
فارین پالیسي: غني یو بدنامه جګړه مار ته د سزا پرځای د مارشالۍ رتبه ورکړه
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت لخوا د ګلم جم ملیشو پخواني قومندان او په بشري او اخلاقي جنایاتو کې ښکېیل جنرال دوستم ته د مارشالۍ رتبې ورکولو په کور دننه او بهر د خلکو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
د فارین پالیسي په نوم نشریې په خپلې تازه مقالې کې په دې هکله لیکلي، چې ډاکټر غني په افغانستان کې یو بدنامه جګړه مار ددې پرځای چې سزا ورکړي، مارشال کړی دی.
فارین پالیسي وړاندې لیکلي، د ډاکټر غني او عبدالله ترمنځ د جوړجاړي د یو شرط په توګه جنرال ته د مارشالۍ رتبې ورکړه وه، چې د غني لخوا عملي شوه.
د نشریې د معلوماتو له مخې دوستم د امریکایانو راتګ څخه دمخه جګړو او بیا د امریکا د راتګ پر مهال په شویو جګړو کې خورا بدنامه جګړه ماره څېره وه، پر هغه د سلګونه کسانو د وژلو تور پورې دی او همدا راز په ګڼو نورو جنګي جنایتونو هم تورن دی.
دغې نشریې لیکلي چې نوموړی په ۲۰۱۶ کال کې د خپل پخواني مرستیال او موجوده سیاسي سیال انجینر احمد ایشچي په جنسي ځورونه هم تورن دی؛ خو حکومت یې پر وړاندې اقدام نه دی کړی.
فارین پالیسي لیکي د ډاکټر غني حکومت ژمنه کړې وه چې حکومت به له جګړه مارو او مفسدو خلکو پاکوي؛ خو دوستم ته د مارشالۍ رتبې ورکړې په ډاګه کړې ښيي چې هغه په افغانستان کې د یوه پاک او سالم نظام په جوړولو کې ناکام دی.
Well, Ghani is smart. These are the only people now available for Ghani that can protect the Kabul Admin
Most of the Jamiat or Mr Rabbani Mujahids joined the Taliban. The Hekmatyar forces are almost 100% with the Talibans, the Afghan army groups are joining the Taliban every single day, the public is feeding and protecting the Talibans
So, now it is a time for the criminals to get united and support each other
Anyway, Aain aw Ghain did good job to protect themselves
ژړ سپی د چغال ورور دی ، غلام غنی چی اعلی!؟ قوماندان وی خود به غلام دوستم مارشال وی .
بل څه ندی د غلامی او د دله ګی مسابقه ده .
خبره خو دا ده چی رسنۍ پر وَیَنو او لیکنو بناء دی او دولتونه پر کړنو. مهمه نه ده چی پوه سو دا او هغه رسنۍ څه وائی او څه لیکی بلکه مهمه دا ده پوه سو چی دولتونه کوم پلانونه عملی کوی. فارین پالیسی یا پالان پالیسی یا واشنګټن پوست یا پوست واشنګټن یا ګارډین او ګارډن یا هشت و نیم صبح او نوری شیطانی او تلبیسی رسنۍ بعضاً د خپلو دولتونو په مخالف جهت کی ( ظاهراً او د خلګو د غولولو لپاره) څرګندونی کوی چی اصلاً د اعتبار او باور وړ نه دی، هغه څه چی مهمه… نور لوستل »