدار ملت کې داسې درواغجن احمقان حکومت نشي کولی ! پيسی د هم غلاموي او هم د خلاصوي خو تاسې ټول امریکایې دالرو غلامان او کلک تړلي یاست !!