افغانستان

پنټاګون افغانستان کې د پنځو اډو تخلیه کېدل تایید کړل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۵ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د امریکا دفاع وزارت «پنټاګان» رسما ومنله، چې ځواکونو یې په افغانستان کې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق سره سم پنځه نظامي اډې تخلیه کړې.

سي اېن اېن تلویزوني شبکې د پنټاګان له لوري د خپرې شوې اعلامیې په اساس لیکلي « د امریکایي ځواکونو شمېر د اته زره په شاوخوا کې پاتې دی، او پنځه نظامي اډې چې د امریکایي ځواکونو په لاس کې وې تخلیه او افغان شریکانو ته سپارل شوې.»

اعلامیه کې وړاندې راغلي، چې امریکا د خپلو وګړو، متحدینو او همکارانو د حفاظت او د ملي ګټو د ساتنې لپاره اړین صلاحیتونه په خپل ځای ساتي او  له ناټو سره په ګډه د تروریزم په وړاندې مبارزه روانه ساتي.

پنټاګان وروسته له هغه د امریکایي ځواکونو له لوري د پنځو اډو پرېښودل تاییدوي، چې تېره ورځ د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» وویل، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د توافق ۱۳۵ ورځې بشپړې شوې او موږ له کړې ژمنې سره سم هم د عسکرو شمېر کم کړی او هم مو پنځه نظامي بیسونه خالي کړي.

خلیلزاد که څه هم د تخلیه شویو نظامي بیسونو د موقیعت په اړه جزئیات نه دي ورکړي؛ خو یوه امریکایي چارواکي طلوع نیوز ته ویلي وو، چې امریکایي ځواکونه په هلمند، ارزګان، پکتیکا و لغمان ولایتونو کې له نظامي اډو وتلي.

طالبانو هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د توافق د یوه بند د عملي کولو او د نظامي مرکزونو دتخلیه کولو هرکلی کړی؛ خو تر څنګ یې ېامریکایي لوری تورن کړی، چې د بندیانو د خوشي کولو په شمول یو شمېر کړې ژمنې یې لا هم نه دي عملي کړې.

یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق له مخې امریکایي ځواکونه باید د توافق په لومړیو څلور نیمو میاشتو کې د خپلو عسکرو شمېر له ۱۲۰۰۰ څخه ۸۶۰۰ ته راټيټ کړي او له پنځو نظامي قرارګاوو خپل عسکر وباسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx