افغانستان

«اشرف غني غزني کې خبریالان او منتقدین خپلې غونډې ته نه دي پرېښي»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مشر «اشرف غني» نن د یوه دولتي پلاوي په ملتیا د وضعیت د ارزونې تر نامه لاندې غزني ښار ته ولاړ او هلته یې د رسنیو او منتقدو څېرو له سترګو پناه له څو محدودو خلګو سره ولیدل او تر لنډې غونډې وروسته یې مخه ښ وکړه.

غني چې د سفر په مهال یې د حکومت دفاع وزیر «اسدالله خالد» هم ملتیا کوله، په داسې حال کې غزني ته ورسېد، چې د غونډې ځای ته نږدې نقاط یې د طالبانو تر توغندیز برید لاندې وو، چې له امله یې څو نظامي کسانو ته مرګ ژوبله هم واوښته.

د اوا خبري اژانس د راپور له مخې، غني د رسنیو استازي او د یاد ولایت هغه مخور چې تمه وه له نوموړي سره د غزني مشکلات شریک کړي؛ غونډې ته نه دي پرېښي او له والي او یو شمېر محدودو وکیلانو سره یې لیده کاته کړي.

د غزني خبریالانو او د رسنیو استازو دا کار خپل توهین بللی او اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون ښکاره نقض یې یاد کړی.

په ولسي جرګه کې د غزني استازي «حسن رضا یوسفي» افغان غږ خبري اژانس ته ویلي، چې غني نه په غزني کې د نورو ولایاتو په څېر کومه پروژه افتتاح کړه او نه یې هم د تېر په څېر د غزني د پرمختګ په تړاو کومې ژمنې وکړي؛ بلکې ددې ولایت ستونزو ته د لاسرسي لپاره یې یوه میاشت فرصت وغوښت.

یاده دې وي، چې غني په تېره دوره حکومت کې هم د طالبانو له لوري د غزني ښار تر سقوط وروسته دې ولایت ته سفر کړی وو او هماغه مهال یې هم طالبانو په توغندیزونو بریدونو هرکلی کړی وو.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Pattang

دا فاسد مداري خپل جیبونه تس ښکاره کوي خو نورو ملګرو ته یې ښه د غلا لاره برابره کړې ده !

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close