ټولنیزه برخه

کله چې امیر المؤمنین په ژړا شو!

ژباړه: رضوان الله حسن خیل

د رسول الله صلی الله علیه وسلم خسر د ابوبکر الصدیق رضی الله ملګری او د اسلام دوهم خلیفه هغه څوک چی رسول الله یې د الله جل جلاله څخه د اسلام راوړلو دعاء کړې وه جلیل القدر صحابی عمر ابن الخطاب رضی الله عنه د خلافت په موده کې د حمص له خلکو څخه د فقیرانو او مسکینانو لست وغوښت ترڅو ورته د بیت المال څخه خپله برخه ورکړي. کله چی لست امیر المؤمنین ولیدو ناڅاپي یې د حمص واکمن (سعید بن عامر رضی الله عنه ) نوم هم د فقیرانو لیست کې تر سترګو شو. امیر المؤمنین عمرابن الخطاب رضى الله عنه ډیر حیران شو چې د والي نوم دې هم د فقیرانو لست کې وي، د حمص له خلکو څخه یې د لامل پوښتنه وکړه.

هغوی ځواب ورکړ ای امیر المؤمنین هغه (والي) خو خپل ټول معاش په فقیرانو او مسکینانو ویشي او وایي : زه نو څه وکړم الله تعالی به د قیامت په ورځ د دوی په اړه له ما څخه پوښتنه کوي) . امیر المؤمنین له خلکو څخه وپوښتل ایا تاسې هغه کې څه عیب وینئ؟ ځواب یې ورکړ هو درې عیبونه: هغه سهار تر څاښت مهال له کوره نه را وځي، دشپې ورک وي او په اونۍ کې یوه ورځ له کوره نه راوځي .

کله چې خلیفه عمر ابن الخطاب رضى الله عنه له سعید بن عامر رضی الله عنه څخه د دې عیبونو وضاحت وغوښتلو والي ورته ځواب کې وویل امیر المؤمنین دا عیبونه رښتیا دي. او ځواب ته یی غوږ شه.

هرکله چې تر څاښت مهال نه راوځم ؟ زما ښځه ناروغه ده او د کور کار لپاره خادمه نه لرم کله چې د کور له کار څخه اوزګار شم بیا راوځم ، دشپې له خلکو څخه پټیدل ؟ ما ورځ د خلکو دستونزو د حل لپاره ځانګړې کړې او شپه مې د خپل رب عبادت لپاره ، او په اونۍ کې یو ورځ نه راوتل هغه دا چې زه خپلې جامې پریمینځم اوبيا انتظار باسم تر څو وچې شي ځکه نورې جامې نه لرم.

امیرالمؤمنین عمر ابن الخطاب رضی الله عنه د والي په دی حالت باندی ژړغونی شو….

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx