ټولنیزه برخه

د چاپېر یال اغېزې

مولوي محمد رضاء رحماني

مولانا رشید احمد ګنګوهي رحمه الله یوه ورځ د یو واده په موخه ( تهانه بهون) ته ولاړ ، له ځان سره یې دا هم وویل چې ځا ښه شوه د حاجي امدادالله مهاجر مکي رحمه الله زیارت به هم وکړم.

حاجې امداد الله مهاجر مکي رحمه الله ته دا معلومه شوه چې ګنګوهي رحمه الله فطرت سلیمه لري ، نو ترې ویې پوښتل ، آیا تا له چا څخه بیعت کړی دی؟ ګنګوهي رحمه الله وویل نا ندی مې کړی ، حاجي صاحب ورته کړه چې که ستا خوښه وي نو بیا زما څخه بیعت وکړه.

ګنګوهي رحمه الله ورته وویل چې په دې شرط بیعت کوم چې د ذکر او شغل حکم به نه راته کوې ، حاجي صاحب ورته وویل چې ګوره! ما خو تاته د بیعت وویل د ذکر او شغل مې ندي درته وېلي ، او وعده یې هم ورسره وکړه چې آینده کې به هم نه درته وایم ، بهر حال بیعت وشو ، دایې هم ورته وویل چې دوه یا درې ورځې همدلته زمونږ سره پاتې شه.

درې ورځې هلته ( تهانه بهون) کې پاتې شو ، کله چې د شپې دوه نیمې درې بجې شوې ګوي چې ټول خلک ولاړ دي تهجد کوي ، ګنګوي ته هم شرم راغی ولاړ شو د تهجدو لمونځ یې وکړ ، بیا یې نو خلک په ذکر او شغل کې مصروف ولیدل ، نو ګنګوهي هم په ذکر کې مشغول شو ، په دوهمه ورځ هم د اولې ورځې په څېر وشول ، په دریمه ورځ ګنګوهي په خپل شوق او ذوق خوشحالئ سره ولاړ شو تهجد یې وکړل او په ذکر کې مشغول شو.

په دریمه ورځ خپل مرشد مهاجر مکي ته ورغی ورته ویې ویل چې حضرت صاحب تاسو خو پر ما هرڅه وکړل! مرشد ورته وویل ما خو أمر ندی درته کړی ، ځکه چې ما وعده کړي وه د هغې خلاف مې ونکړ ، اوس نو ته تللای شې ، ګنګوهي وویل چې اوس نو زه نه ځم تردې چې څلوېښت ورځې هلته پاتې شو ، د هغې مودې تر ختمېدو وروسته د خلافت سره خپل ځای ته را ستون شو ، دا عبادت اول ریا وه بیا عادت شو أخر عبادت شو ، خلافت یې نصیب شو.

قاري محمد طیب رحمه الله وایې چې زما د سترګو لېدلی حال دی چې زه أته کلن ووم ، یوځل ګنګوهي رحمه الله ته ورغلم ، هلته د ذکر او شغل چاپېریال له پخوا جوړ وو، خو دده په جومات کې به ډېرو دوبیانو جامې پرېمینځلې ، د جامو د وهلو سره به یې ( الا الله) هم ویل ، دا د ماحول یا چاپېریال أثر وو کنه دوی ته د ذکر فکر أمر نه وو شوی ،( هرچه درکان نمک رفت نمک شد) بس دا د چاپېریال أثر وو ، څوک چې په کوم چاپېریال کې اوسيږي د هغه أثر به ضرور قبلوي.

دصحابه کرامو رضوان الله علیهم اجمعین هم یو چاپېریال وو هر څوک به چې راغی بغیر د أثر قبلولو به نه پاتې کېده ، چاپېریال یې ډېر مضبوط وو تر دې چې د أنبیاؤ علیهم السلام څخه وروسته ددوی مرتبه او درجه وه ، په دې خبره د امت اجماع ده چې ( الصحابة کلهم عدول) صحابه کرام معصوم نه وو لېکن محفوظ وو ، په دې خبره هم د امت اتفاق دی چې که هرڅمره څوک لوی غوث او قطب جوړ شي مګر د أدنى صحابي مقام ته نه شي رسېدلی ، ځکه چې کوم ماحول او چاپېریال دوی ته حاصل وو بل چا ته نه وو حاصل.

بهر حال ! د مثال په توګه که یوه کورنۍ کلک هوډ وکړي چې مونږ به حتی الوسع ګناهونه نه کوو د ورعې او تقوای لار یې خپله کړه ، نو هرڅوک چې ددی چاپېریال ته ورشي له دوی څخه به أثر اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx