دیني، سیرت او تاریخ

یواځې سترګې نه ړندیږي بلکې زړونه هم ړندیږي

مولوي محمدرضاء رحماني

امید لرم چې دا لېکنه به تر آخره راسره تعقیب کرۍ ان شاءالله ددې موضوع متعلق به ډېر څه تر لاسه کړئ !

دالله جل جلا له په قدرتونو او د کائناتو په تخلیق او هم له پخوانیو واقعاتو عبرت نه اخیستل زړه ړندوي

الله تبارک وتعالی په قرآن کریم کې فرمایي.

أَفَلَمْ يَسِيرُوا فِى الْأَرْضِ فَتَكُونَ لَهُمْ قُلُوبٌ يَعْقِلُونَ بِهَآ أَوْ ءَاذَانٌ يَسْمَعُونَ بِهَا ۖ فَإِنَّهَا لَا تَعْمَى الْأَبْصٰرُ وَلٰكِن تَعْمَى الْقُلُوبُ الَّتِى فِى الصُّدُور ِ[سُوۡرَةُ الحَجّ : 46]( ژباړه)

ایا هغوی په ځمكه كې ګرځېدلي نه دي، نو چې دوى لپاره داسې زړونه وى چې دوى په هغو سره پوهېدلى یا داسې غوږونه چې دوى په هغو سره دا واقعات اورېدلى، نو بېشكه خبره دا ده چې یواځې سترګې نه ړندېږي بلکې هغه زړونه هم ړندېږي چې په سینو كې دي.
(وضاحت)
دسلفو صالحینو څخه دا خبره نقل ده چې د فرعون د خدایۍ د دعوې او د الله تعالی د نیولو (ګرفت) تر مینځ د څلوېښتو کالو فاصله وه.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې الله تبارک وتعالی هر ظالم ته وخت (مهلت) ورکوي، او بیا یې چې اونیسي نو خلاصون یې نه وي.
خــــدا که پس میگیرد ★ سخت میگیرد

بیا نبي کریم صلی الله علیه وسلم دغه ایت مبارک ولوست
وَكَذٰلِكَ أَخْذُ رَبِّكَ إِذَآ أَخَذَ الْقُرٰى وَهِىَ ظٰلِمَةٌ ۚ إِنَّ أَخْذَهُۥٓ أَلِيمٌ شَدِيد ٌ[سُوۡرَةُ هُود : 102] (ژباړه)
او ستا رب چې كله کومې ظالمې سيمې نيسي، نو بيا د هغه نيول همداسې وي. په واقع کښې د هغه نيونه ډېره سخته او دردناکه وي.

بیا یې وفرمایل چې د ډېرو کلیو واله ظالمان چاچې د رسولانو تکذیب کړي وو مونږ تباه کړل ، او دهغوی محلونه کنډواله شوي دي اویجاړې پرتې دي، او د هغوی ودانۍ آبادئ خرابه شوې ،کوهیان چې تر پرونه آباد وو نن خالي پراته دي ، د هغوی هغه سپین بړقیدونکي لوړ پاخه برجونه نن وران شوي دي ، ددې مضبوطو ودانیو مضبوطیا دوی لپاره آمان ور نکړ، ددې ودانیو ښایست او مضبوطیا بیکاره ثابته شوه ، د الله جل جلاله عذاب دړې وړې کړل ، لکه څنګه چې دا فرمان دی!

أَيْنَمَا تَكُونُوا يُدْرِككُّمُ الْمَوْتُ وَلَوْ كُنتُمْ فِى بُرُوجٍ مُّشَيَّدَةٍ ۗ
[سُوۡرَةُ النِّسَاء : 78] پاته شو مرګ، نو هرچيرې چې ياست هغه په هر صورت درتلونكى دى، كه تاسي په هر څومره محكمو(ټینګو) قلعه ګانو کې ځانونه محفوظ کړئ د مرګ څخه هلته هم نشئ خلاصیدلای.

امام ابن ابي الدنیا رحمه الله په کتاب التفکیر والاعتبار کې دا روایت رانقل کړی دی چې الله جل جلاله موسی علیه السلام ته وحی وکړه چې أئ موسی!

د اوسپنې څپلۍ په پښو کړه او د اوسپنې عصاء واخله په ځمکه کې وګرځه آثارو ته ګوره عبرتونه أخله ، ستا د اوسپنې څپلۍ او عصاء به ټوټه ټوټه شي مګر هغه به ختم نه شي.

په همدې کتاب کې: د بعضو هوښیارانو قول دی وایي چې خپل زړه په وعظ نصیحت سره ژوندی کړه ، غور او فکر سره یې نوراني کړه ، او په زهد او د دنیا څخه په ساتلو یې مړ کړه ، په یقین سره یې قوي کړه ، د مرګ په یاد سره یې زلیل کړه ، او د فنا په یقین سره ورته صبر ورکړه ، د دنیا مصیبتونه ورته مخکې کیږده سترګې یې ور وغړوه ، د زمانې تنګي ورته په ګوته کړه دهشتناک یې جوړ کړه ، د ورځو په اوښتو را اوښتو یې پوهه کړه بیدار یې کړه ، پخوانیو واقعاتو سره یې عبرتناک جوړ کړه ، مخکینیو قصو سره یې هوښیار کړه ، او دهغوی په ښارونو کې او د هغوی په حالاتو کې یې په فکر کولو عادت کړه ، اوګوره چې ګنهګارانو سره د هغوی معامله څنګه او څه شوه ، هغوی څنګه هلاک شول ، نو دلته هم دغه فرمان دی چې د پخوانیو خلکو واقعات په مخکښې کیږدئ او زړونه پوهه کړئ د هغوی رېښتوني واقعاتو څخه عبرت حاصل کړئ.

داخبره واورئ چې صرف سترګې نه ړندیږي بلکې تر ټولو بد ړوندوالی د زړه دی ، اګر چې سترګې صحیح سالمې موجودې وي خو د زړه د ړوندوالي له أمله نه عبرت أخیستلای شي او نه د خیر او شر تمیز کولای شي.

ابو محمد ابن حیان أندلسي رحمه الله چې په ۵۱۷ هجري کې وفات شوی ،دا مضمون پخپلو څو اشعارو کې بیان کړی چې د هغو خلاصه داده.

أئ هغه انسانه! چې ګناهونو کې خوند اخلې آیا د خپل زوړوالي او د بد انجام څخه هم بې خبره یې؟ که نصیحت درباندې أثر نه کوي نو ولې د لیدلو آوریدلو څخه هم عبرت نه حاصلیږي؟ واوره! که سترګې او غوږونه خپل کار ونکړي دومره بده خبره نده څومره چې د واقعاتو څخه عبرت نه اخیستل بده خبره ده ، په یاد ولره چې نه به دا دنیا باقي پاتې شي نه لمر او سپوګمۍ ،اګرچې زړه به دې نه غواړي خو یوه ورځ به د زړه په ناخوښۍ سره د دې دنیا څخه کوچ کوې ، هغه که خان دی که غریب دی که د ښار اوسیدونکی دی او که د کلي دی. تفسیر ابن کثیر ج ۳ ص ۲۳۰/۲۳۱

ربنا تقبل منا انك انت السميع العليم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx