شخصیتونهنظــر

خالص بابا رښتینی و…!

محمد آصف آزاد

که پرون ډېرو د رښتینولۍ دعوی کوله؛ خو وخت او حالاتو یې د دعوې حقیقت څرګند کړ، چې څوک رښتینی او څوک نه دی.

که پرون ډېرو قربانۍ ته د تیاری ادعا کوله؛ خو د قربانۍ ورکولو د اړتیا مهال وښوده چې څوک قربانۍ ته تیار او څوک نه دی.

که پرون ډېرو د آزادۍ او اسلامي نظام د ارمان لرلو زمزمې غږولې؛ خو وخت یې د ارمان څرنګوالی جوت کړ، چې څوک د څه ډول ارمان لرونکی دی.

او که پرون ډېرو د “وحدت او یووالي” نارې وهلې؛ خو چې وخت یې راغی، معلومه شوه چې څوک وحدت ته ژمن او څوک د واک، ځان غوښتنې او منصب په لټه کې دی.

دا ټول ستونزمن پړاوونه او سخت ازمایښتونه دي. له دې پړاوونو او ازمایښتونو بریالي وتل دومره اسانه هم نه دي. دا به د خدای په خاص مهربانۍ او فضل کیږي. او هغوی به له دې پړاوونو بریالی وځي؛ څوک چې رښتیني وي. ځکه موږ ټولو د لویو علمونو خاوندان او د ډېرو لویو دعوو خاوندان ولیدل چې له دې پړاوونو تېر نشول، ولوېدل، ناکام شول او بدنام شول. ځکه خو چا د وحدت د ضرورت په وخت کې د نفاق بیرغ اوچت کړ، چا د دښمن لمن ته ځان وغورځوه او چا د اسلام لپاره د غرونو او رغونو پر ځای د ګرم او نرم استوګنځي کې د اوسېدا لپاره کفر غوره کړ!

ځکه خو هغه پرونۍ ولس چې د دوی په رهبرۍ کې هرې قربانۍ ته تیار و؛ نن هماغه ولس ته نه خو دوی ورسره د مخ کېدو جرئت لري او نه یې ولس مخ ته د کتو هیله لري.

دا ولې؟!
له دې معلومیږي چې هغوی په پرونۍ دعوی کې رښتیني نه و. دوی پخپلو دعوو کې دروغجن، د خپلو عهدونو ماتوونکي، بې وفا او غداران ثابت شول، د دښمن پښو ته ټیټ شول؛ نو ولس هم دوی ورټل.

خو هغوی چې رښتیني و؛ په اوږده مبارزه، سختو او مختلفو پړاوونو او ستونزمنو امتحانونو کې الله تعالی له انحراف، غورځېدلو او ناکامېدلو څخه وساتل. او په دې ټولو ازمایښتونو کې سرفراز او ممتاز وځلېدل. او هم د خپل مېړني ولس په زړونو کې د درنښت، مینې او احترام وړ وګرځېدل.

نن چې خالص بابا رحمه الله له دې پړاوونو بریالی وتلی، په دې ټولو ازمایښتونو کې ممتاز دی او د ولس په زړه کې د مینې، محبت او احترام د ځانګړي مقام خاوند دی؛ نو ویلی شو چې رښتیا هم خالص بابا رښتینی و.

رحمه الله تعالی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x