د ولس مشر کرزي ناوخته څرګندونې

نن ټکی آسیا – سرمقاله: ولس مشر كرزي په خپلې هغې مرکې کې چې له اتلانتیک مجلې سره یې په دې وروستیو ورځوکې کړي ویلي چې په افغانستان کې روانه جګړه رښتينې نه، بلکې توطيه ښکاري او امريکا د دغې توطیې له پلي کولوڅخه په سیمه کې د جګړې خورېدل غواړي.

نوموړي دا هم ویلي چې “زه د دغې توطيې پر خلاف ولاړ يم؛ خو امريکايان او نور غربيان دا جګړه د دې لپاره خوروي، ترڅو موږ له يو بل سره په جګړه کې ښکېل و اوسو او دوى وکولى شي خپلې طرحې پر موږ او پر دغې سيمې عملي کړي.

د ولسمشر کرزی دغه څرګندونې تر وخت تيرې او ډیرې هیښوونکې دي ؛ ځکه نوموړی د افغانستان د جمهور رئیس په حیث ایله دیارلس کاله وروسته په دې پوه شو چې د افغانستان جګړه یو توطیه او امریکایان د افغانستان او سیمې بي ثباتي غواړي.

ښاغلي کرزي په خپلې مرکې کې یوشمیر داسې حقائق ویلي چې هغه په افغانستان باندې د امریکایانو د یرغل له پیله شخصا د ده په وسیله عملي شوي او که چیري نوموړي ریښتیاهم نه غوښتلای چې د خپل ولس پرخلاف د امریکایانو له خوا د یوې وسیلې په حیث استعمال شي، نو امریکایان به هیڅ کله د افغانستان پر اشغالولو نه وای توانیدلي.

همدغه امریکایان اوهمدغه يي توطیوي عزائم ول چې په افغانستان او سیمې کې د بي ثباتي او جګړې خورولو په نیت زمونږ پر هیواد یرغل وکړ، خو همدا ښاغلی کرزی وه چې د هغوی وحشیانه یرغل ته یې د عملي کولو لارې چارې برابرې او د دې کار لپاره یې د امریکايي کوماندو په مټ د روزګان په غرونوکې شپه ورځ پرځان یوه کړې وه.

همدا کرزی وه چې د بیوزله افغانانو د وژلو،ځپلو او نیولو لپاره یې له یرغلګرو امریکایانو سره د شپینیو عملیاتو تړون لاسلیک کړ، همدا کرزی وه چې په تیرو ۱۳ کلونوکې یې په سلګونو ځله د امریکایانو په ړندو بمباریو کې د بیوزله ولسي وګړو، تنکیو ماشومانو او تورسريو ټوټه ، ټوټه جسدونه په خپلو سترګولیدلي خو پرته له دې چې په نمایشي ډول یې پر هغوی د تمساح اوښکې تویې کړی نور يې هیڅ عملي اقدام نه دی کړی.

پردې سربیره په تیرو ۱۳ کلونوکې د کرزي تر مشرۍ لاندې د افغان ولس ټول دیني ، ملي او افغانی اقدار تر پښو لاندې شوي، د امریکایانو لخوا د مسلمانانو د تر ټولو مقدس ترین کتاب توهین شوی،ځیني غرب ځپلي افغانان د فکري او عقیدوي آزادي په پلمه له خپله دینه مرتدشوی، د درنو او باعفته افغانانو په منځ کې د آزادۍ او ډیموکراسي ترنامه لاندې ، بی حیايي، فحشاء او اخلاقي منکرات ترویج شوي، په دولتي اداراتو کې فساد او درغلی دیوه کلتور بڼه غوره کړې، د افغانستان استقلال او ارضي تمامیت نقض شوى… ، خو همدا ولسمشر کرزی د دغو ټولو ناخوالو په مقابل کې خاموش پاتې شوی او دغه ټول اخلاقي انحرافات او منکرات یې د خپلې واکمنۍ دیموکراتیکې لاسته راوړنې بللي.

په دې خبره ټول افغانان پوه ول او دی چې د امریکایانو د دغوټولو وحشتونو او خپل سریو په مقابل کې نه د ښاغلي کرزي څه په وس پوره ول او نه یې د هغوي مخنیوی کولای شوای، خو هغه څه چې له نوموړی څخه د یوه افغان په حیث تمه کیده هغه دا چې ده باید هماغه د توطیې په پيل کې له دغه ستر مسؤلیت څخه د استعفاء په ورکولو ځان ژغورلی وای او امریکایانو ته یې دا چانس نه وای برابر کړی چې د ده له شخصیت نه يې په استفادې سره د ده په خبره امريكايي توطیه په سیمه کې پلې کړې وای.

دریغه چې ښاغلی کرزی همدغه اوسنی حس چې افغانستان ته یې د هغوی راتګ توطیه بللی ۱۳کاله مخکي درک کړی وای او له خپل ولس څخه یې د دغې امریکايي خونړۍ توطیې په شنډولو کې مرسته غوښتې وای.

هغه مهال به واقعا چې ملت د ده په خبرو باندې په باور کولو سره د نوموړی ترڅنګ دریدلی وای چې په نتیجه کې به یې هم افغانستان ژغورل شوی وای او هم به ده دخپل هیواد او ولس په وړاندې خپل تاریخي مسؤلیت پوره کړی وای.

دا چې اوس د ښاغلی کرزی د واکمنۍ وروستۍ شیبې دي او دی اوس وايي چې “زه د دغې توطيې پر خلاف ولاړ يم” دا څرګندونې یې نه سیاسي توجیه لري او نه هم اخلاقي ؛ ځکه نوموړی اوس مهال د سیاسي احتضار (ځنکدن) په حالت کې قرار لري او د ځکندن پرمهال د غسي تروخت تیرې څرګندونې نه ولس ته کومه ګټه رسولای شي او نه هم ده ته له تیرو ترسره کړیو جنایتونو څخه برائت ورکولای شي.

د نن ټکي آسیا سرمقاله

avatar
6 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

مسلمانو افغانانو ورونو السلام علیکم : د نن ټکی اسیا لبیکنه سل په سلو کی په ځای لیکنه او د کرزی له څو مخی مخ یی د څو مخی نقاب لیری کړی ، هو کززی یوه وړتیا لرله چه څه یی ورته بادارانو ویله کرزی کت مت حتی د بادارانو تر ویلو هم ښه تر سره کوله یعنی د مداری توب لیاری چاری یی ښی زده وی ، ولی زه په دی نه پوهیږم چه دا به د استعمار روزنه وه کرزی ته چه مخکی له مخکی به یی ورکړی وه او که دا به اشغلګرو هوښیاری وه چه د… نور لوستل »

حمدالله صابر
میلمه
حمدالله صابر

الحاج استاذ بیانزی صیب ! حقیقت دي ویلی خو ډالر مست کله غوږونه خلاسوي په ظلمونو او ګناهونو اموخته خلک تل له ښو مسلمانانو پوري خاندي

وصال
میلمه
وصال

## وروڼو بی له شکه افغانستان له سخترین حالت سره مخامخ ده او خلک یی بدترین حالت لری چه سم نیمایی طالیبان او سم نیمایی ډموکراسان د افغانستان د بربادی مسولیت پر غاړه لری که طالیبان په دی حساسو حلاتو کښی خپل اسلامی او ملی مسولیت د واقعی مسلمانانو او افغانانو په څیر په اسلامی ملی علمی او سیاسی ډول حل نکړی نو بی شکه چه په تاریخ کښی به د همیش هیمش لپاره د اسلام او هیواد دشمنان معرفی او د الله ج د سخت عذاب سره مخ وی. اوس وضیعت ډیر په اسانه د ستر اسلامی او ملی… نور لوستل »

دانش
میلمه
دانش

الله ج د ډالر خواره حسودان او هر خاریجی لاسپوڅی وشرموی استاد بیانزی صیب څوک چه شرم لری او ځان لیکوال بولی نو تر دی حده بی پته خبر نه لیکی چی د لور ویښتان یی زیړ ……………………………. بی شکه چه بی له شرعی شهوداتو ستا له خوا ویل شوی اتهام اولا د یو مسلمان او په تیره بیا د یو غیرتی افغان هیڅ کله نشی کیدی د نن ټکی اسیا د پاڼی د نويښتونو مبارکی ټولو ورووڼو او کار کونکو ته وایم او له نويښتونو سره باید د هر افغان د شخصی حریم او حرمت ته په درناوی په… نور لوستل »

مسافر
میلمه
مسافر

کاشکی لا پخوا پوهه وای چی امریکا هدف یواځی د منځنۍ اسیا لپاره افغانستان په کار ده. یو داسی بی اتفاقه کور په کور دشمن او خوار هیواد چه عین د افریقا په اسیا کښی وی. تروریزم مور د جبر او ظلم کور یواځی امریکا اسرایل انګلستان او فرانسه ده چی په اسلامی هیوادونو کښی د مطلوبو تحولاتو او اهدافو لپاره ایران – پاکستان – سعودی – قطر او کویت استعمالوی دا ځکه چه یاد شوی هیوادونه د امریکا مستقیم یا غیر مستقیم پاخه غلامان دی. همدا راز کاشکی طالیبان وروڼه هم ستا په شان د بل تر قوماندی لاندی… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

دانش صاحب ، مونږ شرم نه ایمان او اسلام لرو شرم خو د هر چا د فلسفی پوری اړه لری لکه ستاسی د پاره شرم یوآخی هغه دی چه که چا مو د ډالرو دلال ته درله څه حقایق ولیکل . نو بیا شرم دی ، او که د ډالرو دلال هم خپل شرم لیلام کړی او هم یی د ټول ملت ناموس د څو ډالرو په خاطر په وحشی یهودانو او صلیبیانو لوټ کړی که هغه لوټ شوو کی ستا د کور خلک وی څه احساس به دی کولی د هغو څخه هم درته ډالری خوږی دی ؟ دغی… نور لوستل »