ادبي لیکني

ولې بايد ليکنه وکړو؟

محمد وقایت الله وقار

په ډېرې خواشينۍ سره يوه لويه ستونزه چې زمونږ په علمي قشر کې لاهم موجوده ده او ډېر خلک ورته د ستونزې په توګه نه ګوري، له ليکنې او ليکوالۍ سره د غښتلې اړيکې نه شتون دی، هر کال په زرګونو تنه د ديني او عصري علومو زده کوونکي له مدرسو او ښوونځيو څخه فارغېږي خو په هغوی کې د ګوتو په شمار ليکوالان هم نه وي، په هغوی کې چې يو څوک د ژوند په سفر کې ليکنې ته لاس اچوي، نو ليکنه ېې دومره خامه وي چې د ژبې لوړ ادبي معيارونه خو لاڅه کوئ آن هغه ابتدايي اصول هم پکې نه مراعتوي. دا په داسې حال کې ده چې ډېر داسې اسباب شته چې له مونږ څخه د سمې ليکنې او ليکوالۍ غوښتنه کوي؛ تر هر څه دمخه که مونږ د خپلې مخې نصابي کتابونو ته وګورو، نو هغه هم د ليکوالۍ پر مټ تر مونږ رارسېدلي، تاسې ووايئ، که ددې کتابونو ليکوالانو له ليکنې سره اړيکه نه لرلې، نو له دومره ستر خېر څخه به مونږ برخمن شوي وای؟ مونږ به دا بېلابېل علوم څنګه لاسته راوړل؟

همدا د ليکوالۍ برکت دی چې نن له پرون سره تړي، د پرون کمالونه په خپل ورېښمين دستماله کې راتاووي او مونږ ته ېې ډالۍ کوي، د پرون پېښې او د هغې تجربې راسره شريکوي، تر څو د پرونيو له مثبتو اړخونو ګټه واخلو او خطاوې ېې تکرار نه کړو.

مونږ بايد له دې کبله هم ليکوالي وپالو چې په اسلامي شريعت کې د ليکنې ارزښت بيان شوی دی، الله تعالی په قلم لوړه کړې ده، رسول الله صلی الله عليه وسلم خپلو ملګرو ته د ليکنې امر کړی او اسلامي تاريخ په هيڅ ځای او وخت کې بې قلمه شوی نه دی، د درستې ليکوالۍ نغده ګټه داده چې په دنيا کې به داسې خلک د خلکو په دعاوو کې ځانګړی ځای لري، نن چې د امام مالک، امام محمد، امام شافعي، امام بخاري، امام مسلم، امام قرطبي، حافظ ابن کثير رحمهم الله او نورو نومونه د نورو څخه زيات د رحمت په دعاوو بدرګه کېږي، بنسټيز لامل ېې دادی چې دوی له ځان وروسته داسې ليکنې پرېښې دي چې انسانيت پرې لار مومي. په معاصرو علماوو کې شهيد سيد قطب ته د قرآن شهيد وايي، د قرآن لپاره د سر قربانوونکي زښت زيات دي خو دده نوم اوس په ډېره مينه اخيستل کېږي، د هغې لامل دادی چې دی د پياوړي قلم خاوند ؤ، ده د قرآن کريم يو ښکلی تفسير د في ظلال القرآن ( د قرآن په سيوري کې ) په نامه ليکلی دی، هغه ېې په خپل ويښ قلم داسې رنګين کړی چې په معاصرو تفاسيرو کې تر هر تفسير مخکې دی.

د ليکوالۍ اړتيا له تېر څخه اوس څو چنده زياته ده، دا له دې امله چې نن نړۍ د يو کلي حيثيت غوره کړی دی او څومره اغېز چې ددې کلي په سمونه او اصلاح کې ليکوالۍ ته حاصل دی، هيڅ شی ورسره پکې سيال کېدای نه شي او له بل لوري دا چې زمونږ مبارزه له فسادونو څخه د نړۍ د پاکولو لپاره ده، نو ځکه بايد داسې تاند قلمونه زمونږ سره وي چې دغه فسادونه په ډاګه کړي او هغه لارې چارې چې ددې فسادونو د مخنيوي او له منځه وړلو لپاره الله تعالی او رسول الله صلی الله عليه وسلم ښودلي دي، څرګندې کړي، خلکو ته ېې ورسوي او خلکو ته په خپله ژبه قناعت ورکړي چې له ټولو اوسنيو بدبختيو څخه د خلاصون يوازينۍ لار د الهي قانون خوا ته ورګرځېدل دي.

