خبرونهنړۍ

امریکا عراق ته ۲۰۰ نور عسکر ولېږل

نن ټکی آسیا: د امریکا ولسمشر بارک اوباما ۲۰۰ نور امریکايي عسکر عراق ته ولېږل. د دوی په وینا دا یې په بغداد کې د امریکا سفارت او د بغداد نړیوال هوايي ډګر د ساتنې لپاره لیږلي. د امریکا د رسمي سرچينو د راپورونو په اساس ددغو ۲۰۰ عسکرو د تګ سره د جون په میاشت کې امریکا ۷۷۵ عسکر عراق ته ولیږل.

اوباما په هغه لیک کې چې کانګریس ته یې لیږلی په کې ویلي چې نوي پوځي قطعې يې احتیاطي لیږلي څو امریکايي ښاریان او سفارت په عراق کې وساتي.

اوباما زیاته کړې چې دغه ځواکونه هر ډول جګړې ته چمتو دي او په عراق کې به تر هغې پاتې وي چې امنیتي حالت سم شي.

پنټاګون د یوې اعلاميې په ترڅ کې بغداد ته د امریکايي ځواکونو رسېدلو پخلی کړی دی.

د جون په ۱۶مه اوباما عراق ته ۲۷۵ امریکايي عسکر په بغداد کې د امریکا د سفارت د ‘ساتنې’ لپاره ولېږل. امریکا ۱۷۵ عسکر په بیړه عراق ته ولېږل او ۱۰۰ نور يې په کویت کې پريښودل چې دوی به له ۲۰۰ نورو عسکرو سره یوځای عراق ته ولېږل شي.

ولسمشر اوباما همدا راز ۳۰۰ امریکايي پوځي افسران عراق ته ولیږل څو د مالکي ځواکونو ته پوځي روزنه ورکړي.

اوباما ۲۰۰ نور امریکايي پوځیان په داسې حال کې عراق ته لیږي چې د اسلامي دولت ځواکونو تېره ورځ په عراق او سوریه کې اسلامي خلافت اعلان کړ او مشر یې أبي بکر البغدادي وټاکه.

دوی هغه سرحدونو ونړول چې د انګریزانو د یوه تړون په پایله کې رامنځته شوي وه.

اسلامي دولت تر دې مهال د عراق په زیات شمېر سیمو حاکم دي او ورځ تر بلې خپلې د واک سیمې پراخوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حمدالله صابر

عراق ته دامریکایانو دوباره عسکر لیږل له اسلام سره دشمنی نه ده نو څه ده له عراقه وتلي امریکا بیا عراق ته عسکر لیږي ، ځکه چي هلته مجاهدین پر مخ رواندي او د الله تعالي په ځمکه د الله اکبر ناري وهي او د نړي کفار دغه نعري نشی زغملي
دا چي صلیبي جګړه نوی نوبه کومه وي
تل به وایو چي مرګ په امریکا او مرګ یي په غلامانو

الحاج استاذ بیانزی

صابرجان ورور السلام علیکم : ستاسو د امریکایانو او کفری نړی د اسلام سره دشمنی د شک په شکل پوشتنه کی لیکلی دا له یقینه هم اوښتی ده ، د اول ځل راتګ یی هم د اسلام سره د دشمنی له خاطره وو او دا ځل چه تللی دی هم دشمنی ده ، بیا او بیا به ځی دا ټولی د اسلام سره د دشمنیو له خاطره دی ، دا د حق او باطل جنګ یا د ( قابلیانو او هابیلیانو ) د انسانی ژوند له اوله پیل شوی او تر اخره به دوام لری په هره زمانه او هر… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x