افغانستانخبرونه

د عبدالله عبدالله د پریکون سره سره سبا د ټاکنو ابتدايي پایلې اعلانیږي

نن ټکی آسیا: د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې سبا /چنګاښ ۱۱مه/ به د ولسمشریزو ټاکنو د دوهم پړاو ابتدايي پایلې اعلان شي. کمېسیون په دې ټینګار کوي چې د مهالویش سره سم به د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلانیږي.

دا په داسې حال کې چې پرون /چنګاښ ۹مه/ د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ۱۹۰۰ مرکزونو رایې چې په ۳۰ ولایتونو کې اچول شوې وې، یو ځل شماري.

کمېسیون ویلي چې دوی ددې ظرفیت لري چې تر یو میلیون زیاتې رایې په لږ وخت کې وشماري.

د ټاکنو په دوهم پړاو کې هغه ورځ چې باید د ټاکنو لومړۍ پایلې باید اعلان شوې وې، اعلان نه کړې، هر ځل د پایلو اعلان ځنډول شوی دی.

د ډاکتر عبدالله عبدالله ټاکنیز ټیم دوه ورځې مخکې د ټاکنو کمېسیون سره خپلې اړیکې پرې کړې کړې، دوی وايي چې پایلې ورته د منلو وړ نه دي.

راپورونه وايي چې ولسمشر کرزی، مرستیالان او نور د عبدالله د رضایت کوښښ کوي او شاید د دواړو نوماندانو تر منځ جوړجاړی او ائتلاف وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x