زمونږ په مبارزه کې د قلم ارزښت له هيچا پټ نه دی، دا حقيقت هر چا درک کړی دی، آن هغه وګړي چې د ټولنو په فساد ېې لاس پورې کړی دی، هغوی هم په خواشينۍ سره له ليکوالۍ څخه په لوړه کچه ګټه اخلي، نو مونږ هم بايد هغوی ته د قلم په ژبه حق، عدالت او اصلاح وښايو، شايد داسې خلک به په اوسني پېر کې ډېر کم وي چې مونږ د ليکنې په مټ دين ته راړولي وي، خو داسې خلک ډېر زيات دي چې له مونږ څخه د ليکنې په مټ اوښتي دي.

زمونږ هغه وروڼه چې په عصري علومو کې مهارت لري، هم بايد ليکوالي زده کړي، ځکه د هغوی رسالت دادی چې خپلې تجربې، پرمختګونه او د خپلې څانګې اړوند لازمي معلومات له خپلو هغو هېوداوالو سره شريک کړي، کوم چې تر هر چا زيات ورته اړ دي، دا د هغوی هم مسؤوليت دی او هم ددې بې وزله ملت پرې حق دی چې د هغوی د پوهولو لپاره کار وکړي او خپل معلومات ورته ډالۍ کړي.

البته دلته يوه يادونه ضروري ده چې دا سمه خبره ده چې ليکوالي د تمدن او پرمختګ سرچينه ده، خو دا ددې معنی نه ورکوي چې هر څوک دې پرته له دې چې کوم پړاو تېر کړي، د کتابونو ليکلو ته مخه کړي او پرته له کومې کتنې او معيار دې ېې خپور کړي، دا به نه يوازې دا چې د داسې ليکوال شخصيت ته صدمه ورسوي، بلکې د يو ملت په توګه به زمونږ لپاره هم ډېره بده وي، نو ټولو ته پکار داده چې د ليکوالۍ هڅه وکړي، اما هغوی چې په پوره ډول د ليکنې په اصلي معيارونو حاکم شوي نه دي، خپلې ليکنې بايد ټولنې ته وړاندې نه کړي، بلکې ښه خبره داده چې يا لږ صبر وکړي تر څو خپله په ځان پوره باوري شي او يا ېې د ليکوالانو يوې ټولنې او ډلګۍ ته وسپاري، تر څو هغوی ورسره خپلې مشورې شريکې کړي او که د نشر جوګه وي نو چې په پوره ادبي او معتمده بڼه نشر شي چې د نن خلک ترې ګټه واخلي، د سبا خلکو ته هم ګټورې شي او د ليکوال لپاره هم د دنيا او اخرت د نېکمرغۍ سبب شي.

نن له مونږ سره د ليکوالانو د کمښت د ستونزې څخه څو چنده زياته ستونزه داده چې بې کيفيته ليکنو د ليکوالۍ او کتاب لوستنې ټول خوند له منځه وړی، په کتاب پلورنځيو کې به د يوې موضوع اړوند لسګونه تاليفات او ژباړې ومومئ خو داسې مأخذونه چې د سړي تنده پرې ماته شي، د ګوتو په شمار هم پکې نه پيدا کېږي.

راشئ د ژمنې ليکوالۍ په لور ګړندي ګامونه واخلو، له ظالم څخه د خپل حق د غوښتلو، له نړۍ څخه د هر ډول فساد د ختمولو، په نړۍ کې د هر اړخيز سمون راوستلو، د خلکو د يو کولو، پوه کولو او هغوی ته د خدمت کولو او د الله تعالی او د هغه د مخلوق ترمنځ د واټن کمولو په پار قلم سره مينه وکړو، قلم وستايو او قلم وپالو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x