افغانستان

هندوستان کې د سیلابونو له کبله ۸۰ تنه مړه شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د هندوستان په شمال ختیځو ایالتونو کې د شدیدو سیلابونو له کبله لږ تر لږه ۸۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ټایمز آف انډیا د خبر له مخې د هندوستانو په شمال ختیځو ایالتونو(بهار، چارکند او آسام) په ۲۶ ولسوالیو کې د «براهما پوترا» سیند د اوبو کچې زیاتېدو له کبله ۲۶۷۸ کلي ځپل شوي او خلکو ته یې د سر او مال ګڼ زیانونه اړولي دي.

په خبر کې ویل شوي ددې سیلابونو له کبله لږ تر لږه ۸۰ تنه وژل شوي او ۲۷ لکه کسان بې کوره شوي دي.

له بیړنیو پېښو سره د مبارزې د هندوستان سیمه ییزو چارواکو ویلي، سیمې ته یې مرستندویه ټیمونه لیږلي ترڅو په خټو او اوبو کې ایسار خلک وژغوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x