نظــر

امریکا: په افغان سفارت کې فساد او د د ښځې له نامه څخه په استفادې د رویا رحماني دفاع

ابوفرید عبدالله

په دې وروستیو کې د پژواک خبري اژانس یو راپور نشر کړی چې په هغه کې يې د اسنادو په ثبوت د امریکا په سفارت کې د سفیري رویا رحمانې د یوه لوی فساد څخه پرده پورته کړې ده.

اسناد څرګندوي چې د سفارت شاوخوا اویا متره دیوال په ۱.۸ ملیونه (اتلس لکه ډالره) جوړ سوی..

په داسي حال کې چې د امریکا میشتي ژورنالیست خالد هادي په وینا د سفارت په شاوخوا کې پوره جوړ تیار او نوي کورونه د ځمکې سره د پنځه شپږ لکه ډالرو قیمت لري او هر چا ته بلنه ورکوي چې دغه قیمت په خپله پر انټرنیټ باندي په اسانۍ سره کتلای سي… حتی د موبایل اپلیکیشن کې د امریکا د پراپرټۍ تر ټولو با اعتباره اداره باندي دغه قیمتونه اسانه کتل کیدای سي.

رویا رحماني د پژواک د راپور په جواب کې په هشت صبح ورځپاڼه کې یوه مقاله لیکلې او هڅه یې کړې چې د ځان څخه دفاع وکړي خو داسي دفاع چې ټول ترکیز یې پر ځان کړی چې دا خو نو ښځه ده ځکه داسي ورسره کیږي.. که ددې دفاعي لیکنه وکتل سي، نو ددې پر ځای چې اصل موضوع روښانه کړي، د اصل تهمت څخه انکار وکړي او یا پر دیوال د دومره ډیرو ډالرو لګښت څخه منکره سي، په لاندي ټکو یې له ځانه دفاع کړې، او ټول ترکیز یې پر خپل ښځینه توب کړی دی:

د دفاعي لیکنې مهم ټکي:

دا اولنۍ ښځه ده چې د افغانستان څخه امریکا ته سفیره ټاکل سوې..

ددې په ټاکل کېدو رسنیو او نړیوالو بنسټونو او دیپلوماتیکې طبقې خورا خوښې وښودله.. ځکه چې ښځه وه..

دې هم د دروند مسؤولیت احساس وکړ تر څو په امریکا کې د افغان مظلومو او محکومو ښځو ښه نمایندګي وکړي …

دا چې په امریکا کې هر سهار را ویښیږي، نو د خپل هیواد انجوني او ښځې ور یادیږي چې د تنګدستۍ له لاسه فقر ته مجبورې شوي..

شپه او ورځ یې هڅه کړې، د افغانستان د ښځي یوه داسي څیره وړاندي کړي چې د افغانستان په اړه د امریکایانو نظر بدل کړي..

دې چې په واشنګټن کې خورا کامیابه دیپلوماسي کړې، او یوه ښځه ده، نو د داخلي رسنیو لخوا تر برید لاندي نیول سوې.. او بهرنۍ رسنیو یې هر وخت صفت کړی دی ځکه چې ښځه ده..

بیا هم د پژواک اسناد جعلي بولي او وايي، دا ځکه هدف ګرځېدلې چې یوه ښځه ده او سفیره ده..

دا برید یوازي پر دې نه دی، بلکې د ښځو پر ټول قشر دی..

د پژواک دغه خبر نه یوازې دې ته منحیث ښځه بلکې د ټولو افغان ښځو اعتبار ته یې تاوان رسولی دی..

ځان د فرخنده سره پرتله کوي، وایی پر هغې فیزیکي برید وسو او پر دې رواني او روحي..

نو دا اوس د افغانستان یوه المیه ده، چې ښځه سوې او مسؤوله سوې، نو هر څه کوه چې کولای یې سې، ځکه چې ته ښځه یې او د ښځو نمایندګي کوې، که د فساد حساب درسره کیدی او یا چا درپسې راپور نشروی، نو ځان مظلوم ګڼه ځکه چې ښځه یې..

——

پورته برخه کې د هغې لیکنې نچوړ وو، چې سفیري رویا رحماني د یوې سفیري او یوه ملت په نمایندګي نه ده کړې، بلکې د یوې ښځې په نمایندګي يې کړې او ځان یې مظلوم ګڼلی ځکه چې ښځه ده، خو حقیقت څه دی، د خالد هادي څخه به یې واورو، چې امریکا میشتی ژورنالیست، لیکوال او د سولې په برخه کې فعال دی.

نوموړي په یوه تازه مرکه کې چې د پژواک اژانس سره یې په ویډیويي بڼه کړې، د لاندي رازونو څخه پرده پورته کړې:

۱- د دیوال فساد حقیقت لري، د امریکا په ایف بي آی او د پلازمیني واشنګټن ډي سي په ښار سازۍ اداره کې دا موضوع د سفارت د همسایه لخوا ثبت ده او اسناد یې سته..

۲- رویا رحماني په اصل کې د کاناډا تابعیت لري، د میاشتي درې اونۍ په کاناډا او یوه اونۍ یا کمه موده سفارت ته راځي او صرف مهمو کانفرانسونو او یا امضاوو لپاره..

۳- رویا رحماني (او طبعا افغان حکومت) د امریکا په دولتي او سیاسي ادارو کې د افغانستان لپاره د لابي کولو چاري (یوه پاکستاني پخواني دیپلومات – حسین حقاني) ته سپارلي دي، افغان حکومت چې په رسمي او رسنیز دریځ کې پاکستان دښمن بولي، د ځان لپاره د امریکا غوندي مهم هیواد کې یو پاکستانی نماینده ټاکي تر څو لابي ورته وکړي.

لابي کول دې ته وایي چې یو هیواد د ځان لپاره په بل هیواد کې د خپل حکومت په اړه د خلکو نظریه جوړوي، د هغو توجه را اړوي، هغه که سیاسیین وي، که تجاران وي، که ژورنالیستان وي او که نور د نظر او کار خاوندان.. نو دا کار اوس پاکستاني (حسین حقاني) ته پاته دی، تر څو د افغانستان لپاره دغه خدمت وکړي.

رسته اړخ ته اول نارینه: حسین حقاني، منځ کې: رویا رحماني

۴- امریکا او کاناډا زمونږ په سیمه کې داسي مانا لري، لکه هند او پاکستان، دواړه یو د بل سره دښمن هیوادونه دي، رویا رحماني د کاناډا تابعیت لري او کور یې هم هلته دی، اکثره وخت همهلته وي.. دا داسي دی لکه مثلا افغانستان چې یو هندوستاني تابعیت لرونکی نارینه یا ښځینه (فرق نه کوي) په پاکستان کې ځانته سفیر وټاکي او بیا دا توقع وکړي چې هغه پاکستان باید پر دغه هندي تبعه باور وکړي، د دواړو هیوادونو رازونه ورسره شریک کړي او د هغې په واسطه ښه اړیکې جوړي کړي..
دا به معقوله وي؟ ایا پاکستان یا امریکا به دومره بیعقل وي چې د خپل دښمن تابعیت لرونکي کس په واسطه به د یوه هیواد سره اړیکي پراخوي او ټول رازونه به ورسره شریکه وي..

۵- رویا رحماني په امریکا کې د سفارت چارې ټولې تر کونسلۍ چارو محدودي کړې، پاسپورټ جوړول، نکاح خط جوړول، شهادتنامې وغیره تصدیقول او بس.. اصل کار یې پاکستاني حسین حقاني ته پری ایښی..

۶- رویا رحماني نه یوازي دا چې په کابل کې د مالیې د پخواني وزیر سره په ګډه اختلاس او فساد کې ګډه وه، بلکې په کابل کې يې د امریکا سفارت ته مکتبونه لیږلي او داسي کسان یې ور معرفي کړي چې هغوی د پوهنتون محصلین نه دي، او د تحصیل ویزه یې ورته غوښتي، تر څو امریکا ته ولاړ سي او هلته سیاسي پناه واخلي.. او طبعا دا کار مفت نه کیږي..

۷- رویا رحماني په امریکا کې د افغان مهاجرو د ټولنو سره اړیکې شکولې او ټول هغه مراسمو کې یې د ګډون څخه انکار کړی چې هلته یې افغانان په خپل ابتکار جوړوي تر څو خپل د هیواد سره د تړون احساس ژوندی وساتي..

۸- نه یوازي یې افغانانو سره اړیکې شلولي، بلکې د هغو پروګرامونو د مخنیوي هڅه یې هم کړې چې افغانان یې د سفارت په ملاتړ په خپل ابتکار دجوړولو هڅه کړې..

۹- د پښتنو سره ځانګړی تعصب لري، د سفارت څخه یې پښتانه په یوه او بله بهانه شړلي…

او داسي نور چې د خالد هادي په لاندي ویډیويي مرکه کې ورته اشارې سوې.. هیله ده تر پایه یې وګورئ:

خلاصه:

فساد د افغانستان د اوسني فاسد نظام په ټولو ادارو او سفارتونو کې سته، او دا هیڅ پټه خبره نه ده او حتی نن سبا ډیر عیب هم نه ده، ځکه چې باچا غل او میرمن یې غله سول، نو رعیت څخه څه ګیله، خو خبره داده چې کله د مسؤولیت خبره راسي، بیا نو ښځه د نارینه برابره ده او هر هغه څه کولای سي چې نارینه یې وړتیا لري، او باید ښځې ته لومړیتوب ورکړل سي، خو کله چې همدا مسؤوله ښځه د نارینه په برابرۍ فساد وکړي نو بیا د ځان ښځینه توب ور یاد سي او فریاد ژړا کوي چې ځکه ورباندي تور پوري کیږي چې ښځه ده او د ښځو نمایندګي کوي. که برابري وي نو بیا باید په هر څه کې برابري وي، (مسؤولیت، شفافیت، حساب او کتاب).
د افغانستان ښځې د نړۍ په سطحه یو سپیڅلې، پاک لمنې، پاک نفسه او باعزته ښځې دي، د هغوی له نامه څخه په کابل کې میشتې ښځینه مخلوقاتي چې اکثره یې له بهر وارد سوي دي، باید په دې توګه د خپلو اخلاقي او مالي فسادونو په پټولو کې استفاده ونه کړي او نه باید افغان ولس دغو ښځو ته د خپلو پاک لمنو ښځو د نمایندګۍ حق ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

جوړ تازه، سټی کنډو پکتیا ګردیز شپون یم.ښه تعلیم می کړی،په ډیرو ملکونو ګرځیدلی یم،اروپایی هیوادونو بلجیم،جرمن،هالند ،لوکزامبورګ کی په غوړیدلو کارونو کی مصروف یم. د همدا کار بار په واسطه له ډیرو خلکو سره پیژندګلوی لرم.له دا خلکو له جملی څخه هغه افغانان هم دی چه پخوانیو دولتونو کی یی غټی غټی دندی ترسره کړی او فعلا دلته مهاجر دی، له دا مهاجرو له جملی څخه ، وزیر،ریس،مدیر،جنرال،سناتوران، سفیران، وه، دا خلک ټول دلته د بیکاری یوه اندازه پیسی چه سوسیال ورته وایی اخلی،یعنی سوسیال دومره پیسی دی چه فقط میاشتی خوراک دی کیږی او بس،کوم مهاجر چه په شرابو… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

پشتین صاحب ، ډیره مننه دا لمر له کومه راوخوت چه پشتین صاحب د پخوا پرتله ټول له یوی مخی حقایق لیکلی او د سټو له کڼدوه اروپا ته راوتلی ښکلی څیړنی او ارزونی یی لیکلی که دا بدلون تل پاتی شی زه هم درسره ملګرتیا له سره پیلووم . هو، ستا په شا ډیر نور هم چه تر پرونه یی شړنګو ته به یی غنی بابا ویلو او مجاهدینو ته به یی د هغه او دغه جاسوسان ویل مګر نن غنی ته شړونګا بابا او د اشغلګرو جاسوس او د مظلوم ولس دشمن وایی . . مونږ به چه… نور لوستل »

غمی،پښتین

جوړ تازه، استاد بیانزی صاحب ته. زه کوم سیاسی سړی نه یم.زه یو ولسی سړی یم.زما کرکه به له د مفسد دولت او دا قاتل طالیب څخه جاری وی، دولت او طالیب داعش القاعده ماته هیڅ فرق نه لری،دا ټول قاتلین د پردیو مزدوران دی. او دجنګ هم جهاد نه بلکه ورور وژنه بولم. او افغانستان بعد د داودخان له حکومت څخه هم ازاد نه دی،او د ټولو جنګیالیو عمرونه به هم انشآلله لنډ او هر قاتل سره به الله ج حساب کتاب کوی. الله ج زر حساب کونکی دی، حلال رزق ګټم ،لمونځ پنځه وخته ادا کوم.نیت می صفا… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x