نظــر

په ځینو رسنیو کې د جعلي خبر د تکذیب په موخه د مولوي رحمت الله کاکازاده وضاحت

مولوي رحمت الله کاکازاده

اعوذ بالله من الشیطن الرجیم، بسم الله الرحمن الرحیم،. قال ﷲ سبحانه و تعالی فی کتابه الحکیم
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ جَاءَكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَإٍ فَتَبَيَّنُوا أَنْ تُصِيبُوا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلَىٰ مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِينَ.

ژباړه او مفهوم: «ای مۇمنانو!
کله چې د ﷲ جل جلاله له اطاعته یو وتلی کس(فاسق)تاسې ته د (چا یا کومې پیښې په اړه)خبر در وړي،. نو تاسې یې تحقیق، پلټنه او تنقیح وکړئ، هسې نه چې په ناپوهئ کې(د خبر پر حقیقت،ماهیت، موخې او تر شا اغراضو د نه پوهیدلو او په دې ډول پر خبر د بیړني باور له امله)کوم قوم(ډله یا شخص) ته تاوان ورسوئ او بیا چې(پر دې پوه شئ چې خبر جعلي، استخباراتی او مغرضانه وو) نو بیا هغه مهال پر خپلو کړو پښیمانې څرګندوئ(چې ښکاره ده د تاوان له رسیدلو او رسولو وروسته پښیماني کومه ګټه هم نه لري)»

د تاند په ګډون په ځینو رسنیو کې په وروستیو کې یو خبر خپور شوی چې ګواکې کې زه مولوي رحمت ﷲ کاکازاده، په کراچۍ کې د افغانستان د اسلامي امارت جنرال کونسل په وروستیو وختونو کې کابل ته د اسلامي امارت د مشرتابه او په تېره بیا د صدر ابراهیم صاحب له کوم پیغام سره کابل ته تللی یم اوګواکې هلته مې د کابل د ادارې له چارواکو سره کتلي دي.

دې حقیقت ته په پام سره چې دا خبر نګه درواغ، بهتان او افترا ده، پر انټرنټ د خپریدونکو جعلي خبرونو یا فیک نیوز هغه بیلګه ده چې په عامه عُرف کې ورته ژړ ژورنالیزم ویل کیږي.

د جعلي خبرونو جوړونکي او خپرونکي دواړه د یو چا د شخصیت د ترور او تخریب په موخه د استخباراتي کړیو په اشاره دا ډول خبرونه خپروي او له بده مرغه د تاند په
څېر انټرنټي رسنۍ پرته له دې چې د پورته قرآني آیت او د ژورنالیزم له اصولو سره سم یې تحقیق او پلټنه وکړي او یا هم د خبر له مطلوبه ټارګټ کس سره کراس چیک کړي، پسې خپور یې کړي.

بله دا چې یو څوک د اسلامي امارت له کوټلې تشکیلاتي نظم نه خبر وي، نو هغه به حتماََ پر دې هم پوه وي چې موږ هم الحمد ﷲ له اسلامي امارت سره د بیعت په لړۍ کې پېيلي یو او قطع نظر له دې چې رسمي دنده لرو کنه، د امیر د اطاعت په برخه کې ټولو هغو اصولو ته ژمن او پابند یو چې په قرآن کریم، نبوي لارښوونو او د افغانستان د اسلامي امارت په لوائحو کې په ډاګه شوي دي، بناءََ څنګه چې په دې ورځو کې ما ته د امارت د مشرتابه له لورې له کوم جهت یا فرد سره د خبرو اترو او پیغام رسَوَنې هېڅ مېنډېټ نه دی راکول شوی، ځکه نو هم کابل ته زما د تګ په اړه خپور شوی خبر کاملاَ درواغ او بې اساسه دی.

تر ټولو مهمه دا چې د کابل له ادارې سره د خبرو اترو په اړه د اسلامي امارت برحق دریځ ډېر واضح او ښکاره دی چې وخت په وخت د امارت د ویاندویانو له لورې د رسنیو له لارې اعلان شوی هم دی.

نو رسنۍ په تېره بیا تاند باید ځان د خلکو تر منځ د شخصي عقدو او سلیقو قرباني نکړي، زما په برخه کې خپور شوی دغه خبر چې د استخباراتي کړیو له لورې د ژورنالست تر جامه لاندې د معلوم الحاله جاسوسانو له لورې دېکته شوی دی په سملاسي ډول یا حذف او یا هم د ژورنالیزم له اصل سره سم زموږ دغه غبرګون هم کټ مټ خپور کړي، کنه نو زه د دغه جعلي خبر له امله د خپل متضرر شوي عُرفي حیثیت د اعادې په موخه د نړیوالو او هیوادنیو قوانينو له مخې هر حقوقي اقدام د ځان حق بولم.

زه د دې اعلامیې له لارې یو ځل بیا ټول ولس ته ډاډ ورکوم چې موږ د سولې د هغه بهیر یوه نه جلا کیدونکي برخه یو چې د اسلامی امارت په لاس یې د اساس ډبره په ۲۹ فروري ۲۰۲۰ په قطر کې له امریکایانو سره د تړون له لارې کېښودل شوه. له دې پرته ټول بهیرونه لیدنې کتنې او د پیغامونو تبادلې نه يواځې دا چې کاذبې او د مغرضو استخباراتي کړیو د شومو شیطاني دسائسو محصول دي چې پایله به یې له ناکامي او رسوايي پرته بل هیڅ نه وي، بلکې موږ هېڅ وخت د ملت د داعیې او اجماع پر خلاف د داسې کوم بهیر برخه نه وو، نه یو او نه به شو.

ان شاءاللًٰه

مولوي رحمت الله کاکا زاده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

کاکا زاده بیا ځان مطرح کول غواړي .او مطرح به هم شې تشویش مه لره هلته څه نا څه ملاتړی پیدا کوی شی دا وطن چې جوړه نلري هم همدا وجه ده چې د انډیوالیزم ریښې قوی دي تر ریښتینولي. که تا د امیر اطاعت کولی بغاوت دی ولې کاوه خو د دنیا ډیر شوقی وي ارمان دې تر سر ه شو خو د پلار نوم ځان سره مه نښلوه ځکه هغه ښه فقیر سړی وو دهغه آخرت تر دنیا خوښ وو خو تا کې داصفت نشته

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x