افغانستانسولې اړوند خبرونه

حنیف اتمر: د طالبانو شپږ سوه بندیان جدي ستونزې لري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د بهرنیو چارو وزیر «حنیف اتمر» وایي، هغه شپږ سوه طالب بندیان چې د حکومت له لوري یې له خلاصولو انکار شوی؛ جدي ستونزې لري.

اتمر دغه څرګندونې نن سهار په کابل کې یوې خبري ناستې ته وکړې، نوموړي وویل، چې دطالبانو ۴۴۰۰ شاوخوا بندیان د حکومت له لوري خلاص شوي، په دې برخه کې ستر پرمختګ رامنځته شوی، او هيڅ داسې پلمه شتون نلري، چې له مخې يې د افغانانو خپلمنځي خبرې وځنډول شي.

نوموړي زیاته کړه، چې د طالبانو ۶۰۰ بندیان جدي ستونزې لري او حکومت پر طالبانو غږ کړی، چې د یاد شمېر بندیانو بدیل لست وروسپاري؛ ځکه دده په خبره «د طالبانو او امریکا تر منځ په پنځه زره نفرو باندې توافق شوي، په پنځه زره نومونو توافق نه دی شوی.»

د اتمر له قوله، په تېرو لسو ورځو کې يې دوې مهمې غونډې درلودې، چې د سیمې او نړۍ ۳۶ هیوادونو او څلورو معتبرو سازمانونو پکې ګډون درلود او ټولو د «افغانستان اسلامي جمهوریت له دریځه ملاتړ کړی او د سولې په برخه کې یې د افغانستان د دولت هڅې ستایلې.»

نوموړي ادعا وکړه، چې د افغان سولې لپاره سیمه ییزه او نړیواله اجماع تشکیل شوې او هر هغه څوک چې د سولې په وړاندې خنډ جوړوي او «يا په جنګ ټینګار کوي» د نړیوالو له خشم او قهر سره به مخ شي.

د بین الافغاني مذاکراتو د پیل د نېټې په اړه اتمر وویل، چې د حکومت له لوري بېلابېل تاریخونه طالبانو ته وړاندیز شوي؛ خو هغوی رد کړي او  لومړی یې د خپلو پنځه زره بندیانو په خلاصون ټینګار کړی.

اتمر ددې تر څنګ خوښي وښوده، چې د سیمې او نړۍ دوولس هیوادونو د افغانانو د خپلمنځي خبرو د کوربتوب لپاره چمتووالی ښودلی، چې دوه اروپایي هیوادونه هم پکې شامل دی.

د نوموړي په خبره، د بین الافغاني مذاکراتو  کوربتوب «سمبولیک» نه دی؛ بلکې سیاسي او اقتصادي تعهدات له ځانه سره لري، چې باید دا فرصت ضایع نکړل شي.

حکومت داسې مهال د شپږ سوه بندیانو په برخه کې تازه ملاحظات راپورته کوي، چې د کابل حکومت د پخلاینې عالي شورا رییس «عبدالله عبدالله» بیا د ټولو طالب بندیانو په خلاصون ټینګار لري او ژمنه کوي، چې د بندیانو د تبادلې پروسه به له ستونزو سره، سره بشپړېږي او بین الافغاني مذاکراتو ته به لاره هوارېږي.

طالبان هم وایي، که ددوی پنځه زره بندیان خلاص شي، دوی تیار دي د یوې اوونۍ دننه له ټولو افغان جهتونو سره خبرو ته کېني او د افغانستان د راتلونکې په اړه ورسره وغږېږي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

که مو خوښه وی که نوی پاتی طالب بندیان به هم داسی خوشی کوی لکه مخکی چی مو نور خوشی کړیوه . د طالبانو سره یوازی امریکا د بندیانو د خلاصون توافقنامه لاسلیک کړیده ، هغو نیولی دی او هغوی یی د خلاصون واک لری ، دا نور ۳۶ بیهمته هیوادونه د طالبانو او د امریکا د پریکړی مخنیوی نسی کولای او نه هم په طالبانو نوی شرطونه منلای سی . ای بیهمته غلامانو ! اوس لا وخت لری چی د خپلو بادارانو په شتون سره او د هغو تر سیوری لاندی هر څه ومنی کنی دا مظلوم ولس به… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

د کابل غلامان هغو شادیانو ته ورته چه رنګ یی څه نا څه د انسانانو ، ښکلی نیکټایی، دریشی او مرمی ضد ښکلی میلونی ډالرو ګاړی یی ورته ورکړی او هر یوه ته یی لس شل ادبی اصطلاحات یا د طالب مجاهدینو ضد تبلیغات خوله کی ورکړی هماغه زمزمه کوی . تاسی د همدغه اتمر ملحد خبیث څخه پوښتنه وکړی چه مصوعی پشه ولی لری بله پښه دی چا او به څه کی غوڅه کړی، دوهم د داعشیانو رهبری څوک ترسره کوی ، د غنی د کمپاین د پاره دی د غنی په دستور استعفی ورکړه چه د عبدالله ډله… نور لوستل »

غمی،پښتین

جوړ تازه،
اتمر چه د روسانو دوره کی مستنطق وه،عباس ستانکزی د قطر دفتر امر د روسانو توپچی وه.
روسانو وخت کی تا په پښاور فقیر اباد نمبر ۲ ګلبدین دفترکی د ایی ایس ایی لوبیا خوړلی.
فعلا لندن کی سوسیال خوری،اتمر خو بیا هم خپل وطن کی پروت دی،

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close