نړۍ

دپاکستان دهوایی ځواکونو په بمباري کي لس وسلوال وژل شوی دی

Pakfighterjets-500 (نن ټکی اسیا جون ۲۰۱۱/۲۴) یوپاکستانی لوړپوړي حکومتي چارواکي خبرورکړی دي چي پاکستاني هوایی ځواکونو دهیواد په شمال لویدیځه سیمه کي له افغانستان سره پرپوله باندي دشکمنو وسلوالو ځالی تربمبارلاندي راوستلي دی، چي له کبله یی لس تنه وسلوال وژل شوی دی.

یوپاکستاني حکومتي چارواکي جاوید خان زیاته کړه پاکستاني جنګي الوتکو له افغانستان سره پرپوله باندی په کورم ایجنسي کي نامالوم وسلوال په دوو نقطو کي په نښه کړل

، نوموړی زیاته کړه دشکمنو وسلوالو مرکزونه هغه وخت دهوایی ځواکونو تربرید لاندي راغلل کله چي دپاکستاني ځارګری اداري دکارکونکو له لوري ورته خبرورکول شو.

پاکستاني ځواکونه له افغانستان سره پرپوله باندی دپاکستاني طالبانو او القاعده په وړاندي له ډیره وخته په جنګ اخته دي ترڅو کورني اوبهرني وسلوال دی اړباسۍ چي سیمه خوشي کړي، اودسیمي خلګ دارام سا واخلي.

بخت الرحمن بخت …………….. نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x