نړۍ

دافغانستان اوپاکستان ولسمشران ددري اړخیزه غونډي لپاره ایران ته ورسیدل

Afghanistan_and_Pakistan_presidents (نن ټکی اسیا جون ۲۰۱۱/۲۵) تهران: یوي ایراني دولتي خبري رسني ارنا (IRNA) خبرورکړی دي، وایی دافغانستان اوپاکستان ولسمشران تیره ورځ وایران ته په یوه رسمي سفرراورسیدل ترڅو په ایړان کي دایران له ولسمشر احمدي نژاد سره یوځای په دری اړخیرزه غونډه کي شرکت وکړي، اولدي سره سره به دواړه مشران دترهګري په خلاف رابلل شوی کانفرانس ته وینا هم وکړي.

په تهران کي ددرو سره هیوادونو له لوري دغه غونډه په داسي وخت کي رابلل کیږي، چي دوي ورځي مخکي دامریکي ولسمشر بارک اباما اعلان وکړ چي دراتلونکي کال ترنیمایی پوري به له افغانستان څخه دری دیرش رزه عسکرباسي له دی سره سره تیره ورځ دفرانسي هیواد هم څرګنده کړه چي دغه هیواد به هم له افغانستان څخه په سلګونو عسکروباسي.

برطانیه اوجرمني چي له امریکایانو څخه وروسته په افغانستان کي دوهم لوي فوځي حضور لري ورته څرګندوني وکړي.

ایران چي له پخوا څخه یی په افغانستان کي دناټو او امریکایی ځواکونو دموجودیت ټینګ مخالفت کاوه زیاته کړه، دناټواوامریکایی ځواکونو موجودیت پرځای ددی چي په افغانستان کي طالبانو اوالقاعدي ته ماتي ورکړي نوریی ځواکمن کړي دي، تهران چي خپله هم دافغانستان اوپاکستان پرپولو باندی دسني مذهبو مسلمانانو دیوي تندروه ډلی جندالله له اورپکو سره په جنګ اخته ده، دایران د سني مسلمانانو له لوري جوړ سوي دجندالله په نامه سره ګوند چي دامریکایانو له لوري ددوي په اصطلاح دترهګرو په لیسټ کي شامل دي او ورباندی دنورو اسلامي جهادي ګوندونو په څیر بندیزونه لګیدلي دي، کله کله دپاکستان اوافغانستان له پولو څخه په ایران کي دننه مرګوني بریدونه کوي.

په تهران کي دایرن دولسمشر احمدي نژاد اودآفغانستان اوپاکستان دولسمشرانو ترمنځ له دری اړخیزه خبرو څخه وروسته به دافغانستان اوپاکستان دواړه ولسمشران دترهګري په خلاف راغوښتل شوی غونډه  کي برخه واخلي، دترهګري په خلاف راغوښتل شوی غونډه چي نن به دتهران به ښارکي جوړیږي دافغانستان اوپاکستان له ولسمشرانو څخه علاوه دسوډان ولمسشر عمرالبشیر، دعراق ولسمشر جلال طالباني اودتاجکستان هیوادونو ولسمشران هم خبري کوي، له دي سره سره به دنوروهیوادونو نمایندګان هم په دغه غونډه کي دڅارونکو په توګه برخه واخلي.

دسوډان ولسمشر عمرالبشیر چي دجرمنو په خلاف نړیوالي محکمی ورباندی په دارفورکي دعامه وژني تورلګولي دي اودوه ځلي یی دنوموړي دنیولو امرهم صادرکړی دي، دارفورپه سوډان کي هغه سیمه ده چیري چي له تیرو اتو کلنو راپدي خوا هلته کورني جنګ روان دي.

ایران چي امریکي له لوري ورباندي تورلګول کیږي چي په سیمه کي دترهګرو ډلوسره مرسته کوی، په وار وار سره خبرداري ورکړي دي چي اسرائیل اوامریکایان دایران په خاوره کي په ترهګرو بریدونو کي لاس لري.

بخت الرحمن بخت……………….. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x