افغانستانویډیو

د بلیون پاوڼډو قرارګاه – د باسټین کمپ لمنځه وړل – تاریخي فیلم پښتو ژباړه خپره شوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل د یوه تاریخي فیلم پښتو ژپاړه خپلو لوستونکو او لیدونکو ته وړاندي کوي، دغه ډاکیومنټري فیلم چې سرلیک یې دی: د بلیون پاوڼډو قرارګاه – د باسټین کمپ لمنځه وړل، د افغانستان د جنوبي ولایت هلمند څخه د برتانوي ځواکونو د وتلو صحنې او پلان ګزاري عکاسي کړي دي.

د باسټین کمپ په اړه:

د باسټین کمپ د افغانستان په جنوبي ولایت هلمند کې موقعیت درلود چې په افغانستان کې یوه د لویو قرارګاو څخه بلل کېده، دغه اډه یا قرارګاه د برتانویانو لخوا په کال ۲۰۰۶ کې جوړه سوه او په کال ۲۰۱۴ کې افغان او امریکايي ځواکونو ته وسپارل سوه.

دا پوځي قرارګاه نه بلکې یو پوځي ښارګوټی وو، چې په یوه وخت کې په کښي ۳۰ زره عسکر هم میشت سوي دي.

باسټین کمپ د برتانیې د ریډنګ ښارګوټې په انداز مساحت نیولی وو او د لندن ښار د ګیتویک هوايي ډګر په اندازه یې هوايي ډګر درلود.. د ګیتویک هوايي ډګر په لندن ښار کې دوهم لوی او مصروف ترین هوايي ډګر دی.

په کال ۲۰۱۴ کې چې اوباما د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د جګړییز ماموریت د پای اعلان وکړ، برتانیې هم د افغانستان څخه د تګ پریکړه وکړه او بالاخیره د ۲۰۱۴ په اکتوبر کې يې ټول ځواکونه د باسټین کمپ څخه وایستل او اډه یې په رسمي ډول افغان ځواکونو ته وسپارل.

په دې ویډیو کې وینئ چې څرنګه برتانوي ځواکونو په باسټین کمپ کې عیاشي کول او څرنګه یې په څنګ کې افغان ځواکونو د هغوی او ځان ساتنې لپاره د جګړې په اوله کرښه کې د بهرنیانو لپاره قربانۍ ورکولې.
او بالاخیره چې برتانویان وتل، خپلې خیمې یې هم ټولې کړي، حتی هغه خاورین دیوالونه چې د ځان ساتنې لپاره یې جوړ کړي وه، هغه یې هم ونړول او څه نا څه وسپنه چې يې لرل، هغه یې په کباړ کې خرڅه کړل.

په ویډیو کې د افغان ځواکونو یو چارواکی چې دغه حالت ویني، د زړه له درده وایې چې دوی په څه عیش او عشرت کې دي، او اوس چې ځي، د ځان سره یې زړه غواړي د سیمټو درانده دیوالونه هم یوسي.

اوس وخت کې د ویډیو نشرولو او ژباړلو اهمیت:

اوس چې امریکایانو اعلان کړی چې دوی عملا د طالبانو سره تر تړون وروسته په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان د ۵ اډو څخه وتلي دي، او غواړي چې د نورو څخه هم ډیر ژر ووځي، دا ویډیو د بهرنیانو د وتلو صحنه په ښه توګه انځوروي چې هغوی کله یوه قرارګاه خوشي کوي، نو په څه توګه یې خوشي کوي، څه له ځانه سره وړي او څه افغانانو ته پریږدي.

لکه په دې ویډیو کې چې ښکاري، برتانوي ځواکونو خپلو وسلو ته چاودونه ورکول، هغه موټر چې نه یې سوای وړای، لمنځه وړل، هغه تارونه چې اضافه وو، پر منځ یې پرې کول، ددې لپاره چې د استفادې څخه ووځي، او هر څه یې د وسپنو په سکراپ بدلول، او دکان یې را ایستلی وو تر څو دا وسپنې پر محلي تجارانو خرڅې کړي خو چاته یې ور نه کړي.

همدې ډول باندي ټول بهرنیان پلان لري په راتلونکو څو میاشتو کې د افغانستان څخه ووځي او افغاني ځواکونه یوازي له ځانه او پسمانده وسلو او سایلو سره خپل نا معلوم سرنوشت ته پریږدي.

—–

دا ویډیو وګورئ او ورسره دا فکر وکړئ چې امریکایانو او بهرنیانو افغانستان ته څه راوړل او څه یې یووړل، افغانانو ددوی له راتګه څه ګټه وکړل او څه تاوان یې وکړ.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

د هغه هندو کړنه به می د خندا او ژړا سبب نه سی کوم چی د یو تکړه جراح پتوګه په ناروغتون کی د ورځی اته نهه د زړه او پښتورګو بریالی عملیاتونه تر سره کوی او مازدیګر چی کور ته راسی بُت ته سجده کوی یا د غوا بولی چیښی خو هغه څوک د سختی غُصې او غضب وړ دی کوم چی د خبیث انګرېز دوه سوه کلنی شیطانی کړنی او شیطانی توطئې او دسیسې ئې له نژدې لیدلی دی خو بیا هم پر انګریزی بُت مین او سجده ور ته کوی. د ټولو موجوداتو ابدی نفرین دی وی… نور لوستل »

بخت محمد

سمه ده

20200721_085143.jpg
Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x