افغانستان

کابل: د پاکستان له لوري راکټي بریدونه موږ ته د منلو وړ نه دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې پاکستاني پوځیانو د کونړ ولایت سرکاڼو ولسوالۍ ته توغندي ور وشړل او نږدې څوارلس تنو ملکي وګړو ته يې مرګ ژوبله واړوله؛ د کابل حکومت د بهرنیو چارو وزارت یاد بریدونه غندلي.

د کونړځايي چارواکي وایي، تېره ورځ له غرمې وروسته یوه بجه شاوخوا پاکستاني لوري توغندیز بریدو کړ، چې له امله یې پنځه تنه ملکیان ووژل شول او نهه نور ټپیان شول.

د چارواکو په وینا، د کابل حکومت ځواکونو هم برید ته ځوابي غبرګون ښودلی، خو  مقابل لوري ته د اوښتي زیان په اړه معلومات نشته.

په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزارت وایي، د پاکستاني لوري برید د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لامل شوی او دوی ته د منلو وړ نه دی.

له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي «د پاکستان د پوځ له لوري دا ډول راکیټي بریدونه څې د ملکي تلفاتو سبب هم ګرځیدلي د افغانستان د دولت د منلو وړ نه دي او د پاکستان پر دولت غږ کوي ترڅو له دې ډول اقداماتو څخه ډډه وکړي.»

د اعلامیې په بنسټ «افغانستان چمتو دۍ څې ورته دوه اړخیزو مسایلو باندې له دیپلوماتیکو لارو خبرې وکړي.»

یاده دې وي، چې دا لومړی ځل نه دی، چې پاکستاني ځواکونه د ډیورنډ فرضي کرښې له ها غاړې د افغانستان یو شمېر سیمې په راکټونو ولي، تر دې وړاندې هم په بیا، بیا دا ډول بریدونه شوي او ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتي؛ خو حکومت یې په اړه هیڅ ګام نه دی اخستی.

بل لور ته ګڼ شمېر پخوانیو او اوسنیو دولتي چارواکو اعتراف کړی، چې د ملي وحدت حکومت په مهال غني او عبدالله له پاکستاني لوري سره  د ډېورنډ پر کرښه د اغزن تار د تېرولو تړون لاسلیک کړی او د پیسو په بدل کې یې دا خاوره باندې پلورلې.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
امین صافی

تا سو ### په افغانستان کی دپنجاب کافری او مرتدی اداری غلامانو (طالبانو) دریځ څه دی ؟
نن ټګی اسیا دپنجاب ګټو ته ژمنه ده دامریګاسره دپاکستانو سوله او د##طالب لخوا افغان وژنی ته دبنجاب په اشاره لیکنی خپروی تیره ورځ دپنجاب ملیشو په کونړ توغندی ویشتی دی ### او دهغی ## طالب او دپنجاب کرایه لیکوالان (نن ټکی اسیا) لا اوس هم دپنجاب ډول ته ګډیږی .

جمیل

صافی صیب ! ستاسو د اخلاقو څخه ستاسو د غلام بابا او د نورو ښکنځلمارو غلامانو د اخلاقو اټکل ښه پوره کولای سو . ټوله افغانستان د کفری اشغالکرو له خوا ټوک ټوک سو تر ګوانتانامو پوری یی بندیخانی په افغانانو ډکی کړی ، فساد ، فحشاء ،…او غربت یی اوج ته ورساوه خو په دا ټولو به ستاسو تندی هم نوی تریو سوی برعکس جیبونه به مو په ډالرو ډک کړیوی . د کابل او د ټوله افغانستان اشغال د کونړ تر یوه کلی ډیر مهم دی او طالبان د ټوله هیواد د آزادی لپاره په جهاد بوخت دی… نور لوستل »

طوطی

هغوی دومره وویل چی مونږ ته د منلو وړ ندی، طالبان خو پټه خوله پاتی دی که په ریښتیا استقلالیت لری خو هغوی د هم یو څه ووایی.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close