دیني، سیرت او تاریخ

د عبدالله ابن مبارك عجيبه حج

مولوي محمد رضاء رحماني

عبدالله ابن مبارک رحمه الله د رسول الله صلی الله علیه وسلم د أحادیثو ډېر ماهر وو.

د نبي کریم علیه الصلاة و السلام په مزاج او ددین په حقیقت ډېر ښه پوهیده ، ده ته دا معلومه وه چې سمه دینداري څنګه او څه شئ وي.

یو ځل ابن مبارک حج ته روان شو، د سفر په جریان کې یې یو ځای کې یوه ماشومه ولیده چې له ډېران څخه څه را أخلي ، لګ نور هم ور نژدې شو ګوري چې هغه عاجزه بې وسه ماشومه یوه مړه مرداره مرغۍ زر زر په یوه ټوټه کې را ونغښته ، ابن مبارک دلته ودریده او په ډېره حیرانتیا او مینه یې له دې ماشومې څخه وپوښتل.

لورې!  ته به په دې مرداره مرغۍ څه کوې؟ ماشومې خپلې زړې خېرنې جامې سمې کړې او په سترګو کې یې اوښکې راغلې ، په ژړغوني آواز یې وویل:  کاکاجانه!  زمونږ پلار څه ظالمانو قتل کړ ، زمونږ څخه یې ټول مال او دولت واخیست ټولې ځمکې یې راڅخه قبضه کړې.

اوس یواځې زه یم او ورور مې دی ، دالله ج څخه بغیر کومه بله أسره نلرو ، نه د خوراک لپاره څه لرو او نه هم د أغوستلو لپاره ، ډېرۍ وخت مونږ په داشان ګوزاره کوو، همدا اوس اوس مونږ د شپږو وختونو راهیسې نهر یو، ورور مې کور کې د لوګې له وجې بې هوښه پروت دی، زه بهر راغلم چې ممکن د خوراک به څه پیدا کړم نو هغه وو چې دا مرداره مرغۍ مې پیدا کړه ، زمونږ لپاره دا هم یو لوی نعمت دی ، ددې خبرو سره بې وزله ماشومې په چیغو چیغو وژړل.

د حضرت عبدالله ابن مبارک رحمه الله زړه راډک شو او د ماشومې په سر یې د ترحم لاس کېښود ، او پخپله هم په ژړا شو ، د خپل مالي څخه یې وپوښتل چې په دې وخت کې ستا سره څومره پیسې دي؟

مالي وویل چې حضرت صاحب زما سره ۱۰۰۰ زر أشرفئ دي ، ابن مبارک وپوښتل چې زما په آند له دې ځایه تر ( مرو)  پورې به زمونږ ۲۰ شل أشرفئ بسنه وکړي؟

مالي وویل هو حضرت صاحب شل أشرفئ تر کوره د رسیدو زمونږ لپاره کفایت کوي.

ابن مبارک په فیصله کن انداز کې مالي ته وویل چې بیا نو شل أشرفئ ته ترې واخله پاتې ټولې أشرفئ دې ماشومې ته ورکړه ، مونږ به سږ کال حج ته نه ځو، دا حج د کعبې له حج نه هم لوی دی.

مالي ټولې أشرفئ ماشومې ته ورکړې ، دغم او لوږې څخه زیړ مخ یې ناڅاپه وځلېده ، د ماشومې په سترګو کې د خوشحالئ اوښکې راغلې ، په ډېر تلوار په تېزو قدمونو خپل کور طرف ته لاړه.

عبدالله ابن مبارک رحمه الله  د الله جل جلاله  شکر آدا کړ، خپل مالي ته یې وویل چې بس له همدې ځایه واپس کورته ځو ، الله جل جلاله هم دلته زمونږ حج قبول کړ.

هۍ افسوس چې د ابن مبارک غوندې احساس له هر چا سره وای ، مونږ هم ډېرې تور سرې کونډې او بې وزله یتیمان لرو.

هۍ کاش:  چې مونږ هم د خپلو نفلي حجونو او عمرو مصارف پر یتیمانو مصرف کړي وای ، او خپل صدقات او خیراتونه مو پر همدغو بې سر وسامانه بې وزلو تقسیمولای.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close