د واحد فقیري سیاسي نوټونه

امریکايي میډیا: امریکا په افغانستان کي پنځه نظامي اډې تخلیه کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۵ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د امریکا مشهور خبري ویب سایټ (د هیل) د جولای پر ۱۴ مه لیکي د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د سې شبنې په ورځ اعلام وکړ چي په افغانستان کي امریکايي عسکرو پنځه نظامي اډې تخلیه کړې، او د قطر د موافقې سره سم يې د خپلو عسکرو شمېر هم راکم کړ. 

د پنتګان سرکرده ویاند وایي«همدااوس په افغانستان کي د امریکايي عسکرو شمېر اته نیم زرو ته راکښته سو، او پنځه نظامي اډې افغان حکومت ته انتقال او تسلیم سوې.» هغه زیاته کړه«خو اوس هم موږ د خپل ځان،‌ د خپلو ملګرو، او د خپلو ملي ګټو د ساتلو ظرفیت او قابلیت له لاسه ندی ورکړی.»

—————-

په همدې لړ کي، د سي این این جهاني خبري شبکه د جولای پر ۱۴ لیکي که څه هم امریکا په افغانستان کي‌ پنځه نظامي اډې تخلیه کړې، خو د دفاع د وزارت پدې نوي اعلامیې کي دا ندي ذکر سوي چي طالبان لا اوس هم د القاعدې سره تړاو او اړیکي لري. البته،‌ پنتګان تېره میاشت پخپل یوه رپوټ دا خبره ذکر کړې وه.

سي این این لیکي د سیګار د مې د میاشتي رپوټ وايي چي طالبانو پر افغان ځواکونو باندي خپلي حملې زیاتي کړيدي.

د پنتګان اعلامیه وايي«متحده ایالات خپلو ژمنو ته پابنده ده، او احترام ورته لري. نو لهذا ګرده طرفونه باید تشدد راکم کړي، او په افغانستان کي د دایمي سولي د لاسته راوړلو لپاره  بین الافغاني خبرو ته ننوځي.»

———————

بلخوا، اسوشیټډ پریس لیکي چي د سیې شبنې په ورځ جنرال مک کینزي په کابل کي وو، او د جمهورریس اشرف غني سره یې د افغان د سولي په باب مجلس کړیدی. جنرال مک کینزي ویلي دي چي امریکا به اجازه ور نه کړي چي افغانستان یو ځل بیا د یاغیان په اډې بدل سي. 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

پاتی نوری به هم تخلیه کړی .
چی پخپلو طفیلی غلامانو به څه وکړی ؟
داسی ښکاری چی یتیمان یی پریږدی .
واه ! د مظلومو زړونه به یخ سی .

الحاج استاذ بیانزی

امریکایانو هدی په خپله خوښه نه دی خالی کړی بلکه خالی کولو او شړلو ته مجبور او دوحه کی توافق یی وسیله شو. که دوی په خپله دا کار کولو دا شل کاله یی په میلونو مظلوم اولس او هم خپل خلک ولی وژل اوس هم نه غواړی چه له دی هیواده ووځی اوس هم د زمکی لاندی او باندی ډیری زیرمی ذخیره دی چه دوی لا تر اوسه نه دی لوټ کړی ، متل وایی شده او ماسته د هر چا خوښیږی مګر د پیشو پسی خڼی راوتی ، دغه ځیرمی د هر چا خوښیږی مګر د انګریزانو پسی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close