نظــر

هلمند کې د قران یو حافظ امریکایانو څنګه په سپیو وخوړ؟

ګرمسيري

دغه وحشي او دردناکه پېښه په 2008 کال کي د هلمند ولايت د ګرمسير ولسوالۍ د صفار د ماجريانو په کلي کي هغه وخت رامينځته شوه چې کله امريکايي عسکرو د عبدالرحمان جان اکا پر کور چاپه واچول.

د سيمي خلک وايي يوه شپه امریکايي عسکر د عبدالرحمان جان اکا د دوو زامنو حافظ عبدالنافع او حافظ لعل محمد دنيولولپاره راغلل خوزامن يې ترچاپې مخکي له کوره وتلي او بل ځای ته تللي وه.

د چاپې په ترڅ کي امریکایي عسکرو دعبدالرحمان جان کور او د کلي څو نور کورونه  وپلټل خو څوک یی ونه نيول.

په همدې شپه دوی معلومه کړې وه چې دعبدالرحمان جان اکا زامن اوس له ډاره دکوره وتلي دي شايد سهار مهال بيرته کورته راسي, امريکايی عسکر ترپلټني وروسته دکلي دکورونو پربامونو پټ شول ترڅو د بيرته راتګ پروخت يي ژوندي ونيسي.

د شپې په اوږدو کي دعبدالرحمان جان اکا زامن خبرشول چي تېره شپه ددوی پرکورچاپه وه دوی فکرکاوه چي ترچاپي وروسته به امريکايي عسکربيرته خپلومرکزونو ته تللي وی, سهاروختي مهال حافظ لعل محمد خپل کورته راغی، پلاريې دسرای په مينځ کې پروت وو حافظ لعل محمد ږغ وکړ چي باباژوندی يې! نوموړی فکرکاوه چي شايد پلار يې امریکايانو د چاپې پرمهال شهيد کړي وي.

په دې خاطر چې پلار يې ټول شپه دامریکايي عسکرو له ډاره خوب نه و کړی تازه ويده شوی وو نو پلار يي په ځواب کي وويل «زویه! بيده سه ماته ډېرخوب راځي الحمدلله ژوندی يم»، زوی يي مورته وويل چي ماته پاکي جامې راکړه چي ماهم ټوله شپه په باغونوکي تيره کړېده او جامې مي خيرني دي.

حافظ لعل محمد چي کله جامې بدلولې په دې وخت کي ګڼ شمیرامریکايي عسکرد خپلو سپيوسره ددوی کورته راورسېدل حافظ لعل محمد چي امریکايي عسکر د کور په دروازه کي وليدل نوسمدستي دکورپربل دربندغوښتل چې ووزی چي يوامریکايي عسکرضربه  پر وکړه خو حافظ لعل محمد په ځغستا وو او ونه ويشتل شو. امریکايانوخپل تعليمي سپي ورپسی ايله کړل چي بالاخره يي دکلي په مينځ کي يي ټينګ کي اوغوزار يې کړي.

دسیمي خلک وايي چې په دې وخت کي امریکايي عسکرو ننداره کول چي لس دولس خروړي سپي په حافظ لعل محمد په داړولو اخته وه ترڅو چي دحافظ لعل محمد ناري سوري خاموشي شوي او شهيد شو.

ترپيښي وروسته دحافظ لعل محمد د بدن څوټوټې او هغه پاکي جامې چي موريې شل دقيقي مخکي وراغوستي وې ،په وينو لړلي دکلي په مينځ کې پاتي وې نورټول جسد يې سپيو خوړلی و.

دسيمي خلک وايي چې يوه شپه مخکي هم امريکايي عسکر د چاپي په موخه ددوی کورته راغلي وه خو دوی ترې بچ شول, داځل چي راغلل حافظ لعل محمد يي په سپيو وخوړی او حافظ نافغ يې تردې پيښي دوه ساعته وروسته  ژوندی ونيوی او دکور په مخ کي په ډزو شهيدکړ او پلار عبدالرحمان جان اکايې له ځان سره بګرام ته يوړی چی تريوه کال سختو کړاونو وروسته يې ازاد کړ.

که سړی فکروکړی چي دا بدبخته امريکايي وحشي عسکرپه کوم اراده ديوه عام افغان څخه دومره انتقام اخلي چي زوی يې دپلار ،مور اودټول فاميل اوحتی دټول کليوالو په مخکي په سپيو خوري ،بيا يي هم زړه نه يخيږي بل وروريي په همدې ورځ دوه ساعته وروسته بيا هم دټول فاميل په مخ کي په مرميو سوری سوری کوي بيايې هم ارمان نه پوره کيږي تردې دردناکه  پيښي وروسته يي غمڅپلی پلار له ځان سره په ډير وحشيانه توګه لاس تړلی بګرام ته انتقالوي.

چي سړی فکر وکړی چي ددې دوو زامنو دبوري او غمڅپلي مور به څه حال وو؟ او ددې فاميل به څه حال وو؟ چې دوه کسان يي په دوو ساعتونو کي يوپه بل پسي په شهادت رسيږي او دکور مشريي لاس تړلی امریکايي عسکرله ځان سره بيايي او يو کال د همدې وحشيانو تر پنجرو شياته تيره وي.

دا قیصه مي خداي بخښلي استاذ یاسرته څو ورځي وروسته ترهغی وکړه چی نوموړی تازه دپلچرخی له زندانه دیوه بهرنی تبع په بدل کې خوشی شوی وو, دقیصې په اوریدو نوموړی سخت ډیر وژړل, بیا به یی په خپل تقریر کې دامریکایانو دوحشی مظالمو په لړ کې هميش دا قیصه یادول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
همت

مرګ پردې وحشي ساکښانو !
هر څوک چي دغه ځناوران وژني ډېر ښه کار کوي او هر څوک چي دغه ارذال وژلاسي او نه يې وژني او ټيټ رتبه افغانان وژني ډېر بد کار کوي.

جمیل

بیا هم مرګ پر دی وحشی ساکښانو . محترم همت صاحب السلام علیکم و رحمة الله ! هر هغه څوک چی د کفارو په ملتیا او د هغو په وسلو او پیسو د مجاهدینو سره د کفارو په قومانده جنګیږی د هغه مرګ روا دی او وژونکی یی غازی دی . مونږ حتی ودی غلامانو او د هغو و بادارانوته په ښه ویلو او طرفداری هم ګنهکاره کیږو . د مجاهدینو که د ارذالو په وژلو وس ورسیږی مخ نه ځنی اړوی خامخا یی وژنی لکه دمخه چی یی وژل خو همدا ارذال په همدی خس و خاشاک(ټیټو) اور بلوی… نور لوستل »

مجاهد

همت صاحب ، مننه ، چه د دغو خونړو ځناور د مرګ فتوی دی ورکړی کومه چه دغه فتنوی طالب مجاهدینو ځانو ته له شلو کلو دمخه به عملی بڼه کی ورکړی یعنی هغه فتوی یی عملی کړی او عملی کوی مګردا چه تاسی د ټيټ رتبه افغانانو وژنه مثتنی کړی او حتی بد کار مو ورته ویلی ورسره ډیر توافق نه لرم او هغه دا چه: که ستا مطلب بل څه وی بخښنه کوی مګر که له ټیټ رتبه وو څخه عسکر او پولیس وی اشغلګرو همدغه تيټ رتبه عریب عسکر له امریکا او اروپا راوستی او هم یی… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx