نړۍ

سید منور حسین: جماعت اسلامي په افغانستان کي د جهاد پوره حمایت کوي

munawar-hassan-900نن ټکی اسیا: د جماعت اسلامي امیر سید منور حسین تیره ورځ د ایکسپریس تلویزون سره په مرکه کي وویل چي هغه په افغانستان کي د ناټو، امریکا، او د هغو اتحادیانو په ضد د جهاد پوره حمایت کوي، او همداسي په کشمیر کي د حزب المجاهدین، او په فلسطین کي د حماس د ډلي د جهاد پوره حمایت کوي.

د پاکستاني طالبانو په اړه هغه وویل چي تر اوسه مونږ ته دا نه ده مالومه چي هغه څوک دي،

کیداي سي خفیه ایجنسیانو (استخباراتو) ته په دې اړه ښه مالومات وي، چي هغه څوک دي، خو هغه وویل چي دا خبره سمه ده، چي امریکا او ناټو په خپل راتګ او پاته کیدو سره په دغه سیمه کې خلګو ته د جهاد جواز پیدا کوی.

تر څو پوري چي په پاکستان کي علماء د جهاد فتوی نه وي ورکړي، تر هغو به مونږ د جهاد حمایت نه کوو، خو که چیري ډرون بریدونه جاري وي، او مونږ د هغو په ضد هیڅ هم نه سو کولای، نو باید زمونږ حکومت او فوځ د امریکه په ضد د جهاد اعلان وکړي، زمونږ ولس باید د جهاد اعلان وکړي.

د یو سوال په جواب کي هغه وویل چي د طالبانو هیڅ رنګه عملیات او کارونه دده په علم کي نه دي، خو دومره باید ووایم چي ریمنډ ډیوس په نامه یو امریکايي زمونږ دوه ولسي خلک ووژل، دریم يې په موټر وواهه، خو زمونږ فوځ او حکومت هغه پرېښود، که څه هم د هغه په اړه دا معلومات تر لاسه سوې وه، چي هغه دلته په پاکستان کي د سي آی ای نیټورک چلوی، او تروریستان يې روزله، هغه ولسي او سیمه ایز خلک چي د سي آي ای پر ایجنډا باندي روان دي، او دلته ځانمرګي بریدونه کوي، هغوی طالبان نه دي.

زما په اند په پاکستان کي ځانمرګي بریدونه بلیک واټر کوي، په دغه اړه د امریکا د وزارت دفاع د بیان ریکارډ پروت دی، هغه ویلي وو، چي په عراق او پاکستان کي بلیک واټر زمونږ سره همکاري کوي.

هغه وویل چي : ډز ټوپک کوي، خو محکمه پر هغه چا ترسره کیږي چي د ټوپک تر شا ولاړ وي، او ډز په کوي، نو همداسي په پاکستان کي د ټوپک تر شا بلیک واټر ولاړ دی، او هغه سیمه ایز خلک چي ځانمرګي کوي، د هغوی حیثیت د یو ټوپک دی، خو پاکستاني چارواکي او میډیا د ټوپک مار د غندلو څخه ویریږي.

هغه زیاته کړه چي زه له دې خبري سره په پوره توګه اتفاق کوم، چي د پاکستان امنیت نن صبا د ستر ګواښ سره مخامخ دی، خو د هغه وجه داده چي مونږ د تروریزم په ضد جګړه خپله بللې، مونږ په فاټا کي فوځي عملیات کوو، مونږ پر ډرون بریدونو باندي خاموشي اختیار کړې ده، او ده همدې غلطو پالیسیو له وجي په پاکستان کي ځانمرګي بریدونه تر سره کیږي.

ایکسپریس نیوز

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x