نظــر

د واک د وږي لیوه لخوا دې مارشالي تلپاتې نه ده

نظرمحمد مطمئن

یو سړی په ګوډه پښه ارګ ته ورغی، ډاکټر غني ته یې وویل، زه پوهیږم چې څه ډول د ثبات او همپالنې په ډله کې نفاق راولم، خو په دي شرط چې ماته به … وزارت راکوي.

ډاکټر صاحب ورته ویل، ژره کوه، راته ویه، دستي ، همدا نن دي وزیر اعلانوم، هغه څنګه؟ دوی به څنګه بې اتفاقه کوي.

ارګ ته ورغلي سړي وویل:”دوستم ته به مارشالي ومنو هغه به له عبدالله څخه را جلا کړو او محقق ته به پیسې ورکړو.”

سړی وزیر شو، دوستم ته یې ټلیفون وکړ، مبارکي یې ورکړه “تاته مارشالي در کوي، خبره مې کړي.”

استاد محقق ته یې ټلیفون وکړ، ورسره ویې لېدل، ورته یې وویل:”په ټاکنو کې به دي مصارف شوې وي، میلمانه دي زیات دي، یو میلیون ډالر به دي بس وي. ”

مخکې له دي چې د ډاکټر غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ تړون او توافق وشي، دا دوه کارونه وشول، کله چې د عبدالرشید دوستم لپاره د مارشالي خبره د تړون متن کې راغله، همدا وخت و چې ځینو ډاکټر اشرف غني ته ویلي و چې دابه ډیر تاریخې شرم وي چې ستاسي په وخت کې دا کار وشي.

د شپې له سوچونو وروسته یې سهار ډاکټر عبدالله ته ټلیفون وکړ “ستا برخه کې به دوه نور وزارتونه زیات کړم خو دوستم راضي کړه چې له دي تیر شي چې مارشالي رتبه ورکړو.”

ډاکټر عبدالله چې له دوستم سره خبرې وکړي، هغه ورته وویل، د همدې رتبې لپاره ژوندی یم، همدا مې د ژوند ارمان دی، ۴۰زره پښتانه مې وژلي(دده په خوله)، تر هر چا مې ډیر پښتانه وژلي، پریږده چې ددې په نوم پښتون په حکومت کې دا تر ټولو لوړه نظامي رتبه واخلم.

ډاکټر عبدالله خپل سیال ډاکټر اشرف غني ته ټلیفون وکړ “ډاکټر صاحب! خپله دي وعده ور سره کړي، خپله وعده پر ځای کړه.”

نن دادی په جوزجان کې د پښتون ولس تر ټولو لوی قاتل عبدالرشید دوستم د مارشالي مراسم په داسي حال کې جوړ شوې، چې نه د دوستم د ډلې غړو، او نه هم د غونډې کوم ویناوال له ډاکټر اشرف غني څخه مننه وکړه.

عبدالرشید دوستم هم تر ټولو ډیره مننه، لومړی له ډاکټر عبدالله عبدالله وکړه، او دا رنګه د مارشالي رتبې له فرمان ورکولو یې له ډاکټر غني مننه وکړه.

په زړه پورې لا داده چې د مصالحې د عالي شورا د مشر ډاکټر عبدالله عبدالله لخوا د جګړې د ډګر تر ټولو لوړ مډال د دوستم پر اوږه ور وټومبل شو.

تاریخ یې له لیک او ثبت څخه عاجز دی، په واک کې د پاتې کېدو لپاره دومره ناوړه معامله، دایې لومړۍ نه ده، له دي مخکې یې د هیواد قباله امریکایانو ته ورکړه، له امریکا سره یې امنیتي تړون لاسلیک او د افغانستان خپلواکې او ګټې یې ټولې نالېدلې وکتلي.

خلقیان او پرچمیان چې په ټولو یې ملامتوو، د هغوی د واکمنۍ څلورو دولت مشرانو، حتی ببرک کارمل یې هم په نظامي لوړو رتبو کې دومره بې عقلي ونه کړه، ډاکټر نجیب چې له سخت سیاسي او نظامي کشمکش سره مخ و، د دروغو قهرماني رتبې یې ورکولي، خو دا تیروتنه یې ونه کړه چې د پښتنو قاتلانو ته د مارشالي رتبه ورکړي.

استاد برهان الدین رباني که څه هم څلور کاله په واک ګيده واچوله، دوه کاره یې وکړل، د هیواد تجزیې سره یې لیوالتیا نه وه، او کله چې طالبانو کابل ونیو، استاد خپل حکومت په مزار ښار کې اعلان کړ، خو مزار شریف یې د خپل حکومت رسمي پلازمینه نه، بلکې په موقت ډول دغه ښار د خپل حکومت لپاره مرکز اعلان کړ.

دارنګه استاد برهان الدین رباني په خپل وخت کې د نظامي رتبو په ورکړه کې لږ تر لږه ځنډ کاوه، او دفاع وزیر احمدشاه مسعود ته یې هم د مارشالي رتبه ور نه کړه.

دا غلط بستر، د امریکایانو په اوږو سپور، واک ته رسيدلي حامد کرزي کیښود، د خپل واک د غځيدو، او له جنرال قسیم فهیم څخه د ډار له کبله یې هغه ته د مارشالي رتبه ورکړه.

دادی د لړزیدلي واک د بقا لپاره، نن ډاکټر اشرف غني هم، هغه عبدالرشید دوستم ته، چې دده په خبره، لوی قاتل دی، همده ته یې مارشالي رتبه ور کړه، خو مظلوم پښتانه په لیري پرتو سېمو، کابل او نورو لویو ښارونو کې هم په امن نه دي.

هیڅ داسي شرم نور نه دی پاتې چې په تیرو ۲۰ کلونو کې دي افغان ولس نه وي ليدلي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سرفراز زنیخېل

زه دیو نظامی پخوانی افسر په حیث نن دافغانستان په تاریخ کی تر ټولو توره بی شرمه او نه بښونکی ورځ بولم.راتلونکی حکومت چی په سر کی به یی طالبان او دافغانستان اصلی وارثین وی نور باید دغلو جنایتکارانو اوسیکولریزم ته دابد لپاره دپای ټکی کیږدی

جمیل

ښاغلی مطمئن صاخب پخپلی آخری کرښی کښی ښه پوره ښوولی دی . د بیشرمو پاچاهی همداسی وی . پدی اوسنی غلام نظام کی خو زه تر دی دوستم بل غټ وفاداره نه وینم چی د اشغالکرو لپاره یی دومره افغانان شهیدان کړی وی ، که د دی ظالم فاجر ټوله جرمونه بیان سی تبصره اوږدیږی ، نو که تر مارشالی بل پورته منصب وی هم باید ده ته ورکړل سی . بیا یی امریکایی مړو ته شهیدان وویل ، بل څوک به دا جرءت وکړی ، مارشال خو همدیته وایی . د ده هم یو څو میاشتی پاته دی ،… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close