روغتیا

خطرناکې باکتریاوې لري؛ د خامو شېدو څښلو «۱۰» زیانونه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۵ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): ځینې خلک، په ځانګړي ډول په کلیوالو سیمو کې په دې باوري دي چې خامې شیدې روغتیا لپاره ګټورې دي په داسې حال کې چې خامې شیدې د جوش شویو شېدو په پرتله له ځان سره لویه برخه ویروسونه، باکتریاوې او بېلا بېل میکروبونه ساتي.

زیانونه:

له خامو شېدو څخه جوړ شوي محصولات لکه پنیر او ایس کریم د یو څه جدي خطرونو لامل کیږي، ځکه چې دا زیان رسونکي باکتریاوې لري، لکه ایکوولا، سالمونیلا، لیستیریا، بروسیلا، کیمپلوبیستر او کریټوسپوریډیم پراسایت.

د خامو شېدو لس څرګند زیانونه:

  • د څو څو ورځو لپاره اسهال
  • د معدې دردونه
  • په کولمو کې شدید درد
  • دوامداره قۍ کول
  • د انټي بیوټیک پر وړاندې مقاومت
  • فلج کېدل
  • د یوریمیک هیمولیتیک سنډروم، یوه ناروغي ده کله چې په پښتورګو کې د وینې کوچني رګونه د سوزش او زیان سره مخ کیږي.
  • پښتورګي له کاره لویدل
  • فلج ناروغي/دماغي سکته

هغه وګړي چې د خامو شېدو خوړلو څخه منع دي:

  • امیندوارې میرمنې
  • له پنځه کلنۍ کم ماشومان
  • له ۶۵ کلنۍ پورته کسان
  • د اوږدې مودې ناروغۍ خاوندان
  • د معافیت ناروغۍ لرونکي خلک لکه ایډز
  • د هغه درمل کاروونکي چې د معافیت سیستم او د میکروبونو سره د مبارزې وړتیا کمزورې کوي
  • چا چې په وروستیو کې ټرانسپلانټ کړی وي.

د خامو شېدو خطراتو د مخنیوي لپاره لارښوونې:

  • د جوش شوې شېدو محصولات وخورئ
  • نرم پنیر او ورته خواړه وخورئ، ځکه چې دا له جوش شویو شېدو جوړ شوی وي
  • شېدې او نور لبنیات په یخچال کې وساتئ، په داسې تودوخه کې چې له ۴۰ درجو زیاته نه وي.
  • د هغه شېدو او لبنیاتو محصولات چې وخت یې تیر وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx