شخصیتونهنظــر

د دویم اشغال خلاف د خالص بابا د جهاد اعلان«د سترګو ليدلی حال»

ملا شمس الاسلام نبي خېل

د بابا رح د اخرو شپو ورځو خادمِ خاص (افتخر بذلک)

دا چې د ذوالجهادین خالص بابا رح د روسانو د جهاد د وخت ډېر ملګري مجاهدین او شاهدان موجود او لا یې تاریخ په حافظو کې محفوظ دی، څه ویل پرې نکوم.

خو د امریکایي صلیبي اشغال په مقابل کې، چې بوش علیه لعنه یې اعلان وکړ؛ د بابا رح جسم او روح دواړه داسې ناارامه وو، چې په عملي جهاد کې د دوی خلاف برخه واخلي، خو د عمر او کمزوري جسم تقضا یې هیڅ اجازه نه ورکوله.

خو څه چې یې پر ځان لازم بلل هغه ټول کوښښ او توان یې پر کار واچاوه؛ د هجرت زمینه سازۍ یې پوره یو کال وخت واخیست؛ خو کله چې امریکایي بمبار شروع شو بابا رح له نجم الجهاد فامیلۍ څخه کډه واخیسته او د خوږیاڼو شیرزادو ولسوالۍ ګندمک ته ولاړ. له هغه ځای څخه یې د اشغالګرو مقابل کې د جهاد فتوا او په ملت یې د مقابلې غږ وکړو. لیکلی پيغام یې زمونږ د تره ځوی مرحوم محترم محمد یعقوب شرافت ته واستاوه؛ ترڅو یې مطبوعاتو ته وسپاري، خو هغه وخت چې ټول مطبوعات د امریکا تر مستقیم زیر اثر لاندې ول او بیا یې ډېر ژورنالستان هم په تقدیرنامو او شاباسي ونازول. نو د مرحوم شرافت صیب ټولو کوښښونو یوازې د بابا رح پیغام له پیښور څخه د خپریدونکي وحدت اخبار کې خپور کړ، چې ډیری افغانان یې لیدونکي او لوستونکي ول، خو نورو هیڅ مطبوعاتو یې د خپراوي زړه ونکړ.

یو وخت مو له بابا رح سره چې زه او محترم مجاهد صاحب مهاجر شوي وو او د بابا رح د جهاد فتوا ته مو د عملي جامې وراغوستلو کوښښ کاوه، ترڅو راباندې فرض شوی حکم ادا کړو. ورسره مو د ملاقات زمینه برابره شوه، چې بابا رح مونږ ته کړل: “یوازې تاسو مسلمانان یاست، چې هجرت او جهاد مو شروع کړ، ماته ولې زمینه نه برابروئ؟ د اشغال له مینځ څخه مې وباسئ، چېرته د سړک په غاړه مې واچوئ؛ ترڅو په مهاجر او مجاهد کې حساب شم”.

دا چې هغه وخت حالات ډېر سخت او نازک ول او بابا رح ته د هجرت او جهاد زمینه سازي انتهایي دروند مسؤلیت و او مونږ ددې کار لپاره صرف همدا دوه کسان وو، د بابا رح ډېر نزدې ملګري، چې ممکن په زړه کې به د بابا رح د هجرت او جهاد سره موافق ول، خو ظاهراً معذوره ول او ډېرو خو لا ویل چې “تاسو خو ورک یاست، مونږ به تر کونډۍ ونې جار کړئ”.

په هر حال د بابا رح د هجرت او جهاد د عمل شروع کیدو موده چې اوږده شوه وجه یې دغه وه؛ کله مو چې ورته زمینه برابره کړه او د جهاد او افغانستان مسلمان ملت ته یې په خپل کمزوري جسم د جهاد توصیه او امر وکړ؛ په داسې حال کیې چې د خپلې ډوډۍ یې خوند نشو اخیستلای، مګر خالص د الله د رضا لپاره یې خپل ټول بچي پرېښودل، د مرګ تر ورځې پورې ورسره محدود خادمین ول، الله دې قربانۍ قبولې او د دوی د قربانیو په برکت اسلامي نظام په نړۍ او افغانستان کې قایم کړي “آمین”.

بابا رح خپل فرض اداء کړل، خو هیڅکله یې زمونږ په ډېر اصرار هم په اخر ژوند کې په را روانو حالاتو او وړاندوینو تبصره نکوله، دا به یې ویل، چې “ملا محمد عمر مخلص او مسلمان سړی دی، ملګرتیا یی مه پرېږدئ، عملي جهاد له هغه ځایه شروع کړئ چې په کوم ځای کې د جهاد مخې ته خنډ واقع شي، په لسو کسانو یو پرنګی مردار کړئ؛ تاسو کامیاب یاست”.

د ژوند تر اخره یې هیڅ قسم شکایت له تکالیفو ونکړ، الله رب العزت دې ورسره بهتره معامله وکړي، جنت الفردوس یې مقام شه.

خو د هغه وخت هغه کسان چې د بابا رح د جهاد او هجرت کلک مخالف او خپلې ګټې یې په تاوان کې لیدلې؛ پر خلاف یې مطبوعاتي پریس کانفرانسونو کې کیناستل (نعوذ باالله) بابا رح یې مرفوع القلم ښود، خو نن همغوی د بابا رح په همدې کړنو فخر کوي. وجه داده، چې حق غالب وي اګرکه ظاهراً کمزوری وي او باطل مغلوب وي اګرکه ظاهراً قوي زور او جوش کې وي.

بابا رح ته حضرت علی، حاجي دین محمد او ورسره څه امریکایان اول وخت کې کور ته راغلل؛ حاجي دین محمد یې د بابا رح ته راوستلو اجازه غوښتله؛ ویل یې دا خارجیان د بابا رح پوښتنه کوي.

بابا رح وویل، چې “نه دې راځي، خو چون د خارجیانو د خبرې رد د حاجي دین محمد دوی د وس خبره نه وه.

بابا رح ته یو چا وویل، چې “تمانچه به درکړو، چې راغلل بس ډزې پرې وکړه او مردار یې کړه؛ ته به په دې اخر عمر کط شهید او غازي شې او هغوی به مردار کړې” خو بابا رح ورته کړل، چې “زما کور ته راشي دا کار ځکه نکوم چې زه جهاد کوم خو غدر نکوم” (رحمه الله).

خو کله چې خارجیانو بابا رح ته وویل، چې “مونږ ستا د مریضۍ پوښتنې ته راغلي یو، مونږ ستاسو او افغانانو دوستان یو”.

بابا رح لهجه جلالي شوه، خبرې به یې زوی محترم مجاهد صاحب واضحه کولې او دین محمد به ترجمه کولې، ورته کړل یې، چې ‘تاسو زمونږ دوستان نه دښمنان یاست، زه د دوست او دښمن د طیارې اواز او غرهار پېژنم؛ کومې طیارې چې زمونږ پر سر تیرېږي ددې غږ د دښمن دی”.

هغه وخت بې دوه پنځوس په توره بوړه په القاعده مجاهدینو بمبار کاوه ، ډېر بد حالت و. بابا بیا ورته کړل، چې “تاسو زما د مریضۍ پوښتنې ته نه یئ راغلي، تاسو راغلي یاست، چې ما وګورئ، چې خالص د ټوپک چلولو او ډز کولو دی کنه”.

په مجلس کې ورسره راغلي افغاني مامورین او همکاران یې سخت وارخطا او خبرې یې ارزه بارزه کړې، د دوی د وتلو او ستنیدو کوښښ یې شروع کړ.

یا الله ته افغان ملت ته د بابا رح او امیرالمؤمنین ملا محمد عمر رح او قایدالمجاهدین مرحوم مولوي جلال الدین حقاني په څېر سپیڅلي مشران او رهبران ورکړه، ته د دوی پر قربانیو نتیجه منتجه کړه، ته یې په برکت اسلامي نظام قایم کړه.

د شهیدالامة او ملګرو په باره کې د بابا رح الفاظ دا ول چې “د دوی وینې زمونږ وینې دي”.

وبه ګورو هغه څوک چې لارویان یې ځان بولي، چې له هغه چا سره څه کوي، چې بابا رح یې وینې خپلې وینې بللې.
آه بابا رح بدیل دې نلرو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x