دیني، سیرت او تاریخ

له امام صاحب نه مخکې خلک د چا په مذهب وو؟

د لغمان دارالافتاء

دڅلورو امامانو څخه چې كوم خلك مخكې تېرشوي دي یا دامام ابوحنيفه رحمه الله څخه مخكې خلك دچا په مذهب وو؟

يعنې صحابه رضى الله عنهم دچا په مذهب وو؟

جواب:
داسوال هم په اصل كې شيعه ګانو اومنكرينو دحديثونوكړى وو.
منكرين دحديثو وائي چې دصحابه وو اودتابعينو په زمانه كې خو بخاري،مسلم،ترمذي وغيره نه وو نوهغوئ په څه شي عمل كولو؟

(۲) جواب : دصحابه وو تعداد له سلو زرو (۱۰۰۰۰۰)څخه زيات وو، شاولي الله رحمه الله فرمايي: چې داټول صحابه دوه ډلې وو،
يوه ډله دمجتهدينو وه، بله ډله د مقلدينو وه.
دابن القيم په قول مجتهدين اصحاب کرام پكې
يوسل او نه څلوېښت (149) وو، باقي ټول مقلدين وو.

بيا دا مجتهدين درې ډلې وو:
(۱) مكثرين: يعنې هغه صحابه چې ډېرې فتوې به يې وركولې ددوي تعداد شپږ (۶) دى:
حضرت على، حضرت عبدالله بن مسعود ،حضرت عمر ،حضرت زيدبن ثابت، حضرت ابو الدرداء ،حضرت ابى بن كعب رضى الله عنهم اجمعين
(۲) متوسطين: يعنې هغه صحابه چې درميانه فتوې به يې وركولې، ددې صحابه وو تعداد شل (20) وو.
(۳) مقللين: يعنې هغه صحابه چې لږې فتوې به يې وركولې ددې صحابه وو تعداد يوسل اودرويشت (12۳) وو.
ددې صحابه وو په زرګونو فتوې
په مصنف عبدالرزاق ،تهذيب الاثار، اومعانى الاثار وغيره كتابونو كې ذكر دي.
يواځې په مصنف عبدالرزاق كې تقریباًاويا زره فتوې دي ، مقلدينو صحابه وو به پوښتنه كوله اومجتهدينو صحابه وو به جواب وركولو، نه به مستفتي مطالبه ددليل كوله اونه به مفتي ورته دمسئلې سره دليل ذكر كولو صرف په دې اعتماد به منل كېده چې پدې مسئله دمفتى سره دليل شته چې همدې ته تقليد وايي، نو يواځې په مصنف عبدالرزاق كې دتقليد اويا زره (70000) دلائل دي.

ددغه مجهتدينو صحابه وو په باره كې شاه ولي الله رحمه الله فرمائي: ثُمَّ اِنَّهُمْ تَفَرَّقُوْافِي الْبِلَادِ وصَارَ كُلُّ وَاحِدٍ مُقْتَدٰي نَاحِيَةٍ مِنَ النَّوَاحِيْ
يعنې بيا دغه مجتهدين صحابه رضی الله عنهم په مختلفو وطنونو كې خپاره شول او دهرې علاقې خلكو ديو يو صحابي تقليد شروع كړو .

1. د مكې مكرمې صحابه کرامو او تابعینو به د عبدالله بن عباس رضی الله عنهما تقليد شخصي كولو، دده معمول دا وو چې اول به يې په قرآن فيصله كوله، كه هلته به يې مسئله پيدا نكړه نو بيا به يئ په سنت درسول الله فيصله كوله، كه په سنت كې به هم پيدانه شوه نو بیا به يئ دحضرت ابوبكر اوعمر رضى الله عنهما په فيصلو باندې فيصله كوله اوكه دهغوئ فيصله به هم پيدانشوه نو په اخركې به ئې په خپله رائه او اجتهاد باندې فيصله كوله.

د عبدالله بن عباس رضى الله عنهما ډيری فتوې په مصنف عبدالرزاق او په مصنف ابن ابى شيبه كې ذكر دي مطالبه د دلیل ورسره نده ذكر چې همدې ته تقليد وايي.

2. د مدينې منورې صحابه کرامو او تابعینو به د حضرت زيدبن ثابت تقليد شخصي كولو حتى چې اهل مدينه وو به عبدالله بن عباس رضی الله عنهما ته فرمايل: لاَنَاْخُذُ بِقَوْلِكَ وَنَدَعُ قَوَلَ زَيْدٍ
يعنې ستا دقول په مقابل كې مونږ د زيد قول نه پرېږدو، دوي مكمل د زيد بن ثابت تقليدشخصي كولو، شارحین ددې په ترجمه کې ليکي چې:

لَانُتَابِعُكَ يَابْنَ عَبَّاسٍ وَاَنْتَ تُخَالِفُ زَيْداً اوچې كله به يې فتوى وركوله نو دقرآن اود حديث څخه به چې ثبوت پيدانشو نو فرمايل به يې: اِنَّمَا اَقُوْلُ بِرَائِىْ.

3. د يمن صحابه ؤ او تابعینو به د معاذ  تقليد شخصي كولو.
4. د بصرې صحابه وو? او تابعینو به د انس تقليد شخصي كولو.

5. دكوفې خلكو به د عبدالله بن مسعود تقليد شخصي كولو، دعبدالله بن مسعود منشور داوو:

فَمَنْ عَرَضَ لَه مِنْكُمْ قَضَاءً فَلْيَقْضِ بِمَا فِىْ كِتَابِ اللهِ فِاِنْ جَاءَ اَمْرٌ لَيْسِ فِىْ كِتَابِ اللهِ فَلْيَقْضِ بِمَا قَضى بِه نَبِيُّهُ فَاِنْ جَاءَ اَمْرٌ لَيْسَ فِىْ كِتَابِ اللهِ وَلاَقَضـى بِه نَبِيُّهُ فَلْيَقْضِ بِمَا قَضـَى بِه الصَّالِحُوْنَ، فِاِنْ جَاءَ اَمْرٌلَيْسَ فِىْ كِتَابِ اللهِ وَلاَقَضى بِه نَبِيُّهُ 0 وَلاقَضى بِهِ الصَّالِحُوْنَ فَلْيَجْتَهِدْ بِرَاءْيِه ( ) (والحديث جيد)

د دارمي الفاظ داسې دي:
6. فَاِنْ لَمْ يَكُنْ فِيْمَا اجْتَمَعَ عَلَيْهِ الْمُسْلِمُوْنَ فَاجْتَهِدْ بِرَأْيِكَ (ج۱ ص۶۱)

وَعَنْ ابْنِ مَسْعُوْد اِنَّهُ قَالَ فِىْ غَيْرِ مَا مسئلة اَقُوْلُ فِيْه بِرَأْىِ ( )

يعنې اول فيصله په كتاب الله ده، بيا په سنت الرسول ده، بيا په اجماع د صحابه وو ده، كه په دې كې پيدانشوه بيا حكم اوفيصله په خپل اجتهاد ده. نو د رسول الله څخه وروسته ددغو صحابه وو تقليد كېدلو د صحابه وو رضی الله عنهم څخه وروسته دتابعينو زمانه شوه. شاه ولى الله رحمه الله فرمايي:فَعِنْدَ ذَلِكَ صَارَ لِكُلِّ عَالِمٍ مِنَ التَّابِعِيْنَ مَذْهَبٌ عَلى حِيَالِه فَانْتَصَبَ فِى كُلِّ بَلَدٍ اِمَامٌ ( )

يعنې هر تابعي عالم ځانته مذهب جوړ كړو او په هرښار كې يو يو تابعي عالم امام جوړ شو.

صدر الائمه مكي فرمايي: چې يوه ورځ حضرت عطاء رحمه الله دخليفه هشام بن عبدالملك په خدمت كې حاضر شوخليفه ترېنه پوښتنه وكړه،چې ته داسلامي ښارونو امامان پېژنې؟

حضرت عطاء رحمه الله وويل هو!
1. دمدينې منورې دخلكو امام حضرت نافع رح دى.

2. دمكې مكرمې دخلكو امام حضرت عطاء رح دى .

3. ديمن دخلكوامام حضرت طاوس رح دى.

4. ديمامې دخلكو امام يحيى ابن كثير رح دى.

5. دشام دخلكو امام حضرت مكحول رح دى.

6. دعراق دخلكو امام حضرت ميمون بن مهران رح دى.

7. د خراسان د خلكو امام حضرت ضحاك بن مزاحم رح دى.

8. د بصرې د خلكو امام حضرت حسن بصري رح دى.

9. د كوفې د خلكو امام حضرت ابراهيم نخعي رح دى.( )

نو هېڅ دور په تاريخ د اسلام كې داسې ندي تېرشوي چې صرف يو كس دې په كې غير مقلد وي.

امام غزالي رح فرمايي:په تقليد باندې دټولو صحابه وو اجماع ده ، اود صحابه وو په دور كې دا په تواتر ثابت وو ( )

شاه ولي الله رح دشيخ عزالدين بن سلام رح څخه نقل كوي:

اَنَّ النَّاسَ لَمْ يَزَالُوْ عَنْ زَمَنِ الصَّحَابَةِ رَضِیَ اللهُ عَنْهُمْ اِلَى اَنْ ظَهَرَتِ الْمَذَاهِبُ الاَرْبَعَة يُقَلِّدُوْنَ مَنْ اِتَّفَقَ مِنَ الْعُلَمَاءِ مِنْ غَيْرِ نَكِيْرٍ مِنْ اَحَدٍ يِعْتَبِرُ اِنْكَارُهُ وَلَوْكَانَ ذَلِكَ بَاطِلاً لاَنْكَرُوْهُ ( ).

بيا فرمايي:فَهَذَا كَيْفَ يُنْكِرُهُ مَعَ اَنَّ الاِسْتِفْتَاءَ لَمْ يَزَلْ بِيْنَ الْمُسْلِمِيْنَِ مِنْ عَهْدِالنَّبِىِّ وَلافَرْقَ بِيْنَ اَنْ يَّسْتَفْتَى هَذَا دَائِمًا وَيَسْتَفْتَى هَذَا حِيْناً بَعَدَ اَنْ يَّكُوْنَ مَجْمَعٌ عَلَى مَاذَكَرْنَا( )

يعنې تقلید دصحابه وو رض د دور څخه شروع دى، (اودهغه وخت څخه تر شاه ولی الله رحمه الله پورې هېڅ غير مقلد نه وو) بيادې څلورو امامانو دصحابه? وو او د تابعينو رحمهم الله فتوې راجمع او مدونې يې كړې. اوترتيب يې وركړو او په بعضو ځايونو كې يې خپل اجتهاد وكړو.

له دې وجهې ټول خلك په دې څلورو مذهبونو كې داخل شول.

لكه احاديث چې دصحابه وو او دتابعينو په دور كې وو لېكن بخاري اومسلم وغيره کتابونه نه وو.

بيا وروسته امام بخارى، مسلم، وغيره دااحاديث مرتب كړه لدې وجهې ورته دبخاري ،مسلم، ترمذي وغيره حديث وايي حالانكه د صحابه كرامو او د تابعينو په وخت كې نه بخاري وه نه مسلم او نه نور، نو همداشان د څلورو مذهبونو مسائل وو لېكن مرتب نه وو .بيا امام صاحب وغيره مجتهدينو مرتب کړل له دې وجې دې امامانو ته منسوبيږي.

………..

مأخذونه:

– حاكم فى معرفة علوم الحديث ص ۱۹۸، مناقب موافق ج۱ص۷ .
– الانصاف ص۷
– شذرات الذهب لابن العماد ص۱۴۸ج۱.
– جامع بيان العلم ج۲ص۵۲، طبقات ابن سعد ج۳ص ۱۳۶.
– جامع بيان العلم ج۲ص۵۶او۵۷او۵۸او۵۹. باب اجتهاد الرأی علی الاصول صـ 846 دار ابن الجوزي.
– اعلام الموقعين ج۱ ص۷.( فضل عمر بن الخطاب)
– اعلام الموقعين ج۱ ص۷
– اعلام الموقعين ج۱ ص8 (فضل ابن عباس)
– جامع بيان العلم ج2ص۶۱وص۶۴
– تذكرة الحفاظ ج ۱ / ص ۷۴ داراحياء التراث العربى
– تذكرة الحافظ ج ۱/ ۷۸ داراحياء التراث العربى
– تذكرة الحافظ ج ۱ / ص ۱۷۴ داراحياء التراث العربى
– اعلام الموقعين فصل فضل عمربن الخطاب ج ۱ / ص ۲۷.
-اعلام الموقعين فصل الصحابة الذين انتشرعنهم الدين ج ۱ / ص ۳۰.
– مجموعة الفتاوى ج ۳۲/ ص ۶۶ مكتبة العبيكان
-شرح المذهب فصل فى اداب المستفتى ج ۱ / ص ۸۸ دارالفكر بيروت
– حاشيه حسن المساعي ص۶۹.
– الاحكام فى اصول الاحكام ج ۴ / ص ۱۹۸ مؤسسة الحلبى القاهره
– ج۱ص ۴۸ او۵۳۲.
– قرة العينين ص 251.
– طبقات ابن سعد ج ۲ ص۵۲
– الانصاف ص3
– دارمي ج۱ ص ۵۹ ،مستدرك وقال الحاكم صحيح ج۱ ص ۳۴۰ دارمي ج۱ ص ۵۹، سنن بيهقي ج۱ص۲۲۵، جامع بيان العلم ص۵۷، ۵۸ ج ۲.
– بخاري ج۱ ص۲۳۷
– عمدة القاري ج۴ ص ۴۷۷ فتح الباري ج۳ ص ۴۶۳ .
– جامع بيان العلم ج۲ص ۵۸. بيهقي ج۱ص ۱۵۵.
– نسائى ص ۲۶۴ باب الحكم باتفاق اهل العلم .
– جامع بيان العلم ج۲ص۵۷
– الانصاف ص۶
– مناقب موفق ص۷ج ۱ دا واقعه حاكم هم ذكر كړېده په معرفة علوم الحديث كې صفحه ۱۹۸.
– المستصفى ج۲ ص۳۸۵.
– عقد الجيد ص ۳۶
– عقد الجيد ص ۳۹

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx