ادبي لیکني

دوه کلن حذیفه د څلور ښځو او درې ماشومانو سرپرست

عاکف مهاجر

د هیواد حالات داسې دي چې د ویلو او اوریدلو نه دي، هر در او هره کوڅه کې د وینو اثار، د بې پلاره ماشومانو چیغې او د ورارې خور نعرې دي.

نن ورځ د ۱۳۹۹ کال د چنګاښ میاشتې ۲۸مه د شنبې ورځ د میدان وردګ ولایت اړوند د تنګي درې سیمې ته له دوه نورو ملګرو سره تللی وم.

دا چې سفر مو د همدې لپاره وو چې هلته له دردیدلو او غمجنو کورنیو سره و وینو خو له نورو ورځو مو نن ورځ بدله او ډیره غمجنه وه.

نن ورځ مو هغه کورنۍ ولیدله چې یواځې دوه کلن حذیفه ته د څلور زنانه وو او درې ماشومانو سرپرستي ورله غاړې وه.

د عابد په نوم د تنګي یو ملګري هغه کور ته وروستلو چیرته چې څه وخت وړاندې د غربي داړه مارانو له لوري د یوې کورنۍ څلور تنه له درې نورو کسانو سره په یوه ورځ شهیدان شوي وو.

کیسه داسې وه چې د قتیبه په نوم یو تن سهار مهال د امریکایي ډرون الوتکې له لوري په نښه او په شهادت ورسول شو، خو دغه کورنۍ دغه غم لمانځلو ته پرینښودل شوه او د ظالمانو زړونه پرې یخ نه شول بلکې په همدغه ماښام یې هغه مهال د دغې کورنۍ څو نور غړي په نښه کړل چې د نورو خپلوانو له لوري ویروسۍ ورته شوی وو او ماښام ډوډۍ ته بلل شوي وو خو د بیرته راتګ پر مهال یې موټر په نښه او ۷ تنه پکې داسې مهال د ډرون الوتکې برید کې په نښه او په شهادت ورسول شول چې غوښې یې په دیوالونو سرېښې وې.

عابد ویل مونږ چې د شهیدانو غوښې راټولې او کور ته راوړې د دغې کورنۍ یوې تور سرې یو کلن ماشوم رانیولی وو او ویل یې چې یواځې همدغه ماشوم لرو چې الله راضي کیږي دا هم ورته قربانوو، خو نن هغه سپینسرې بې سیکه او د خبرو نه وه، البته حذیفه لږ د خبرو شوی وو یواځې همدا یوه خبره یې کوله چې پلار مې کافرانو شهید کړ.

حذیفه هغه ماشوم وو چې اوس مهال د څلورو تور سرو او درې ماشومانو یواځې همده ته هیلې وې او دی یې د خپل راتلونکي مشال ګڼلو، خو حذیفه نا خبره له خپل بخت نه وو خبر چې څنګه له تخت ولیدلی او د پلار، کاکا او بابا له مرحمت څخه بې برخې شوی دی.

دا یواځې حذیفه نه وو بلکې د هیواد اوسنی حالت مو داسې ده چې حذیفه پکې باچا ده نورې داسې کورنۍ لرو چې د حذیفه غوندې ماشوم هم نده ور پاته بلکې کور یې یواځې له تور سرو ډک دی.

نور بیا….

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x