افغانستانسولې اړوند خبرونه

طالبان: د بندیانو د تبادلې په برخه کې بهانې جوړول د «کابل ادارې سوله ضد ماهیت بربنډوي»

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): طالبان وایي، د بندیانو د تبادلې پروسه د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې توافقنامې له مهمو بندونو څخه ده؛ نو «کابل ادارې» ته ښایي، چې په دې برخه کې خپل مسئولیت ترسره او بهانې جوړې نه کړي.

دغه څرګندونې د طالبانو له رسمي ادرس څخه د «اوونۍ تبصره» تر عنوان لاندې خپاره شوي مطلب کې راغلي.

په یاد مطلب کې طالبانو ویلي، چې «مقابل لوري» لومړی ددوی بندیان په جنايي جرمونو ککړ بلل او بیا یې دعوه کوله، چې د طالبانو د بندیانو په لست کې بهرني اتباع شتون لري «خو چې کله یې هغه ټولې بهانې غلطې او بې اساسه ثابتې شوې نو اوس وایي چې نړیواله ټولنه د دې بندیانو له خلاصون سره توافق نه لري.»

مطلب کې وړاندې راغلي «د کابل ادارې چارواکي په داسې حال کې دا بهانه یادوي چې تر اوسه هیڅ نه دي لیدل شوي چې د نړۍ کوم هیواد یا سازمان دې د بندیانو د خلاصون سره مخالفت ښودلی وي. بلکې په کار هم نه ده چې نړیواله ټولنه له هغې پروسې سره مخالفت وکړي چې زموږ هیواد د نزاع د حل او سولې خوا ته بیایي. واضح حقیقت دا دی چې په قطر کې شوې توافقنامه د ملل متحد په شمول د اکثرو هیوادونو لخوا تائید شوې او هرکلی یې شوی دی. دا چې په افغانستان کې د موضوع حل د هیواد او نړۍ په ګټه دی نو ځکه په کار ده چې ټول اړخونه د دې پروسې د بریا په برخه کې خپل تسهیلي همکارۍ وکړي نه دا چې په وړاندې یې خنډونه ایجاد کړي.»

طالبانو ددې تر څنګ ټینګار کړی، چې د بندیانو موضوع د توافقنامې اساسي موضوع ده او که رښتیا هم «کابل اداره» د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدل غواړي؛ نو د بندیانو موضوع دې پرته له ځنډه تکمیل کړي «د کابل ادارې چارواکې که واقعا بین الافغاني مذاکرات غواړي نو باید د بندیانو د تبادلې د پروسې په تکمیل کې خپل مسؤلیت ترسره کړي. دوی هغه کار چې سبا یې کوي باید نن یې ترسره کړي ځکه په دې برخه کې بې ځایه تعلل او بهانه جویي یوازې د دوی سوله ضد ماهیت بربنډوي او په وړاندې یې د ولس د حساسیت کچه لوړوي.»

د طالبانو له لوري دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې وړمه ورځ د کابل حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر «حنیف اتمر» ادعا وکړه، د طالبانو نږدې شپږ سوه تنه بندیان «جدي ستونزې» لري او دوی يې خوشي کولای نشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx