افغانستان

د نورم او سټنډرډ ادارې رییس د سل زره ډالرو رشوت اخستلو په تور نیول شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ چنګاښ، ۱۳۹۹ل):  د کابل حکومت لویه څارنوالي وایي، د یوه کس د شکایت په اساس یې د نورم او سټنډرډ ادارې رییس د سل زره امریکایي ډالرو رشوت اخستلو په مهال نیولی.

د لویې څارنوالي له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، وروسته له هغه چې یو تن د لویې څارنوالۍ د شکایاتو شمېرې ته خپل شکایت وکړ په اساس یې د څارنوالي د عمومي ریاست له لوري د نورم او سټنډرډ ادارې رییس د سل زره امریکایي ډالرو رشوت اخستلو په مهال باالفعل ونیول شو.

د اعلامیې په بنسټ، د رشوت اصل مبلغ دوه سوه زره امریکايي ډالره وو، چې نورم او سټنډرډ ادارې رییس د نیمي برخې د اخستلو په مهال نیول شوی او د نوموړي تخنیکي مرستیال او  د پروژو مدیر چې ورته تورونه ورباندې وو؛ ورسره یو ځای نیول شوي.

لویې څارنوالۍ ډاډ ورکړی، چې د نوموړي قضیه به په هر اړخیز ډول څېړل کېږي.

یاده دې وي، چې د یوې ملي ادارې رییس داسې مهال د سلګونه زره ډالرو رشوت اخستلو په مهال نیول کېږي، چې د افغانستان د بیارغوني لپاره پر امریکایي مرستو د څار اداره «سیګار» وایي، د کابل حکومت په ټولو برخو کې سیسټماټیک فساد موجود دی او افغانان حتی لومړنیو خدمتونو ته د لاسرسي لپاره اړ دي چارواکو ته بډې ورکړي.

د نړیوالو څېړنو له مخې کابل حکومت په فساد کې د نړۍ ټول هیوادونه تر شا پرېښي او یوازې څلور هیوادونه ترې وړاندې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Pattang

دې غلو خو بشریت وشرماوو ! دا دلوط زامن له طالبانو ډاریږي او پرتوګونه یې ډک کړي دي ، دالر غلاکوي ، منډې وهي تښتي ا ! تف لانت پر دې دیموکراتو بې وجدانه غلو !

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx