ادبي لیکني

په (پي ډي ایف) بڼه د کتاب خپريدو ستونزې

رفيع الله ارمان

په دې وروستيو کې د کتاب او مطالعې بازار د پخوا په پرتله ګرم شوی او ګڼ افغانان کتابونه لولي. پخوا چې ټکنالوژي دومره نه وه غوړيدلې نو په کتابي (هارډ) بڼه کتابونه د ډيری کتاب لوستونکو په الماريو کې تر سترګو کيدل چې زما غوندې د کتاب مينانو ته يې خورا خوند ورکاوه. په دې وروستيو کې چې ټکنالوژۍ د پرمختګ په لور ګامونه ګړندي کړي نو د کتاب او مطالعې بڼې هم ورسره بدلون موندلی دی؛ په سافټ (PDF) بڼه د کتاب لوستلو تقاضا ډيره شوې ده او دا چاره په اجتماعي پاڼو کې ښه په کش کې ده. په ځانګړي ډول په فسبوک کې په (PDF) بڼه د کتابونو راکړه ورکړه ډيره تر سترګو کيږي.

په ظاهره خو ښکاري چې دې چارې کتاب او مطالعې ته لاس رسی آسانه کړی دی، خو په حقيقت کې يې تر شا يو لړ ستونزې هم زيږولي دي چې مستقيماً يې ليکوالانو او کتاب پلورونکو ته زيان متوجه کړی دی.

دا چې په (PDF) سافټ بڼه د کتابونو خپريدو کومې ستونزې ليکوالانو او کتاب پلورونکو ته مخامخ کړې دي په لاندې کرښو کې به يې لولو.

۱ـ په سافټ (PDF) بڼه کتابونه معمولاً په مبايل يا کمپيوټر کې لوستل کيږي چې لوستونکی له لاندې ستونزو سره مخ دی

الف ـ کمپيوټر يا مبايل الکترونيکي وسيلې دي چې له ځانه زيان اړونکې شعاوې خپروي چې د کتاب لوستلو پر مهال د لوستونکي سترګو ته زيان اړولی شي.

ب ـ په سافټ (PDF) بڼه کتابونه د هارډ(کاغذي) کتابونو په پرتله ګټور نه شي واقع کيدلی، ځکه په هارډ يا په کاغذي بڼه کتابونه لاندې ګټې لري

سترګو ته زيان نه اړوي

مطالعه يې نرمه او آسانه ده

په کاغذي بڼه د کتاب لوستلو پر وخت لوستونکی د خپلې خوښې جملې، پراګراف، لغت او نورې مهمې اشارې په خپل کتاب کې په پنسل نښه کولی شي، چې په سافټ (PDF) بڼه کتابونو کې دا چاره شونې نه ده.

په هارډ(کاغذي) بڼه د کتاب لوستل د مطالعې ليوالتيا ډيروي.

په هارډ(کاغذي) بڼه کتاب لوستل خوندور وي او لوستونکی ژر نه ستړی کوي.

په هارډ (کاغذي) بڼه کتاب لوستل د سافټ (PDF) کتاب لوستلو په پرتله کمه انرژي مصرفوي.

په هارډ(کاغذي) بڼه کتاب لوستل د جذب او اخسيتنې ښې ګڼې لري.

په سافټ (PDF) بڼه ارزښتناک او مهم کتابونه نه پيدا کيږي.

په هارډ( کاغذي) بڼه کتابونه تر ډيره وخت حتا زموږ د نسلونو نسلونو لپاره پاتې کيدی شي او هر څوک ترې ګټه اخيستلی شي.

په (PDF) بڼه کتابونه خپرول له ليکوال سره خيانت دی او دا چاره تر ډيره د ليکوال له اجازې پرته تر سره کيږي.

۲ـ  په سافټ(PDF) بڼه کتابونه د ليکوالۍ او مطالعې ارزښت کموي.

۳ـ په سافټ(PDF) بڼه کتابونو د ليکوالانو او کتاب چاپونکو بازار خراب کړی دی، ځکه په افغانستان غوندې هيواد کې چې ډير کم خلک پکې کتاب لولي نو که چيرته وړيا کتاب په لاس ورشي هيڅ کله به په بازار کې په کتاب پيسې ور نه کړي.

نوره نړۍ داسې نه ده؛ ليکوالان او کتاب پلورونکي له دغې لارې ميليونونه پيسې ګټې خو په افغانستان کې ليکوالان په کتاب ډيرې کمې پيسې ګټلی شي، دا ځکه چې دلته ډير کم خلک کتابونه لولي او هغه هم وړيا ډالۍ کړي کتابونه!

ليکوالان د ټولنې مغز او دماغ رهبري کوي. راځئ هغوی چې د زړه او مغز چينې زموږ د پوهې او زده کړې لپاره په موږ را بهوي ورسره خيانت ونه کړو، په کتاب پيسې ورکړو او د خپلو کورونو المارۍ پرې ښايسته کړو.

کتابونه واخلۍ، ولولئ چې د خدای دا بې پايلې هستۍ په غړيدلو سترګو ووينئ.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close