شخصیتونهنظــر

هغه څوک چې تعارف ته اړتیا نه لري(یو څو نایابه خاطرې، چې تاریخ به تل پرې ویاړي)

ډاکټر امين

دخالص بابا نژدې دوست او مشر مجاهد

دا ھستي ھغه دہ، چې د حجاز مقدس پاچا ملک فھد ورتہ وایي “اِنا فِیْ وِجْھِکَ خَیْرُ”.(ستا په مخ څېره کې خیر دی).

دا ھستي ھغه څوک دی، چې زما په مخ کې ورته د حجاز مقدس لوی مفتي الشیخ ابن باز رحمة اللہ علیه وویل: “والد المحترم”(ښاغلیه پلاره).
دا ھستي ھغه څوک دی، چې مظلوم شھید اسامه بن لادن رحمة اللہ علیه یې په ولاړ‎ہ ولاړ‎ہ لاسونه مچې کړل.

دا ھستي ھغه څوک دی، چې د شاھین په شان زوی یې د بدرنگه کمونستانو په لاسونو د شھادت جام وڅکلو.

بلاخرہ دا له ھیبت او جلال نه د ډکو سترگو خاوند عظیم مجاھد ښاغلی مولوي محمد یونس خالص بابا رحمة اللہ علیه دی.

مشھور لیکوال استاذ ناگار یې یوہ ورځ د نجم الجھاد فامیلۍ ته له څه نورو کسانو سرہ یو ځای په داسې حال کې پوښتنې ته راغی، چې ده محترم د سختې تبې او مریضۍ په حالت کې په ناسته لمونځ کاوه. مولوي صیب ناگار ته ووې “ھر څه وای، خو چې اللہ تعالی ته مې په ولاړ‎ہ د لمانځہ طاقت درلودای”. په سبا ورځ په ‘وحدت” ورځپاڼه کې د ناگار مضمون په دې عنوان نشر شو (ھغه د ھسکو غرو شاھین نن د ولاړ‎ې د لمانځه ھیله من دی).

یو څو نایابه خاطرې، چې تاریخ به تل ورباندې ویاړ‎ي:

لومړۍ:
کله چې له حامد کرزي سره په کابل کې د امریکا سفیر یو ځای د خالص بابا لیدنې ته جلال آباد خالص فامیلۍ ته ورغلو، نو د خبرو په دوران کې د امریکا سفیر ورته وویل:
“محترم مولوي صیب! ستا د مریضۍ پوښتنې ته راغلی یم”.
بابا ورته ووې:
“زما پوښتنې ته نه یې راغلی، بلکه زما لیدلو تہ راغلی یې، چې ومې گورې، چې ډز کولی شم او که نه یې شم کولی”.
وایي له دې خبرې سرہ د امریکا د سفیر او حامد کرزي روحایات دومرہ خراب شول، چې په خپل راتگ پښېمان معلومېدل او د پښو د ایستلو کوښښ یې کاوه.

دویمه:
یو ځل د تورې بوړ‎ې له مرکز څخه ډاکټر نجیب د کابل حکمران ته یو خط د چپرھار د بعضې مشرانو په لاس په دې عنوان ور ولېږلو:
“نجیب، لایق، بارق او د کمونیزم نورو طرفدارانو! والسلام علی من التبع الھدی. نصیحت درته کوم توبه وباسئ، داللہ تعالی وحدانیت ومنئ په تیرو پښیمانه شئ، د خپل مظلوم ملت نه معافي وغواړ‎ئ، چې اللہ تعالی درباندې رحم وکړي. دنیا د ختمیدو شی دی، آخرت د بقا. زما یوہ خبرہ واورئ او یاد یې وساتئ؛ روسان به تښتي او تاسې به د مجاھدینو او مظلوم ملت رحم ته بې اسرې یوازې پرېږدي. زہ چې څومرہ روسان پېژنم بې وفا او بې وعدې خلک دي”.

آخر رښتیا چې روسان لاړ‎ل او کمونستان بیا د ملت خیرات ته لاس نیولي په فقر کې پاتې شول.
یوه وړاندوینه چې تل به یې د اسلامي اِمارت مشرانو ته د نصیحت په ډول کوله؛ کلہ چې اسلامي اِمارت د افغانستان پر زیاته ځمکه حاکم شو، نو له پخوانیو مجاھدینو څخه د اسلحو راټولول ھم په اکٽرو منطقو کې شروع شول، بابا رحمة اللہ علیه به ویل:
“ملت مه خالي لاس کوئ، زہ وینم چې څوک ستاسې اسلامي نظام نشي برداشت کولی، نړ‎ېوال به د اشر په شکل درپسې راځي، کافر او منافق به درته یوځای شي؛چې ملت مسلح وي د ھرې تیږې او ونې تر شا به ستاسې یو عسکر بیا ستاسې په حمایت کې د دغې اشر مقابله کوي، ځکه ملت ھر څه مني، خو د خارجي تجاوز مقابله د سر په بیه ھم کوي”.

ھغه اشر رښتیا چې مونږ د ۲۰۰۱ز په لومړ‎یو کې په خپلو سترگو ولیدل.
شھید شیخ اسامه بن لادن ورته زیات گران و، مگر ھیڅکله له ھغه سرہ په حجاز مقدس کې د جنگونو او گډوډۍ له رامنځ ته کولو سره موافق نه و. بابا به ویل: “که د مقدساتو په علاقه او منطقه کې اور بل شو بیا یې مړ‎ کول د مسلمانانو د وس کار نه دی، ځکه کفر غواړ‎ي، چې ھمداسې یو اور ته لمن ووھي؛ ترڅو د مسلمانو اجتماعیت او د راټولیدلو ځای ختم کړ‎ي.

بابا به په خصوصي مجالسو کې مونږ ته ویل:
“د طالبانو د اسلامي تحریک مرسته وکړئ، په ننني وخت کې تر دې تحریک بھتر د پناه ځای نشته. که د مرستې توان یې نه لرئ مخالفت یې بلکل معقول کار نه دی، باید له مخالفت څخه یې ځانونه وساتئ”.

د ھمدې ھدایاتو په رڼا کې الحمدللہ د محترم بابا عزتمند زامن زمونږ د جھاد سرلښکر شھید انجنر محمود او مظلوم زندان خوړ‎لی شھید معلم اول گل او ھمداسې په زرگونو مجاھدینو تر ننه پورې د غاصبې امریکا او ناټو قواو پر خلاف د اسلامي امارت تر بیرغ لاندې چا د شھادت جام نوش او څوک د شھادت په امید د دښمن مقابله کوي.
٢٠٢٠/٧/١٩

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x