نظــر

جمهوریت د کوم مرض دوا ده؟ سلیم صافی

د بنو او کرک په صحراګانو کې انسانان همدا سوالونه کوي، مولانا سمیع الحق چېرته دی؟ نوموړي خو ځان مریض اچولی خو مولانا یوسف شاه هم مریض دی؟ هغوی چې هره ورځ به په تلویزونونو راښکاریدل، سهار ،غرمه او ماښام به یې خبري کانفرانس اړین بللو. دوی دې ملت ته ووايي چې مذاکرات ولې او چا ناکام کړل؟

پوځ ددغو عملیاتو تیاری نه یواځې ۶ میاشتې مخکې نیولی و، بلکې لومړی وزیر یې هم ترې خبر کړی و، هغه مهال یخ و، ددې امکان نه و چې شرخوښي دې په غرونو کې پټ شي او یا هم افغانستان ته ولاړ شي، مهاجرین به هم دومره له ستونزو سره نه مخامخ کیدل، که دا هر څه کېدل بیا پوځ ولې هغه مهال د عملیاتو څخه منع شو؟

په سخته ګرمۍ کې د وزیرستان سوځېدلي او کړېدلي ښځې او ماشومان د لومړي وزیر ځانګړي سلاکار او کالم لیکونکي پسې ګرځي، دوی په دې ځان پوهوي چې مذاکرات ولې ناکام شول او د دوی د دربدرۍ مسئول څوک دي؟
په مذاکراتي کمېټه کې د عمران خان نماینده رستم شاه مومند ماته ویل چې دوی وخت پر وخت عمران خان له هر څه خبرولو او الله شاهد دی چې عمران خان د مذاکراتو په اړه ملت ته ريښتیا نه ویل. د شمالي وزیرستان مظلوم قبایل د عمران په ژبه هغه حقیقت اوریدل غواړي.

دوی غواړي چې په دې پوه شي چې ولې په سم وخت کې د عملیاتو مخالف او د مذاکراتو ملاتړی و او په غلط وخت او د روژې په میاشت کې د عملیاتو ولې ملاتړی شو؟ هغه چې ټول سیاست یې د ډرون بریدونو اخوا نه تللو، نن ولې د ډرون بریدونو او عملیاتو په پیل کېدو چپ دي؟ آیا یواځې ددې لپاره چې د تحریک انصاف ویاند ته د بره څخه لارښونه نه ده شوې او عمران خان ورته لارښونه کړې چې د ډرون بریدونو په اړه چپ پاتې شي.

د پوځي عملیاتو له کبله ځپل شوی ولس پوښتنه کوي چې د پښتنو د حقوقو علمبردار اسفندیار ولي خان چېرته دی؟ آیا په پښتنو تر دې نور سخت وخت راتلای شي؟ اسفندیار هم عذر وړاندې کولای شي، چې دی په واک کې نه دي او مریض دی. خو د وزیرستاني مهاجرینو سترګې د پښتنو یو بل رهبر ته ور اوړي چې ټولې ګوتې يې په غوړیو کې دي، د چا چې د کور ټول غړي نن په واک کې دي، څوک چې د لومړي وزیر د ځانګړي استازي په توګه کابل ته ځي او راځي، که د اسلام آباد په محلونو کې د پنجابي لومړي وزیر سره د ناستې پر مهال نوموړي ته قبایلي ولس نه وریادیږي نو د کابل په یخ محل کې د پښتون حامد کرزي سره د ناستې پر مهال هم دی د قبایلي ولس دی لږ هم ونه کړولو؟ کېدایشي واکدارانو پریکړه کړې وي چې هیڅ یو سیاستدان به دوی په عزت سره نه پریږدي.
اسلام آباد پوره یو کال مولانا فضل الرحمن وکړولو، لومړی يې وزراتونه نه ورکول، بیا یې چې ورکړل نو د ده خوښې وزراتونه نه وه، په پایله کې ده په حکومت د فشار اچولو لپاره پخوانۍ وسلې: اسلام او قبایل ته لاس کړ او په استعمال يې پیل کړ. د شمالي وزیرستان مهاجرین په سوء تفاهم کې وه چې که چېرې عملیات پیل شي مولانا فضل الرحمن او ملاتړي به يې په مخ کې د اوسپنې دیوال شي، خو لومړی وزیر خورا هوښیار وخوت، له یوې خوا یې د عملیاتو اجازت ورکړ او له بلې خوا يې د مولانا فضل الرحمن ډلې ته د ده د خوښې ۲ وزراتونه ورکړل.

