نظــر

یرغمل شوي بندیان او د سولې برخه لیک

دوکتور محمد عثمان تره کی

په افغانستان کې سوله پیچلي پړاو ته ورننوتې ده، د جګړي ښکیل اړخونه یعني امریکا، وسله وال مقاومت او کابل اداره ، سوله د خپل سیاسي راتلونکې برخه لیک سره تړي.

طالبان سولي ته د خپلواکۍ په لور د مقاومت او جهاد طبعي او منطقي پایلي په توکه ګوري او ځان ګتونکي ګني.

د ټرمپ انتخاباتي تیم سوله یوه سیاسي ستر لاسوند په حیث ارزوي چې په راتلونکې ټاکنو کې باید ترینه ګته پورته شي خو کابل اداره سولې ته د نوې جګړيعې د پیل په بڼه کتنه کوي.

په نوي جګړه کې حق د باطل، عدالت له ظلم او خپلواکي له بلواکۍ سره په تقابل کي قرار نیسي.

کابل اداره په نوې جګړه کې ځان بایلونکي شمیرې، بناً د سولې په وړاندې خند او ځند رامنځته کوي.

‎ د نښي نښاني نه داسي څرګندیږې چه د دوهمه درجه نابغه د سولې د پروسې د ځندولو په موخه په دوو پړاونو کې پروګرام تر لاس لاندې لرې :

–  په لمړې پړاو کي د طالب د پاتيو بندیانو د خلاصون په وړاندې ستونزې جوړول شاملیږي.

خو که د امریکا او طالبانو د فشارونو له کبله بندیان خوشي او بین الافغانې مذاکرات پیل شول، کابل اداره سوله ضد دوهم پړاو ته ورګدیږې.

– په دوهم پړاو کي د مذاکراتو اجندأ چه په کي مختلف متنازع فیه موضوعات ( اسلامې جمهوریت یا اسلامې امارت، د یموکراسې، د ښځو حقونه، د حکومتې چوکیو ویشل . . . ) ځاې لرې، کابل اداري ته ګن شمیر پلمې وربښې چه د خبرو اترو لمن وغزوې. کله چه د متفکر ویندویان وايې چه د مذاکراتو لمړې پړاو په دوحه کي تر سره کیږې، معنا یي دا ده چه مذاکرات دوهم، دریم، څلورم . . . پړاونو ته پراخیږې.

کابل ګوداګې اداره  جګړي ته د فاسدو چارواکو د بقأ د ضمانت په توګه ګورې. بناً  د بندیانو له یرغمل نیولو نه پرته د نوروامکاناتو نه په ګته اخیستني سره سوله ضد زمینه پراخوې د هغي جملي څخه:

– حاشیې ته لویدلي توپکماران او سولي ضد دشمنان لکه دوستم د مارشالې په رتبه نازول او سیاسې ستیچ مخي ته راوستل.

د سولي اوجګړي په اوسنې حساس پړاو کي دوستم غوندي پیږندل شوي پاتک سالار ته دولتې امتیاز ورکول د راتلونکي بین الافغانې مذاکراتو فضأ خړي پړي کوې: پدي معنا چه جنګ سالاران د یو مکتسبه حق په درلودلو سره د دولتې چوکیو د قاومې ویشلو په مقصد سولي مذاکراتو ته کینې.

پدي حساب دوهم متفکر د اوږد مهاله جګړي ناوړه میراث یعني چوکېو ویشلو دوډ ته نوي هوا ورکړي ده.

واضحاً طالب یعني د خبرو اترو بل اړخ په مصنوعي ډول پرسیدلي ټوپکمارو سره، د دولتې غنایمو قاومې- تنظیمې ویشل نه منې. دلته د چوکېو د مالکیت په سر باندي بي پایلي چنه وهل پیل کیږې چه د مذاکراتو لمن غزوې. مګر دا چه طالبان د سولې داسي  یو پلان په چوکات کي خبرو اترو ته ورګد شې چه په کي په راتلونکي حکومتې نظام کې جنګې دلو تپلو ته ځاې نه وې.

دلته د مذاکراتو د پرمختک په مقصد د بهرنیانو ونده ( په جنګې دلو فشار ) چه د توپکمارو واک په لاس کي لرې، مطرح کیږې.

– تر اوسه پوري د سولي عالې شورا د ترکیب په اړه څه ندي ویل شوي. خو که په هغه کي داسي عقده مند کسان چه په څلویښت کلنه جګړه کي د چوکېو د ویشلو په سر باندي سره جنګیدلي او جنايې دوسیي لرې، غړیتوب ولرې یقیناً د سولي په وړاندي د یو ستر پاتک د رامنځته کیدو شاهدان به اوسو.

اوسمهال د بین الافغانې مذاکراتو پیل طالب پاتيو شویو بندیانو خلاصون پوري تړاو لرې. کابل اداره ۶۰۰ بندیان په جنایې جرمونو تورنوې. یعني هغوې د سیاسې بندیانو په حیث نه پیږنې. خو دلته ګن شمیري پوښتني مطرح کیږې:

۱- هغه معیارونه چه جنايې بندیان له سیاسې بندیانو سره بیلوې، کابل اداره ښودلې شې؟

۲- که د مخدره توکو قاچاق یا قتل د جنايې بندیانو د تشخیص محک وې، د کابل اوسنې فاسده اداره یوه لویه برخه د جاسوسانو، قاتلینو او قاچاقبرانو نه جوړ شویدې. سې، آې، ای د نشه یې توکو د قاچاق سروال ګنل کیږې. دا خو د انصاف نه لري ده چه دوستم د څلور زره طالب، قاتل په مارشالې رتبه مفتخر شې اما طالب چه د آزادې په لاره کي  د پردیو تر بیرغ لاندي جګړه مار او مزدور عسکر وږلي، په بند پاتي شې.

۳- کومه خپلواکه محکمه ۶۰۰ طالب تر محاکمي لاندي نیولي او حکم صادر کړي ؟

آیا د ملې واکمنې نه بي برخي یو هیواد د خپلواک قضایې نظام په لرلو ادعا کولې شې ؟

۴- بهرنې متجاوزاو قاتل پوځ ته قضايې مصئونیت ورکول او د آزادې پتنګان په بی بنسته پلمو تورنول او په بند ساتل په کوم آسمانې یا ځمکنې کتاب کي مجاز ګنل کیږې؟

البته دا واقعیت لرې چه د مختلفو عدالت غوښتونکو سازمانونو او په ځانګړي توګه د نړیوال سزا دیوان له خوأ د افغانستان په اوږدمهاله جګړه کي د جګړي په بهرنیو او کورنیو اړخونو باندي د جرم او جنایت تورونه لګول کیږې. اړینه ده چه د جنګې جنایت کارانو محاکمي ته  باید د سولي او امن په راتلونکي فضأ کي رسیدګې وشې. نه دا چه بندیان د سولي ضد افزار په توګه  وکارول شې.

د تولو هغه معادلاتو چه کابل اداره د سولي په ضد تر لاس لاندي لرې( د بندیانو د یرغمل نیولو په شمول) د لاندي احتمالاتو د تحقق  په هیله ګته پورته کوې :

یو ـ د امریکا په ولسمشرېزي تاکنې د جګړه مار جوبایدن ګتل چه په پایله کي احتمالاً امریکايې پوځیان په افغانستان کې پاته شي.

دوه ـ که ترامپ تاکني وګتل او امریکايې پوځ په بشپړه توګه له افغانستان نه ووت د بین الافغانې تکر او تقابل په مخکنې چمتو شوي زمینه باندي د کورنې جګړي پیل.

په پوځ کي نوي لوې درستیز ګمارل او دوستم ته شین چراغ ښودل، کورنې جګړي ته د لاري د خلاصولو په معنا ده.

کابل اداره خونړې لوبه حساس او خطرناک پړاو ته ورداخله کړیده: طالبان د دیرکيو افغانانو په همغږې سوله غواړې. امریکا د تاکنو د الزاماتو تر اغیز لاندي د سولي د مذاکراتو د ږر پیلیدو په مقصد ظاهراً د بندیانو د ږر خوشي کیدو تمه لرې.
د ستونزي د حل په مقصد تر اوسه پوري د امریکا سیاست او ديپلوماسې ناکامې سره مخ دې. که ترامپ واقعاً سولي ته ژمن وې او سوله د امریکا په تاکنو کي مهم لاسوند وګنې، دا احتمال لري نه ښکارې چه سې، آې، اي میدان ته ورودانګې او هغه طریقه وکاروې چه په شپتمه لسیزه کي د دریم نړې د مخالفو مشرانو په وړاندې ترینه ګته پورته کیدل.

په هر حال ! د سولي کلید د امریکا په لاس کي دې. د سولي په اړه د امریکا  صداقت له یو ستر آزمون سره مخ دي.

پوښتنه مطرح کیږې چه پدغسي حالت کي چه امریکايې پوځ د وتلو په درشل کي قرار لرې او دوهمه درجه متفکر د سولي د کاروان په وړاندې پاتک اچولي، په دفاع وزارت کي د عبدالله د دلي نه یو کس لوې درستیز مقام ته تاکل په څه معنا ده ؟

« پاې »
فرانسه –

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx