شعـــــرونه

ربه تاته په سجده دي/ تپاند زهاد

تپاند زهاد

کـاڼي بـوټي او ریګــونه په سـجــده دي
ربه تـاته دا ټـول غــرونه په سجــده دي

ته احـــد یې ته صمــد یې ته واحــد یې
تـاتـــه واړه اسـمــانـونـه پـه سجــده دي

لمر سپوږمۍ او راڼه ستوري دي ثناءکړي
سپین سحـر که ماښــامونه په سجده دي

ته لایــق یـې د ستـــایــلــو ذوالجـــلالــه
انـس جـن کُل مخلــوقـونه په سجـده دي

ته خــاونـد د لــوړ عـــزت یې زمــوږ ربــه
دوزخــــونــه جنــتــونه پـه ســجـــده دي

ګلابـونــه او ریحـان نــرګــس غـاټـول هم
پســـرلی او خـــزانــونــه پـه سجــده دي

ته رحمــن یې ته رحیــم یې ته کـریم یې
فــرشتـي ټــولــه صفـــونه په سجـده دي

ستــا کــرم ته اُمیدوار تپــاند زُهــاد یـم
تـاتـه ربـه زمـوږ ســرونـه پـه سجــده دي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx