نړۍ

سعودي عربستان د حج مراسمو لپاره د عبادت کوونکو ۷ ورځنی قرنطین پیل کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): سعودي عربستان د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره د ورتلونکو عبادت کوونکو د قرنطین اووه ورځنی قرنطین پیل کړی دی.

که څه هم سږکال د حج په مراسمو کې له نورو هېوادونو څخه سعودي عربستان ته د عبادت کوونکو په سفر بندیز لګېدلی او یوازې هغه کسان د حج مراسمو کې برخه اخیستلای شي، چې سعودي عربستان کې اوسیږي؛ خو بیاهم تمه څرګندیږي چې د مختلفو اسلامي هېوادونو سعودي میشتي لس (۱۰) زره وګړي د حج فریضې اداء کولو کې برخه واخلي.

د ګډون کوونکو د شمېر کمبود ترڅنګ سعودي عربستان د حج مراسمو کې د برخه اخیستونکو لپاره یو شمېر نور محدودیتونه او اصول هم اعلان کړي، چې له مخې به یې ټول حاجیان اووه ورځنی قرنطین موده تیروي، ماسکونه به تړي، د حاجیانو ترمنځ به د توکو راکړه ورکړه به منع وي او د زم زم اوبه او خواړه به هم په یوځل مصرف کڅوړو کې ورکول کیږي.

د حج مراسمو کې هر کال شاوخوا ۲ نیم ملیونه مسلمانانو برخه اخیستله؛ خو سږکال په نړۍ کې د کرونا وبا خپرېدو له امله به د سعودي عربستان حکومت د سختو روغتیايي شرایطو لاندې دغه شمېره لسو(۱۰) زرو کسانو ته را ټیټه کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x