
میدان وردګ: د دولتي عسکرو په عملیاتي کاروان خونړۍ چاودنې تلفات اړولي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د میدان وردګو ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو په عملیاتي کاروان د موټربم خونړۍ چاودنې لسګونو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
دا پېښه نن دوشنبه(۳۰ چنګاښ) مازدیګر پنځه بجې د سیدآباد ولسوالۍ په شنیز سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې د دولتي عسکرو یو لوی عملیاتي کاروان د طالبانو د موټربم برید هدف وګرځېده.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي، چې په ننني موټربم برید کې یې د کمانډو ځواکونو هغه کاروان په نښه کړی، چې په غزني ولایت کې له علیاتو څخه راګرځېدلی ؤ.
تازه خبر:
په میدان وردګو کې د دښمن په عملیاتي عسکرو په فدايي برید کې لسګونه کمانډو عسکر وژل شوي او ټپيان دي https://t.co/nzfzuQuQwa pic.twitter.com/SiCfLS8iUz— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) July 20, 2020
مجاهد په دغه موټربم چاودنه کې د ۷ ټانګونو ویجاړولو او ۴۸ دولتي عسکرو د مرګ ژوبله خبر ورکړی دی.
دفاع وزارت هم په یوې خبرپاڼه کې ددې پېښې د تایید ترڅنګ د ۸ پوځیان وژل کېدل او ۹ ټپي کېدل مني؛ خو سیمه ییزو سرچینو بیا د مړو او ټپیانو شمېره ډیره لوړه یاده کړې ده.
افغان خبریال بلال سروري په خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې د میدان وردګو په سیدآباد ولسوالۍ کې د پوځ ۱۸ عسکر وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي.
#AFG At least 18 members of Afghan National Army killed. At least 13 members of Afghan National Army wounded, sources in Sayed Abad district in Wardak province tells me. #RIV #Notjustnumberslives
— BILAL SARWARY (@bsarwary) July 20, 2020
یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې د سیدآباد په ننۍ خونړۍ چاودنه کې د غزني ولایت د عامه ساتنې د ټولي قومندان آغا شیرین اندرابي او یو شمېر نور قومندانان هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد دغه برید د دولتي عسکرو لخوا په ملکي خلکو د ړندو بمباریو او توپچي بریدونو غبرګون بللی او دغه راز یې حکومت د سولې پروسې او سرتاسري سولې په وړاندې په خنډ اچولو تورن کړی دی: «د کابل اداره د بندیانو د خلاصون د پروسې په ځنډولو سره هڅه کوي چې د بین الافغاني مذاکراتو د پيل او سرتاسري سولې مخه ونیسي.»