د مولانا پخوانۍ ویناوې او د حکومت سره د ده بدسلوکي ته په کتلو سره ملت دا تمه لرله چې کله هم پوځي عملیات پیل شي نوموړی به احتجاجا د کشمېر کمېټې او اسلامي نظریاتي کونسل څخه استعفا ورکړي خو دلته هم خبره سرچپه شوله، په وزیرستان کې عملیات پیل شول او دی د ټول ګوند سره په حکومت کې داخل شو.

پاتې شو سراج الحق، که چېرې نوموړی یواځې د جماعت اسلامي امیر وی نو شاید میدان ته یې رادنګلي وی خو متأسفانه نوموړی د امارت سره سره د پرویز خټک د حکومت برخه هم دی، د ده د ټيم څخه سم کار غوښتل هسې عبث دي.

مهاجرین پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري او زوی چې همېشه یې د پوځي عملیاتو غوښتنې کولې، د راتګ په انتظار دي، دوی پوښتنه کوي چې ستاسو کار یواځې د عملیاتو مسخره کول وه؟ کوم ملت کې چې سیاستدانان پرېمانه او رهبران نه لري د هغوی انجام همداسې وي لکه نن چې ددې ملت دی.

پوځ د عملیاتو پریکړه ۶ میاشتې مخکې کړې وه او حکومت ۳ میاشتې مخکې دې پایلې ته رسېدلی و چې عملیات به کوي. په دې زه شخصا خپله خبر یم او چې وخت راغی دا به درته ثابته کړم چې عمران خان او خیبرپښتونخوا حکومت ته ددغو عملیاتو ډير پخوا مالومات و.

پوښتنه داده چې د مهاجرینو لپاره ایالتي حکومت ولې تیاری ونه نیولو؟ زموږ حالت تر دې را رسېدلی چې زما تېر کالم د بحریه ښارګوټي مشر ملک ریاض لوستی و، ما سره یې اړیکه ونیوله چې دی مهاجرینوسره ۵۰ میلیونو روپۍ مرسته کوي خو نه پوهیږي چې حکومت به دا پیسې څه ډول خرچ کړي، ده دا اعلان په تلویزون هم وکړ خو دوه ورځې تېرې شوې نه مرکزي او نه هم ایالتي حکومت له ده سره اړیکه ونیوله.

زما د تېرې لیکنې تر لوستلو وروسته د هېواد دننه او بهر نه زیات شمېر خلکو له ما سره اړیکې ونیولې چې دوی له مهاجرینو سره مرستې کوي، خو نه پوهیږي د کومې لارې يې وکړي، دوی د مهاجرینو لپاره د ځانګړي بانکي اکاونټ پسې لټون کړی و بالآخره ورته مالومه شوې وه چې دوی لپاره نه مرکزي او نه هم ایالتي حکومت تر دې مهاله اکاونټ جوړ کړی.

مهاجرین یواځې پاکستانی قوم هم سنبالولی شي، خو بدقسمتي داده چې رسنۍ تر اوسه نه دي توانېدلي چې د سوات د عملیاتو په څېر فضا جوړه کړي، لامل يې ښکاره دی، د رسنیو قیادت جیو نیوز حکومت ډير مخکې چپ کړی. بلخوا رسنۍ د طاهرالقادري ډرامې، د عمران خان جلسې او د چودري ورونو تماشو په پوښښ کې مصروفې دي. زما دا یقین دی چې څو لسیزو پورې به زموږ د سیاستدانانو ضمیر را ويښ نشي، خو سوال مې دادی چې د عملیاتو پریکړه هم پوځ کوي، سنبالوي یې هم پوځ، د مهاجرینو انتظام هم پوځ په خپله پوځي طریقې سره کوي، د ښارونو امنیت هم پوځ ته سپارل کیږي او کله چې د اساسي قانون د ۲۴۵مادې لاندې پوځ ته په اسلام آباد کې اختیارت ورکړل شي نو بیا دیموکراسي او جمهوریت د کوم مرض دوا ده؟

سبا که د طاهر القادري او عمران خان په غوښتنو دوی جمهوریت رخصت کړي نو کوم عادي کس باندې څه تندر راپریوتی چې بیا د سیاسي قیادت چیغو ته لبیک ووايي. کوم پوځي که واکمن وي یا نواز شریف، عمران خان او زرداري، د قوم په روغتیا به څه اثر وکړي. دوی بیا د جمهوریت لپاره څه ته زندان ته ولاړ شي یا دُرې وخوري. بیا به دغه ملت وايي چې رسنۍ دې ورکې شي چا سره چې د طاهر القادري د ډرامو د پوښښ لپاره ډير وخت و خو د پاکستان د ژوند او مرګ حیثیت لرونکي ستونزې او د ۷ لکو انسانانو د ستونزې لپاره وخت نه و.

کالم: جرګه
ژباړه: بلال ساپی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x