ټکنالوژي

بریتانیا تر ۲۰۲۷م کال پورې د هوواوې پنځم نسل «5G» له تجهیزاتو ځان خلاصوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۵ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د بریتانیا حکومت په یوه نوې پریکړه کې د ۲۰۲۷م کال تر پایه په مخابراتي شبکو کې د هوواوې Huawei شرکت د  پنځم نسل له تجهیزاتو په بشپړ ډول د ختمولو اعلان وکړ.

د یادې پریکړې اعلان د بریتانیا د ثقافت او فرهنګ وزیر اولیور دوادین په ولسي جرګه کې د وینا پرمهال وکړ، هغه روښانه کړه چې د برتانیا مخابراتي چلوونکو ته په کار دي تر څو د راتلونکې ۳۱ دیسمبر پورې د هوواوې پنځم نسل (فایو جي 5G) تجهیزاتو پیر ودروي، چې له ټاکل شوې نیټې وروسته به ددې پیر غیر قانوني عمل ګڼل کیږي.

«په هغه حالت کې چې مخابراتي شرکتونه له چینایي شرکت هوواوې څخه د فایو جي تجهیزات اخلي او په دې لړ کې یې قراردادونه لاسلیک کړي، باید د ۲۰۲۷م کال تر پایه له دې ځانونه په بشپړ خلاص کړي».

له دې وړاندې په دې برخه کې د برتانیا حکومت د روان کال په جنوري میاشت کې د چینایي شرکت هوواوې د پنځم نسل 5G تجهیزاتو اخیستلو اجازه ورکړې وه. هغه مهال ددوی توجیه د بدیل نه شتون او د دولت لپاره د پنځم نسل شبکې ته اړتیا وه.

له هغې لږه موده وروسته په مئۍ میاشت کې د بریتانیا حکومت لخوا یو راپور خپور شو چې د بریتانیا لومړي وزیر بورس جانسن د خپل پلان په اړه خبرې کړې وې، هغه مهال نوموړي ویلي وو چې تر ۲۰۲۳م کال پورې د ۳ کلونو په اوږدو کې به د هوواوې تجهیزات په بشپړ ډول ودروي.

د امریکا حکومت د چین سره د ټکنالوژي په برخه کې پر هوواوې شرکت بندیزونه لګولي چې په دې لړ کې یې د بریتانیا په حکومت فشار راوړی چې ددې شرکت څخه د پنځم نسل شبکې تجهیزات ونه پيري او ددوی سره د شوي قراردادونو ختمولو پریکړې نهایي کړي.

د امریکا حکومت د بندیزونو په لړ کې د ګوګل په ګډون یو شمېر مشهورو شرکتونو له هوواوې سره خپل تړونونه لغوه کړي وو، خو هوواوې شرکت وایي چې ددوی شرکت د بندیزونو سربېره خورا پرمختللی روان دی.

د هوواوې شرکت لخوا د ۲۰۲۰م کال مالي پایلې اعلان شوې چې د کرونا ویروس سربېره یې د تېر کال په پرتله د روان کال تر نیمایي په عایداتو کې ۱۳.۱ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x