ټولنیزه برخه

ستاسو د ارامۍ لپاره څو ښکلې جملې

ژباړه: بصيرالحق عادل

د دې لپاره چې روحاً ارام و اوسئ، فکري ننګونې ونه لرئ او خوښ اوسئ نو لاندې کارونه خپل عادت وګرځوئ.

۱: هره ورځ ۱۰ – ۳۰ دقيقې قدم ووهئ چې دا کار د ستړتيا ضد دی.

۲: هره ورځ يو ارام ځای کې د لسو دقيقو لپاره چوپتيا وکړئ، طبعي اوازونه واورئ او خوند ترې واخلئ.

۳: هرکله چې مو سهار خپلې ښکلې سترګې رڼې کړې نو دغه جمله پوره کړئ، [زما د نن ورځې تر ټولو ستر هدف . . . . . دی]

۴: له دې درې شيانو سره ژوند وکړئ:

انرژي، لېوالتيا او احساس

۵: د تېر کال په پرتله ډېر کتابونه ولولئ.

۶: هره ورځ دعا وکړئ، خدای ج ته مو دردونه او ارمانونه ووايئ او له خدای يې وغواړئ.

۷: له اويا کلونو لوړ او له شپږ کلونو ټيټ انسانانو ته وخت ورکړئ او مجلس ورسره وکړئ.

۸: له تازه مېوو او سبزۍ ډېره ګټه واخلئ.

۹: شين چای له بادامو او نورو ګټورو وچو مېوو سره وڅښئ.

۱۰: هڅه وکړئ د ورزې لږ تر لږه د درې کسانو پر شونډو د مسکا وسيله شئ.

۱۱: بې نظمي او ګډوډي له خپل کور، دفتر او د کار له مېز له منځه يوسئ.

دا هم ولولئ:  د کورونا (منفي) او (مثبتي) پېښي څه مانا؟

۱۲: خپله انرژي په منفي افکارو، تېر ژوند او هغه څه چې ګټه درته نه کوي مه مصرفوئ.

۱۳: سهار کې ډېر، غرمه کې لږ او ماښام کې هیڅ خواړه مه خورئ.

۱۴: ضرور نه ده چې په هر کار بحث کې ګټونکي شئ، کله کله د نورو اندونو اورېدلو او منلو ته هم اهميت ورکړئ.

۱۵: له تېر سره روغه جوړه وکړئ چې اوس مهال مو بهتر شي.

۱۶: هيڅکله خپل ژوند له نورو سره مه پرتله کوه.

۱۷: هيڅوک تاته خوښي نشي درکولی، ته خپله د ځان د خوشالولو مسؤليت لرې.

۱۸: هرکله چې درته يو غم او درد راتلو، نو له ځانه وپوښته چې: ایا پنځه کاله وروسته به همدا درد او غم ماته دومره اهميت ولري؟

۱۹: ټول خلک د ټولو شيان په خاطر وبخښئ.

۲۰: هغوی چې ستا په اړه فکر کوي، تاپورې اړوند نه دي.

۲۱: هر ښه او بد وضعيت بدليدونکی دی.

۲۲: د خپلې کورنۍ غړو ته همېشه زنګ ووهئ او ورياده کړئ چې تاسو د هغوی په فکر کې ياست.

۲۳: هره شپه بسترې ته له تللو مخکې دا جمله بشپړه کړئ چې: [نن د . . . . . . کار له امله خوشاله او منونکی يم.]

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx