
طالبان: د امنیت په بدل کې له موټرو څخه یو سلنه ګمرکي مالیه اخلو
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): طالبان له هغو باروړونکو موټرو څخه چې ددوی تر کنترول لاندې سیمو نه تیریږي، د امنیت په بدل کې یو سلنه مالیه اخلي.
طلوع نیوز تردې وړاندې خبر ورکړی ؤ، چې طالبانو د بغلان ولایت په «چشمۀ شیر» سیمه کې له زرو(۱۰۰۰) زیات د تیلو ټانکرونه درولي او هر ټانکر څخه دیرش(۳۰) زره افغانۍ مالیه غواړي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد طلوع نیوز ته ددې خبر په تایید سره ویلي، طالبان له هغو موټرو څخه چې د دوی د کنترول لاندې سیمو نه تیریږي د امنیت په بدل کې له یو سلنې څخه کمه حق العبور مالیه ټولوي.
باید وویل شي چې طالبانو په دې وروستیو کې د هېواد په مختلفو ولایاتو کې د خپل کنترول لاندې سیمو نه د تیرېدونکو باروړونکو موټرونو څخه د حق العبور بدل کې د مالیې راټولولو لپاره ګمرکي نقطې ایجاد کړي، چې له درکه یې هره میاشت د طالبانو مالي بودیجه کې ملیونونه افغانۍ جمع کیږي.
ښه فیصله ده عوام له داړه مارانو نه په امن کې وساتی حق العبور ترې واخلئ خلک چې دې فاسد حکومت ته مالیه ورکوي د مجاهدینو خومسلم حق جوړیږي خو پکار ده چې مسؤلیت آمین انسانانو ته ورکړل شې او داسې اعلی اداري نظام د عوایدو لپاره ترتیب شي چې دسیګار ادارې مسؤل سپکو د مجاهدینو نظم او اداره د مثال او نمونې په رقم کابل حکومت ته پیغور کړي
ولاحول ولاقوۃ الا بالله مالیہ چہ پہ انگلسی کی ورتہ تکس وایی داخو دکافرونہ اخستل کیگی او بیت المال کی جمع کیگی ،داسنگہ فیصلہ دہ چہ دمسلمان نہ تکس واخلہ زہ خو نپھیگم کہ چاتہ پدی بارہ دلیل شرعی دفقہ حنفی نہ معلوم وی نو مھربانی وکی راوی لیکی جزاکم الله