شعـــــرونه

وريښمین تار د يارانې/ مستغفر ګربز

مستغفر ګربز

تړلی مې دی زړه په وريـښمیـن  تار د یارانې
ّپـوهـیــږم چـې مـا نـه واهـــي ازار د يارانې

د مينـې په راز وپـوهـوه ځان زه درسـره يـم
په ژوند بـه درنـه بـېـلـه نـه کـړم لار د یارانې

داوښکو په شبنم به دې وچ بڼ دياد اوبه کړم
را شـيـن بـه کـړم د هـيـلـو لالــه زار د يارانې

پايـښت په قربانئ کوي چې پام دې وي لاليه
آبـاد وي پــه ســـرونـــو مــــدام دار د یارانې

تـشـبِـه بـه د دنـيـا لـه دوزخونـو سـره درکړي
چې سوی وي کوم څوک په سره انګار ديارانې

مرید به دې شم پير مې شه ګربزه مستغفره
درکـړی مې دی هـر قِـسـم اِخـتـیـار د يارانې

مستغفر ګربز

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close