افغانستان

دوستم ته په رسمي ډول د مارشالۍ رتبه ورکړل شوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۵ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د شخصي ملېشو قوماندان او زاړه جګړه مار «عبدالرشید دوستم» ته د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې په رسمي ډول د مارشالۍ رتبه ورکړل شوه.

دغه مراسم چې د کابل حکومت د پخلاینې عالي شورا رییس «عبدالله عبدالله»، د اشرف غني د دفتر رییس «احمد شاکر ګارګر» او یو شمېر نورو پخوانیو او اوسنیو دولتي چارواکو پکې ګډون درلود، نن په جوزجان کې برابر شوي وو  او په مهال یې د عبدالله عبدالله له لوري د مارشالۍ مډال د دوستم په اوږه وټومبل شو.

عبدالله عبدالله او د اشرف غني د دفتر رییس دواړو دوستم یو فعال شخص او د هیواد په سیاسي مسایلو کې د «رغنده رول څښتن» یاد کړ او نوموړي ته یې د مارشالۍ د رتبې مبارکي وویله.

پخوانی جګړه مار او د شخصي ملېشو قوماندان دوستم چې په جنسي تېریو او د افغانانو په ډله ییزه وژنه تورن دی، د عبدالله عبدالله او اشرف غني تر منځ  د واک د وېش د توافق  په اساس ورته د مارشالۍ رتبه ورکول کېږي.

دوستم چې ادعا کوي، تر شپږم ټولګې پورې زده کړې لري، په خپله نننۍ وینا کې يې د تېر په څېر د طالبانو د ځپلوګواښ وکړ، او ادعا یې وکړه، چې د مارشالۍ لایق دی.

نوموړي ددې تر څنګ امریکایانو ته خواست وکړ، چې له افغانستانه دې په بیړه نه وځي.

په ټولنیزو رسنیو باندې دوستم ته د مارشالۍ رتبې ورکولو پراخ غبرګونونه راپارولي، دوستم «نالایق» او «د پښتنو قاتل» بلل  شوی او غني تورن شوی، چې «بې سواده» او «مجرم» دوستم ته یې د مارشالۍ د رتبې په ورکولو  سره «تاریخي خیانت» کړی.

سیاسي او ټولنیز فعال «شفیع اعظم» پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي « امریکا د اشغال پېل فهیم ته په مارشالي او پای یې دوستم ته په مارشالي وکړ.»

د لونګین کوچي په نوم یو بل فعال لیکلي « کوم نظامونه!!چې له بهره پالل کیږي، د مارشالي ډرامې پکې معمول وي خو یاد لرئ مونږ یو روښانه سباوون په مخ کې لرو دغسې مارشالي جنرالي ډګروالي چې اشغال ته په خدمت کولو رامنځ ته سوې دي کثافات دانې ته به غورځول کیږي.»

احمد بلال انیس بیا دوستم ته د مارشالۍ د رتبې ورکول خندوونکي بولي او لیکي « هر څه مو خندونکې ده، لومړۍ رتبه اخلئ بيا فتحو ته ملا تړئ. ستاسې دا مارشال پنځه کسه طالبانو په ځلونو ځغلولئ، همدا مفکر او همدا يې مارشال.»

یاده دې وي، چې د دوستم د مارشال کېدو فرمان د غني له لوري اوونۍ وړاندې لاسلیک شوی و او داسې ویل کېدل، چې په کابل کې به مراسم ورته جوړېږي او غني به پکې ګډون کوي؛ خو څرګنده نه ده، چې ولې مراسم په جوزجان کې د غني له موجودیت پرته جوړ شول.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

The man who repeatedly raped Afghan teenagers and killed Afghan babies and mothers for the last 40 years, has been promoted to the position of being Marshal of Afghanistan.

Adam Khan

The promotion of Dostem will further strengthen the position of Taliban among all Afghans. It will also bring a unity among all Afghans to stand and support the Taliban with one voice. The trust and confidence of Afghans on Taliban are growing rapidly WA MULLA OSMANA, PA KOOR DE KANRAI PRIWZA DA ASMANA This promotion is given to Dostem at the right time but not at the right place. To promote someone to the marshal position, there should be all the army generals present and must be in Kabul in the presence of the president Here Ghain is keeping away… نور لوستل »

Pattang

شیطان ته ګوره چې د سپي په غاړه طوق لعنت ور تړي ! دا مارشالي تر اخره نه پاته کيږي مارشالي خاص شرائط لري !!

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close