افغانستانورزش

پر اخلاقي فساد تورن کرام الدین کریم له عمري بندیز او یو ملیون ډالر جریمې سره مخ شو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۵ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د سپورت نړیوال قضایي ارګان او د سپورت لپاره د منځګړیتوب محکمې د افغانستان د فوټبال فدراسیون پر پخواني مشر کرام الدین کریم د ټول عمر لپاره بندیز او د یو ملیون ډالر جریمه تایید کړه.

له دې وړاندې د افغانستان فوټبال فدارسیون پخوانی مشر د ښځینه فوټبال لوبغاړو لخوا تورونه پوري شوي وو چې پر دوی یې څو څو واره جنسي تیری کړی دی، چې وروسته د فیفا لخوا د بشپړو څیړنو غوښتنه وشوه.

د فوټبال نړیوال فدراسیون «فیفا» د څیړنو او تحقیقاتو په لړ کې دا موندلې وه چې پر نوموړي لګېدلي تورونه سم دي او هغه یې د تېر کال جون میاشتې په ۸مه نېټه د فوټبال له هر ډوله بهرني او کورني فعالیت څخه د ټول عمر لپاره بند کړ.

له هغې وروسته د افغانستان لویې څارنوالۍ نوموړی له هېواده ممنوع الخروج اعلان کړ او د نوموړي د نېولو حکم یې صادر کړ، خو تر دې دمه کرام الدین نه محکمې ته حاضر شوی او نه هم د کورنيو چارو وزارت لخوا نېول شوی دی.

د تازه شوې پریکړې په اړه د محکمې بیان وايي، «ددې مسئلې پینل په ګوته کړې، د بډو اخیستو او لوبې فیکس کولو برعکس چې د سپورت بشپړتیا ته زیان رسوي، د کرام الدین کریم جرمونو له بشپري حقونو سرغړونه کړې او د ځوان ښځينه لوبغاړو رواني او فزیکي وقار او بشپړتیا ته یې زیان رسولی دی».

د سپورت لپاره د منځګړیتوب محکمې CAS په وینا، ډیری ښځينه لوبغاړو د کرام الدین پر وړاندې ګواهي ورکړې وه چې هغوی یې د ۲۰۱۳م تر ۲۰۱۸م کال پورې له جنسي پلوه ځورولي دي.

محکمې او فیفا پر نوموړي تر ټولو سخت بندیز ولګاوه چې د ټول عمر لپاره بندیز او یو ملیون امریکایي ډالره جریمه ده.

د سپورت محکمې ویلي، د کرام الدین کریم ناوړه عملونو سره د ښځینه لوبغاړو نه یوازې کیریئر تباه شوی بلکې ددوی ژوند یې سخت زیانمن کړی دی».

د فوټبال نړیوال فدراسیون د محکمې ددې پریکړې هرکلی کړی او تایید یې وکړ چې دوی د فوټبال په ټولو کچو کې د فزیکي، رواني او جنسي تیریو پر وړاندې د صفر زغم پالیسي لري.

د بشري حقونو د څار بنسټ له افغان حکومت غوښتي وو تر څو د نوموړي او هغه کسان چې په دې قضیه کې ښکیل دي ژر تر ژره ونیسي او پر وړاندې یې د لویې څارنوالۍ پریکړه عملي شي، خو افغان حکومت لا هم په خپله کړنه کې ناکام دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x