ټولنیزه برخه

د واده اداب

ژباړه: محمداسحاق تميم

۱- نرمي کول:
د زوم دپاره دا نیک کار دی چې کله پر خپل اهل ور داخل سي نو نرمي ورسره وکړي ، لکه یو شربت ور مخته کول یا داسې نور.
دې باره کې حدیث په مسند احمد کې سته.

۲-دعا ورته کول:
د خپل میرمني د سر د مخ پر حصه لاس ایښودل او دغه دعا ورته کول:
– اللّهُمَّ إنِّي أَسْأَلُكَ مِنْ خَیْرِهَا وَخَيْرِ مَا جَبَلْتَهَا عَلَیْهِ و     َأَعُوْذُ بِكَ مِنْ شَرِّهَا وَ شَرِّ مَا جَبَلْتَهَا عَلَيْهِ.

۳- دوه رکعته لمونځ کول:
د خاوند او میرمن دپاره دا مستحب دي چې د واده په شپه دوه رکعته نفلي لمونځ وکړي.
په دې اړه هم څه اثرات راغلی دي.

۴- د خپلي میرمن سره د جماع ( کوروالي یا یو ځای والي) په وخت کې دا دعا ویل سنت دي:
بسم الله اَللَّهُمَّ جَنِّبْنَا الشَّیْطَانَ وَ جَنِّبِ الشَّیْطَانَ مَا رَزَقْتَنَا.
ژباړه: یا الله! موږ د شیطان څخه وساته او شیطان د هغه اولاد څخه وساته چې ته یې موږ ته راکوې.

۵- د جماع په وخت کې ښځي ته راتګ:
د خپل میرمني د مخ طرف مخصوص اندام ته راتګ جایز دی او د شا مخصوص اندام ته راتګ حرام دي.
کوروالی د مخ په مخصوص اندام کې کېږي بیا که خاوند له هري خوا دغه مخصوص اندام ته راتګ کوي ، د بغل له خوا د مخ له خوا او یا هم داسې نور دا جایز دی ، خو د کوروالۍ اندام به نه بدلوي.

۶- د دوه واري کوروالی یا جماع کولو تر مینځ  اودس کول. دا یو مستحب ثابت عمل دی.
۷- د دوه وارې جماع کولو تر مینځ غسل کول تر اوداسه کولو ښه دی.

۸- د خاوند او میرمني یوځای غسل کول.

۹- د جنب دپاره د بیدېدو تر مخه اودس کول.

۱۰-د اوداسه په بدل کې تمیم وهل.

۱۱-د بیدېدو تر مخه غسل کول افضل او بهتره دی.

۱۲- د حیض مریضۍ په وخت کې د میرمني سره جماع کول حرام دي.

۱۳-عزل کول:

د خاوند د انزالېدو په وخت کې د خاوند مخصوص اندام د میرمني د مخصوص اندام څخه خارجول.

۱۴- که عزل و نسي نو دا کار ښه دی، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: چې اولادونه پیدا کړئ زه به ستاسو په ډېروالي د اخرت په ورځ فخر کوم.

۱۵- د دوی به په نکاح سره د خپل نفسو د پاکوالي نیت وي چې د حرامو څخه په نکاح کولو را وګرځو.

۱۶- په خپل کور کې د غسل لپاره یو حمام درلودل.

۱۷- د واده په سهار کې خپل کورنۍ ته ورتلل او د کورنۍ د طرفه دوی دوو ته دعا کول.

۱۸- ولیمه کول:
چې موږ ورته د واده ډوډۍ وایو ، دغه ډوډۍ د واده کولو وروسته چې په میرمني سره دخول وسي بیا ډوډۍ جوړول سنت عمل دی.

۱۹-په ولیمه کې سنت طریقه دا ده چې صالح او تقواداره انسانان را دعوت سي ، که فقیران وي یا غنیان.

۲۰- د غوښو نه پخول او د دې څخه بغیر د بل شي  پخول چې د ده په وس پوره وي او ورته اسان وي هم جایز دی.

۲۱- خاص غني خلګ دعوتول جایز نه دی بلکې مسکین خلګ به هم وي.

۲۲- د دې دعوت بلنه قبلول واجب دی او که څوک روژاتي وي هغه دې یې هم قبول کړي او روژه دې ماته کړي.

۲۳-په کومې ولیمه کې چې د ګناه عمل وي نو د هغه دعوت دې ور پرېږدي او نه دې ورځي.
۲۴- څوک چې دعوت سوی وي نو د هغه دپاره دوه کاره مستحب دي.

① د دعوت خاوند ته دعا کول د فراغت څخه وروسته.

② خاوند او میرمن دواړو ته د خیر او برکت دعا کول.

۲۵- څه غزلي او دریې وهل: دپاره د دې چې د نکاح اعلان په وسي. خو غزلي به مباح غزلي وي بې معنا به نه وي.

۲۶- د هغه څه منع کول چې د شریعت سره مخالف وي.

۲۷- د خپلي میرمني سره ښه ژوند کول واجب دی په هغه څه کې چې الله ورته حلال کړی وي.

۲۸- وصیت د دواړو دپاره:
چې د الله اطاعت به کوي د الله نافرماني به نکوي ، یو بل ته به تر هغه ورتېریږي چې تر څو الله هغه څه ورته حلال کړي وي.

هر یو به د هغه بل حقوق په خیال کې ساتي او تر حد به نه اوړي.

ماخذ: اداب الزفاف.
ژباړه محمد اسحاق تمیم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx