افغانستان

د کابل – کندهار پر لویه لار د امنیتي پېښو د کمولو لپاره امنیتي پوستې ډېریږي

نن ټکی آسیا: د میدان وردګو والي عبدالمجید خوږیاڼي بهرنیو عسکرو ته د اکمالاتو د رسونکو موټر چلوونکو سره له یوې ناستې وروسته اعلان وکړ، چې د میدان وردګو په مربوطاتو او د کابل کندهار د لویې لارې په اوږدو کې به د هغوی د امنیت د خوندیتوب په موخه امنیتي ځواکونه او پوستې ډیرې کړې.
نوموړي وروسته له هغې د کابل -کندهار پر لویه لار د امنیتي ځواکونو د ډېرښت پرېکړه اعلان کړه، چې وړمه ورځ بهرنیو ځواکونو ته د نظامي اکمالاتو لېږدونکو موټر چلوونکو د میدان وردګو د ولایت مقام مخې ته را ټول شول او له حکومت څخه یې په دې سېمه کې د امنیتي ستونزو د هواري او د دوی پر وړاندې د شته خنډونو د له منځه وړلو غوښتنه وکړه.
دوی همدارنګه پر حکومت باندې د فشار اچولو په موخه د دوو ساعتونو لپاره د کابل -کندهار سړک د ترافیکو پر مخ وتاړه، چې بیا وروسته د دوی او حکومتي لورې ترمنځ د تفاهم په پایله کې بېرته لاره خلاصه شوه.
د اکمالاتي موټرو چلوونکو له والي وغوښتل، چې د دغه ولایت په مربوطاتو کې دې د دوی د امنیت د نیولو لپاره د ملي اردو عسکر وګماري او پوستې دې ورکړل شي.
ښاغلي خوږیاڼي وویل، چې دغه مسأله یې له دفاع وزارت سره مطرح کړې او ډېر ژر به د یادې لویې له لارې د امنیت د تأمین په غرض سېمي ته نور زیات د ملي اردو عسکر را واستول او موظف شي.
د کابل -کندهار لویه لار، چې له میدان وردګو،غزني او زابل ولایتونو څخه تېریږي او کابو څوارلس کاله وړاندې د نوي حکومت له راتګ سره جوخت یې د ډامبر کولو چارې پيل شوې، له څه باندې لسو کلونو راهیسې په دغه مسیر کې پر نظامي، اکمالاتي او نورو حکومتي موټرو او کاروانونو باندې د طالبانو د زیاتو بریدونو او چاودنو له کبله کابو ګام په ګام بېرته کنډ و کپر شوی.
پر دې لاره د تلونکو مسافرو او موټر چلوونکو په وینا، یوازې میدان وردګ نه بلکي له کابله نیولې بیا تر کندهاره پورې د سړک په ټولو شاوخوا پرتو سېمو د طالبانو نفوذ دی ؛ځکه نو داسې ورځې ډيرې کمې او آن د نشت په حساب دي، چې پکې نظامي کاروانونه او اکمالاتي موټرې تر برید لاندې نه وي راغلي.
د امنیتي مسایلو شنونکي په دې باب حکومت ناتوانه بولي او زیاتوي، چې ځواکونه یې د دې وړتیا نلري، چې له هر څومره ډېرښت سره بیا هم د دې لارې امنتیت تامین کړای شي.ځکه د دوی په وینا له تیرې څه باندې یوې لسیزې حکومت ټول امکانات په کار واچوال،چې دا چاره تر سره کړي؛خو ونه توانېدل، نو اوس به هم ښایې په یوه خاصه سېمه کې د امنیتي پوستو ډېرښت دا تشه ډکه نکړای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x