افغانستان

ناڅرګندو وسلوالو لغمان او ننګرهار ته د برېښنا د رسولو چارې له خنډ سره مخ کړي

نن ټکی آسیا: سمه یېز چارواکي وايي چې یو شمېر ناڅرګندو وسلوالو تېر ماښام له نغلو څخه ننګرهار او لغمان ولايتونو ته د غزېدلې برېښنا مزي پرې کړي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک وايي، چې تېر ماښام د بادپښ او سروبي ولسواليو تر منځ د سروبي په ساحه کې وسله والو کسانو  لغمان او ننګرهار ته د غزېدلې برېښنا مزي پر مرميو ويشتلي او د يادو ولايتونو برېښنا يې پرې کړې ده.
خلک وايي،چې د بریښنا له پرېکون وروسته له تېرې شپې راهيسې د جوماتونو له منارونو په لوډسپېکرنو کې نه چا اذان اورېدلی او نه د تراويحو لمونځونه.
د لغمان د والي ویاند د دې کار پړه پر وسلوالو طالبانو ور واچوله؛ خو د طالبانو ویاند تر دې مهاله د پېښي په اړه څه نه دي ویلي.
په ورته مهال کې وتلی ژورنالیست او فیسبوکي فعال ښاغلی نعمان دوست دې ځورونکي اقدام ته د شک په سترګه ګوري.
د نوموړي په اند، دا کار د طالبانو نه ، بلکي په ننګرهار کې د یخ د تولید کوونکو فابریکو د مالکانو دی، چې غواړي په دې مبارکه روژه او سخته تودوښه کې د یخ تولید زیات او بیه لوړه کړې.
د نوموړي په شمول ګڼو خلکو له طالبانو نه غوښتنه کړې، چې که په دې کار کې لاس لري؛نو مسؤلیت دې يې ومني او که نه وي نو رد دې يې کړي.
د ننګرهار د برېښنا رييس محب الرحمن مومند پژواک اژانس ته ومنله چې د نغلو د برېښنا د مزو د پرېکېدو له امله په دغه ولايت کې برېښنا پرې شوې ده.
په جلال اباد ښار او شاوخوا سيمو کې له تېر ماښام راهيسې برېښنا نشته او خلک له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.
د ننګرهار ښار ځینو اوسېدونکو وویل، چې له تېر ماښام څخه راهيسې برېښنا نشته، ټوله شپه ښځو او ماشومانو په ويښه سبا کړې ده.
دوی د دغه ناوړه کار په ترسره کوونکو  نېوکه کوي، چې په روژه کې هم له خداى څخه نه وېريږي او د خپلو شخصي ګټو لپاره پر عام ولس ظلم کوي.

د یادونې وړ ده، چې طالبانو تر دې مهاله د پېښي په تړاو کوم غبرګون نه دي ښوولی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x